د ۱۹ پیړۍ په وروستیو کلونو کي د یوه روسيي فزیک پوه لخوا راډیو ته ورته یو اله رامنځ سوه چي صوتي ږغ به یي په الکترونیکي ږغ بدلوی .
دغه نوی اختراع سوي الې په لومړيو کي د ۶۴ میترو په واټن کار کاوه ، خو وروسته د نورو زیاتو پرمختګونو په زیاتیدو سره ، ايټالوي عالم مارکوني په 1895م کال کي دفرېکونسیو په مشخص کولو راډیو جوړه کړه ، چي د ۱۹ پیړۍ تر پایه خلکو یو معجزه بلل .
راډیو د تلویزون ، چاپي خپرونو او انټرنیټ په پرتله زیات مخاطبین لري ، دلیرو پرتو سیمو خلک د بریښنا . جغرافيې او امنیتي مشکلاتو په وجه ، د تلویزون پر ځای پر لنډو او منځنیو څپو ، د راډیو د لاري اطلاعات او معلومات تر لاسه کوي .
راډیو دخبرونو ، سیاسي ، اقتصادي ، تعلمي او نورو پروګرامونو دلاري د خلکو ذهن روښانه کوي او ددغه اطلاعاتي پروګرامونو ترڅنګ، دموسیقي په خپرولو سره خلکو ته تفریح هم ورکوي .
په افغانستان کي د نی یا د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې، د معلوماتو پر اساس ،د دغه هیواد کي ۶۳ فیصده خلک راډیو اوري .
د افغانستان داطلاعاتو او کلتور وزارت څخه د ۲۰۰۶ م څخه تر ۲۰۱۰ م پوري د کاله ۲۰ راډیو سټیشنونو جواز تر لاسه کړي .
او د ۲۰۱۳ م کال تر پایه پوري، په ټول افغانستان کي ۱۷۵ راډیو سټېشنونه فعال سوي چي ددې جملې څخه یوازي په کابل کي ۴۲ راډیو ګاني سته او د هیواد په نورو کوچنیو ښارونو کي هم لږ تر لږه ، دیوې څخه تر ۳ پوري راډیو ګاني سته .
د اټکل په اساس په ټول افغانستان کي ، د ۵۰۰۰ زره په شاوخوا کي خلک په دغه شمیر راډیو ګانو کي کار کوي ، چي تقریبا د کاله د ۱۰ څخه تر ۱۵ میلونه ډالره پوري عاید د اعلاناتو او تجارتي خبرتیاوو دلاری پیدا کوي .
محمدصادق رښتینی
کندهار
۲۰۱۴/۲/۱۳