تاسو به د تلوېزيون او انټرنېټ له لاې د انسانانو تر منځ ترسره کېدونکي مختلفې لوبې ګورئ مګر موږ به نن درته دا ووايو چې د روبوټانو د فوټبال نړيوال جام هم شته.
د نړۍ له دېرشو هېوادونو څخه روبوټان د استرليا سېډني ښار ته لېږل شوي تر څو هلته په نړيوال جام کې ګډون وکړي.
کارپوهان وايي چې دا ډول سيالۍ به روباټ جوړوونکي وهڅوي چې تر پخوا ډېر او ښه کار وکړي.
يوه روباټ جوړوونکي د بي بي سي نړیوال سرویس ته وويل چې پخواني روباټونه يوازې پاس ورکولی شوای او شوټونه به يې کول مګر اوس روبوټان په خپلواک ډول او په ستراتېژۍ سره لوبه کولای شي مګر لاهم د لوبې پر مهال د روباټ د غورځېدو په څېر يو شمېر ستونزې شته چې بايد حل شي. د دې ماشيني فوتبالرانو بله جالبه ستونزه دا ده چې د مقابل لوري ګول په سمه توګه نشي پېژندلی او کله نه کله خو ان پخپله په ځان ګول وهي.
روباټ جوړوونکي ډاډ ښيي چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به داسې روبوټونه جوړ کړي چې د نړۍ د انسانانو تر ټولو پياوړې فوټبال لوبډله يې هم سيالي ونه کړی شي.