تاند، شنبه، د اسد ۱۲مه: د افغانستان د احصائیې ملي ادارې ټاکنو لپاره یې د تذکیرو د چاڼ پروسه کې تر اوسه پورې ۲۷ زره جعلي تذکیرې کشف کړې دي.

د ټاکنو کمېسیون د دارالانشاء رئیس حبیب الرحمان ننګ هم تاییدوي چې د رایه ورکوونکو لیست کې ۲۷ زره جعلي تذکیرې هم کشف او حذف شوې دي.

 ټاکنو کمېسیون د شاوخوا نهه اعشاریه یو میلیون کسانو لیست د چاڼ او تصفیې په خاطر دوه میاشتې وړاندې د احصائیې ملي ادارې ته استولی و.

 خو څارونکي بنسټونه بیا دا نه مني چې ګواکې د رایه ورکوونکو لیست کې دې یوازې ۲۷ زره جعلي تذکیرې تېرې شوې وي، دوی وایي، د جعلي تذکیرو شمېر تر هغې څو چنده زیات دی چې د احصائيې ملي اداره یې د کشفولو ادعا کوي.

 د یو څارونکي بنسټ فیفا مشر یوسف رشید وايي، د لیست د اصلاح پروسې د پام وړ نتیجه نه لرله، خو اوس باید کمیسیون ټول تمرکز د ټاکنو د ورځې په اړه ولري: ((باید ټول تمرکز اوس په بایومټریک، د نوماندانو او څارنونکو بنسټونو په کارمندانو او د معلوماتو د راټولولو په پاک سیسټم وشي، څو رڼې ټاکنې ولرو.))

 د احصائیې ملي اداره د رایه ورکوونکو په لیست کې د ۲۷ زره جعلي تذکیرو د موندلو خبره په داسې حال کې کوي چې تر دې وړاندې یې ویلي وو، د ټاکنو کمېسیون لخوا ورسپارلی لیست خورا زیاتې ستونزې لري او د دوی د چاڼ څو روشونه په کې پاتې او ناکام راغلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *