تاند- د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو د رایو تفتیش روان دی او داسي ښکاري چې له ۸ ملیونه او یو لک رایو څخه به شاوخوا ۲ لکه رایې د اشرف غني احمدزي او ۱۲۰ زره د عبدالله عبدالله باطلې شي.

د سې شنبې تر ورځې څه باندې ۳۰ فیصده رایې بیا شمېرل شوي او تفتیش شوې چې په هغو کې د کمپیوټر په وسیله ۵۴ زره رایې د اشرف غني احمدزي وې او ۳۱ زره د عبدالله عبدالله وې.

له دې سره سره له شمېرنو داسي ښکاري چې اشرف غني احمدزی تر خپل سیال ۱ ملیون او ۲ لکه ۱۰۶۰۲ زیاتې رایې لري.

د ډیموکراسۍ انټرنشنل مشر ګلین کوان، چې د رایو د تفتیش یو نړیوال څارونکی دی وايي، داسې نه ښکاري چې روانې څېړنې دې پر اعلان شویو رایو ډېر اغېز  وکړي او د رایو پایله دې بدله کړي.

 ده وویل:« دا ډېره ستونزمنه ده چې د یو ملیون رایو فرق دې په کې راشي، خواحتمال شته، خو که د نړۍ د رایو د بیا شمېرلو تاریخ ته وګورو، هر کاندید چې د رایو تر تفتیش او بیا شمېرلو مخکې وي د رایو تربیا شمېرلو وروسته هم، مخکې وي.»

په تفتیش شویو رایو کې لویه برخه د هغو سیمو ده چې اشرف غني احمدزي پکې زیاتې رایې ترلاسه کړي دي. د اشرف غني احمدزي اکثره رایې په هغو سیمو کې باطله شوي دي چې ده تر ۵۰۰ زیاتې رایې ګټلي دي. دا ډول رایبکسونه د کندهار په پنجوايي پوري تړاو لري.

همداراز د پکتیکا په برمل کې ۵۴۶، په سروزه (سرحوضه) کې۵۹۰ او اورګون کې زیاتې رایې باطلې شوي دي.

ټاکل شوې ده چې په راتلونکو ورځو کې د کابل، بلخ، پکتیکا، لغمان، هرات، پکتیا، لوګر، فاریاب، کندهار، پنجشېر، تخار، غور، سرپل، پروان، بادغیس، بدخشان، بغلان، نورستان، جوزجان، غزني، کاپیساو میدان وردک او زابل ولایتونو رایې تفتیش شي.

د میدان وردک ولایت د چک ولسوالۍ د رایو د یوه صندوق ۵۱۰ رایې او د هرات د انجیل ولسوالۍ د رایبکس ۹۰۰ رایې کاملاً باطلې شوې.

عبدالله عبدالله ته په تفتیش شویو رایو کې تر ټولو زیاتې جعلي رایې په لوګر ولایت کې لوېدلي، په یو ځای کې ۵۹۴ او بل ځای کې ۵۹۱ رایې. همداراز د پکتیکا په جاني خېلو ولسوالۍ کې هم د عبدالله عبدالله ۵۷۹ رایې باطلې شوي دي.

0 thoughts on “د رایو له تفتشیه ښکاري چې د اشرف غني ۲ لکه او د عبدالله ۱۲۰ زره رایې باطلېږي”
  1. گل مرجان باندى دچا پلار نشى منلى بيرته جان كيرى ته منده ور وهى او له هغه حًخه كمك غوارى نه له خدايه حًكه چى مجاهد ده توكل په امريكا.

  2. دیته وای پوخ سیاستمدار : اول دښه ازاد پریږدی چه ټول حرافات او مزاحرفات دخلکوته معلوم شی او خپله هیڅ مداخله هم ونکړی په ساړه سینه او حوصله دکارونه ګوری چه خلک قضاوت وکړی همدا چل دعبدالله سره وشو ډاکتر صاحب په حوصله پر مخ روان ده دخلکو ملاتړ څانته کوی او مقابل طرف دخلکو کرکه او نفرت کی باچاهی غواړی دغه شرمیدلی خپله هم کوم فکر او سوچ نشی کولی او دده منحرفه ډله هم اوس دنو دملت خلک قضاوت وکړی چه څوک موثر ده څوک کرکی او نفرت ته بابوزی وهی ؟ اوڅوک صلح ارامی او دخلکو اسوده خالی او خندا غواړی ؟ حتما څواب (اشرف غنی) دی عبس وخت ضایع شو او نور به څومره ضایع کیږی څوک پیدانشول چه کلک ګذار ورکړی او غاښونهیی مات شی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *