د انسانانو ترمنځ د رايې او نظر اختلاف طبيعي خبره ده، الله تعالی فرمايي:
((وَ لَوْ شَآءَ رَبُّكَ لَجَعَلَ النَّاسَ اُمَّةً وَّاحِدَةً وَّ لَا يَزَالُوْنَ مُخْتَلِفِيْنَۙ))
ژباړه: بېشكه كه ستا رب غوښتلاى؛ نو ټول انسانان يې يوه ډله ګرزولاى شول؛ مګر هغوی به اوس د تل لپاره په بېلا بېلو لارو روان وي.
اختلاف تر اسلام وړاندې:
وايي د ځمکې پر سر لومړنی اختلاف هغه و، چې قابيل له هابيل سره وکړ او پايله يې دا شوه، چې قابيل خپل ورور هابيل وواژه، د موسی او خضر عليهما السلام په کيسه کې هم د رايې او نظر د اختلاف څرک له ورايه ښکاري، موسی عليه السلام نه غوښتل، چې خضر عليه السلام دې کښتۍ سورۍ کړي، ځکه په دې سره د کښتۍ ټول سپاره کسان ډوبېدل، نه يې غوښتل، چې خضر عليه السلام هغه کوچنی ماشوم ووژني، چې له نورو ماشومانو سره په لوبو بوخت و، نه يې غوښتل خضر عليه السلام د هغه کلي را غورځېدلی دېوال ور سم کړي، چې اوسېدونکو يې دوی ته مېلمستيا نه وه ورکړې، که څه هم، چې خضر عليه السلام په دې ټولو پېښو کې پر حقه و، ځکه الله تعالی ورته همداسې حکم کړی و؛ خو موسی عليه السلام هم د دې ټولو پر وړاندې خپله فطري غريزه؛ يعنې اختلاف څرګند کړ.
د اسلام تر راتلو وروسته د رايې او نظر اختلاف:
د رسول الله صلی الله عليه وسلم په وخت کې هم د اختلاف بيلګې موندلای شو، کله چې مسلمانان د بدر جګړې ته ووتل او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په امر يې په یوه ځای کې د پړاو اچولو پرېکړه وکړه؛ نو حباب بن منذز رضي الله عنه وويل: ای د الله رسوله! په دې ځای کې د پړاو اچولو حکم درته د الله تعالی لوري شوی، چې بايد ترې مخکې وروسته نشو او کنه ستاسې خپل نظر او جنګي تکتيک دی؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: بلکې دا زما رايه او جنګي تکتيک دی؛ نو حباب رضي الله عنه وويل: بيا نو زما نظر دا دی، چې دلته پړاو اچول مناسب نه دي، ښه به وي، چې د بدر څاه ته نږدې پړاو واچوو ترڅو پر اوبو مو ولکه ټينګه وي؛ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم د خپلې رايې پرځای د هغه رايه ومنله او ويې ستايه. کله چې د بدر جګړه پای ته ورسېده او اويا تنه کافران ژوندي د مسلمانانو لاس ته ورغلل، د فديې په بدل کې د هغوی د پرېښودو او يا هم د وژلو په اړه اختلاف رامنځ ته شو، رسول الله صلی الله عليه وسلم او ابوبکر رضي الله عنه دا نظر درلود، چې د فديې په بدل کې يې خوشې کوو؛ خو عمر رضي الله عنه بيا دا نظر درلود، چې بايد ټول ووژل شي ترڅو د نورو کافرانو لپاره عبرت شي او بيا پر مسلمانانو د يرغل فکر هم ونه کړي؛ خو د هغه دا نظر ونه منل شو او کافران د فديې په بدل کې خوشې شول، وروسته الله تعالی د همدې پېښې په اړه آيتونه نازل کړل او د عمر رضي الله عنه دريځ يې تائيد کړ، رسول الله صلی الله عليه وسلم او ابوبکر رضي الله عنه دواړو ژړل او عمر رضي الله عنه ته يې وويل، چې د بنديانو په اړه ستا خبره سمه وه.
اختلاف بايد په کومه بڼه وي؟
دا او دې ته ورته نورې بيلګې هم شته، چې د انسانانو ترمنځ د اختلاف پر شتون دلالت کوي؛ خو اوس پوښتنه دا ده، چې د رايې او نظر دغه ذکر شوي اختلافونه په کومه بڼه وو؟ هدف ترې څه و؟ آيا يوه او بل ته پکې سپکاوی شوی و او کنه له احترام او درنښت نه په ډکې فضاء کې وو؟
حقيقت دا دی، چې په ټول اسلامي تاريخ کې دې او دې ته ورته ټولو نظري اختلافونو کې خدای مه کړه د يوه او بل د ملامتولو هڅه نه ده شوې، نه پکې مقابل لوري ته سپکاوی هدف و، بلکې له اختلافه به د هغوی هدف خپل مقابل لوري ته قناعت ورکول، پر حق پوهول او سمې لارې ته برابرول وو.
فيس بوکي اختلاف:
دا اوږدې مقدماتي خبرې مې له دې امله وکړې، چې له کله نه چې فيس بوک ته راغلی يم او د ملګرو پوسټونه او پر هغو کېدونکې تبصرې تعقيبوم، په ډېرو کې يې د اختلاف په نوم سپکاوی له ورايه ښکاري، يو او بل ته د کافر، ګمراه او ناپوه الفاظ استعمالوي، که ده خپل مقابل لوری اسلامکاری وباله، هغه يې اسلام تېښتی بولي، که ده اخوان پالی وباله، هغه يې په غرب پالنه تورنوي، که ده د پردي پال خطاب ورته وکړ، هغه ورته سمدستي نشنليست او فاشيست وايي.
ريښتيا دا ده، چې دا هر څه د زغم د نشتوالي او ځینې مهال د افراطي حزب پرستۍ نتيجه ده. که موږ پر دې پوهېدای، چې زغم او د مقابل لوري خبرو ته غوږ اېښودل نبوي سنت دي، هېڅکله مو دا ډول تورونه پر چا نه پورې کول، که پر دې پوهېدای، چې امت او ملت مو اوس مهال کومو خبرو ته اړتيا لري، اصلا دې ډول خبرو ته نه وزګارېدو او که مو دا منلی، چې د رايې او نظر اختلاف فطري خبره ده؛ نو هېڅکله پر اختلاف او نيوکه نه خپه کېدو.
ستايل شوی اختلاف او سالم انتقاد د عيب پرځای ښه صفت دی، ځينې مهال به مو ليدلي وي، چې ستا له خبرې سره د يوه چا اختلاف او يا نيوکه پرې کول، ستا د پوهېدنې او حق ته دې د غاړه اېښودلو لامل کېږي؛ خو دا هله، چې د مقابل لوري انتقاد او اختلاف په ښه نيت او د حق د روښانتيا لپاره وي.