تاند- د راین اییر هوايي شرکت له یوې الوتکې څخه ۹ تنه هغه مهال په زور کښته کړای شول چې یوې سپرلۍ په ټوکو د الله اکبر ناره ووهله.

د راین اییر الوتکه نن سهار ۷ بجې د بلجیم له بروکسل څخه د هسپانیا مادرید ته روانه وه.

پولیس پېښه تایید کړه (VTM Nieuws) خبري اژانس ته وویل چې له الوتکې څخه ۹ واړه کوز کړای شوي مسافر بلجیمیان دي.

د دې لپاره چې ترهګرو تل د حملې په مهال د الله اکبر ناره کړې، ډېرو لوېدیځوال د دې نارې له اورېدو سره سم فکر کوي چې ترویستي حمله شوې ده.

د بلجیم د فدرالي پولیسو یوه چارواکي پیتر دي ویلي وویل، «د الوتکې د پرواز قوماندان د دغو ۹ تنو له وړلو څخه انکار وکړ ځکه چې د دوی یوه ملګري په مسخرو د الله اکبره ناره وکړه.»

ده همداراز وویل چې د دغو سپرلیو ټول سامان له الوتکې څخه کښته کړای شو او روزل شوي سپي راوغوښتل شول چې بوی یې کړي.

د دوی په وسایلو کې څه ونه موندل شول او الوتکه پرېښودل شوه چې د سهار په ۹ بجې او ۲۵ دقیقې د مادرید په لور والوته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *