تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې تر سبا /دوشنبې/ ماسپښین پوري به د تفتیش شویو رایو د ابطال پړاو پیل کړي. دا هغه پړاو دی چې ممکن یو وار بیا د دواړو کاندیدانو د څارونکو او انتخاباتي ټیمونو ترمنځ اختلافات وپاروي ځکه چې انتخاباتي ټیمونه د پاکو او ناپاکو رایو په اړه بېل – بېل تعبیرونه او نظرونه لري.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د ویندوی نور محمد نور په وینا د رایو د ابطال بهیر به په علني ډول یعني د ټولو رسنیو د خبریالانو، کامرو، د کاندیدانو د څارونکو او نړیوالو ناظرانو په مخکې وي او نتیجه به یې هم په هماغه وخت اعلانېږي.

په همدې حال کې د رایو د تفتیش بهیر له معمول سره روان دی او داسي ښکاري چې په وروستیو دوو ورځو کې له خنډ سره نه وي مخامخ شوی. تر نن /یکشنبې/ سهار پوري د ټولو رایو په سلو کې ۷۰ تفتیش شوې وې.

نور محمد نور وايي، که د کاندیدانو له لوري د رایو د تفتیش پروسه له خنډ سره مخامخ نه شي، دا بهیر به ډېر ژر (ممکن همدا نن) بشپړ شي.

تاند ته څو سرچینو وویل چې د روانې اوونۍ تر پایه به د انتخاباتو پایلې اعلان شي. سرچینو د نوم د نه افشا کېدو په شرط وویل چې د رایو د تفتیش په بهیر کې به غالیاً نور خنډ نه جوړېږي.

نن به د رایو د عادي صندوقونو تفتیش بشپړ شي خو د هغو شپږ زره صندوقونو تفتیش به لا څو ورځې نور وخت هم وغواړي چې دواړو کاندیدانو ته جدي ښکاري.

وروسته له دې چې عبدالله عبدالله د  ۳۰۰۰ صندوقونو د ځانګړي تفتیش غوښتنه وکړه، د انتخاباتو کمیسیون د اشرف غني احمدزي د بدلون او دوام ټیم ته هم واک ورکړ همدومره صندوقونه د ځانګړي تفتیش لپاره غوره کړي.

0 thoughts on “د رایو د تفتیش بهیر به نن پای ته ورسېږي او د دوشنبې له ورځې به د رایو ابطال پیل شي”
  1. نوره یی هم وڅنذوی یوه کمه فیصدی خلک چه په طمعه دی هغه هم مراورشی اکثریت خوستاسو اوتو بو تو باند ی اعتبار نلری په نن او سبا کی څومره فاصله طی شوه شکونه نور هم زیات شول .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *