• د اصالحاتو او همپالنې د ټیم نظریات د ځانکړي نظارت په پروسه کې ځای شول) یعنی د ځانګړي نظارت
صندوقونه په اتومات ډول بیا شمیرل کیږي(
• څرګنده شوه چې د رایو یو صندوق داسي راي پاڼي درلودالی شې چې د ورته عالمو څو ډولونه ولری او د ورته
نشانی شویو رایو لږ تر لږه شمیر له ۲۳ یو ډول نشانی شویو پاڼو څخه ۱۳ دی ډول پاڼو ته راټیت شي.
• خپلو مشاورینو ته یې د ورته نشاني شویو رای پاڼو د تشخیص په اړه بیا روزنه ورکړه ځکه چې د تفتیش د پروسې
په ترڅ کې د ورته نشانو نوي شکلونه را څرګند شول.
• دغه تعریف ته یې پراختیا ورکړه چې د ثبت په کتاب کې د رای اچونکو د کارتونو د شمیرو یو نامناسب تسلسل
څه ته وایي چې د بیا شمیرنې او ابطال لپاره کارول کیږې چې د رایو اچونکو د کارتونو د شمیرو تکرار، د تسلسل
نه مراعات کول او د هغه نور شکلونه په کې شامیلیږي.
• د اصالحاتو او همپالني د ټیم هغه وړاندیز یې تقویه کړی چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون والیتي چارواکي د
تفتیش په پروسه کې په خپلو والیتونو کې شامل نه وي.
• د اصالحاتو او همپالنې د ټیم هغې اندیښنې ته یې ځواب ویلی چې د رایو اچونو هغه محلونه چې د دویم پړاو په
دوران کې تړلي وه ښایې په پایلو او تفتیش کې شامل شوي وي، او • د اصالحاتو او همپالنې د ټیم په هغه وړاندیز غور وشو چې هغه رای پاڼی چې غبرګې شوې نه وي د ابطال لپاره
یو شاخص دی خو دغه وړاندیز یې په نهایت کې نه دی منلی ځکه چې د دویم پړاو په ټاکنو کې د رایو پاڼې دومره
کوچنۍ وی چې د غبرګولو څخه پرته په صندوق کې داخلیدای شوای او ځکه چې رای پاڼی په بکسونو کې
مروړل/تاو شوې وې او په نتیجه کې د کارتونو غبرګ شوي درزونه هوار شوي وو.
اوس مهال ملګري ملتونه په یوه نوې مسله بیا کتنه کوي چې د اصالحاتو او همپالنې د ټیم لخوا را برسیره شوې ده چې د پایلو د فورمو په ډېر شمیر کې داسې یو لیک لیدل شوی چې په احتمالي ډول ښایي یو شان وي. ملګرو ملتونو نن ماسپښین د اصالحاتو او همپالنې د ټیم لخوا د دغې مسلې یوه نمونه تر السه کړه.
سربیره پردی چې د تفتیش پروسه څنګه طرح شوې ده ، ملګرو ملتونو او د ټاکنو خپلواک کمیسیون دواړو کمپاینونه ته د تفتیش په ریښتینی پروسه کې په اغیزناک ډول ګډ مسولیت ورکړی دی. د تفتیش په یوه عادي پروسه کې ناظرین او د
نوماندانو استازي دواړه په فزیکي ډول د تفتیش له ځای څخه ګوښه وی او د دې اجازه نه لري چې د رایو پاڼو او یا نورو حساسو توکو ته الس وروړي. د تفتیش په دې پروسه کې د استازو ټیمونه او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کارکونکې یو ځای د تفتیش پروسه پر مخ بیایي او حتی د کمپاین ټیمونه په خپله کوالي شي چې د رایو پاڼی د ورته نشاني شویو پاڼو په څیر ګوښه کړي مخکي له دې چې تخنیکي ټیمونه هغه تر غور الندی ونیسي او د ملګرو ملتونو سال کاران مخالفتونه هوار کړي.
ملګري ملتونه به له دوړاړو کمپاینونه سره کار ته ادامه ورکړې چې د دوی ټولې هغه اندیښنې رفع کړي او په دې ډول د تفتیش د پروسې د اصلي هدف سره مرسته وکړي څو تقلبي پانې د معتبرو رایو څخه بیلي شي. په دې کې به هره نوې مسله هم شامله وي چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا د تفتیش د پروسې د لومړنیو موندنو له اعالن څخه وروسته د اګسټ په ۲۵ را پیدا کیږي چې د پریکړو یوه ډیره وړه برخه جوړوي او نه باید د تفتیش د ټول بهیر څخه استازیتوب وکړي.
ملګري ملتونه دا یادداشت کوي چې دواړو نوماندانو د جوالی په ۱۲ او د اګسټ په ۸ په ښکاره ډول ژمنه کړې چې د تفتیش د پروسې پایلې به مني. که چیری یو کمپاین غوره وګڼي چې د دوی لخوا د غوښتل شویو لوي کار په نتیجه ګیري کې برخه وا نه خلی، ملګري ملتونه او کورني او نړیوال کتونکي به خپل ګډون زیات کړي څو د پروسې دوامداره اعتبار تضمین کړي.