تاند، شنبه، د سنبلې ۲ مه: د ولسمشر د فرمان په اساس د بهرنیو چارو وزارت نوې مرستیالې ناهید ایثار نن رسماً خپله دنده پیل کړه.
اغلې ایثار څو اوونۍ وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې په توګه نومول شوې وه، خو صلاح الدین رباني دندې ته نه پریښودله.
اجرائیه ریاست په یوه اعلامیه کې دا خبره تائید کړې ده چې د ناهید ایثار د ګومارنې پر سر اختلاف موجود و، خو زیاته کړې یې ده چې اوس دا اختلاف ختم شوی او نوموړې رسماً دنده پیل کړې ده.
دوه ورځې وړاندې له طلوع نیوز خبري شبکې سره په یوه ځانګړې مرکه کې له ولسمشر غني نه پوښتنه وشوه چې ولې هغه مرستیاله وزیره، چې ده څو اوونۍ وړاندې ګومارلې وه، تر دې دمه نه ده توانېدلې چې خپل د کار دفتر ته ولاړه شي.
ولسمشر غني په ځواب کې ویلي: “د شنبې پر ورځ به هغه خپله دنده پیل کړی. هېڅ غم مه کوئ”.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې یوې سرچینې ویلي، ولسمشر غني په دې وروستیو کې د ښاغلي ربانی واک تر ډېره را کم کړی دی او نوموړی نور د بهرنیو چارو وزارت مهمې پرېکړې او سفرونه نه کوي.
اغلې ناهید ایثار تر دې وړاندې د چارو اداري د دولت د چارو سمون مرستیال وه.
نوموړې له امریکا څخه د کلتور او انسان پېژندنې برخه کې ماسټري لري