ظل محمد زلمی نوري

تاند- د ولسي جرګې د غړي ظل محمد زلمي نوري، چې پرون یې د میررحمان رحماني په پلویتوب په نورو وکیلانو پسې د ځینو راپورونو پر اساس چاړه او د ده په خپله وینا څټک راخیستی و، ټېلفوني مکالمه افشا شوه.

ښاغلی نوري په دې ټېلفوني مکالمه کې مقابل لوري ته، چې دی یې قوماندان بولي، وايي چې وسله وال کسان راولي«د شمالي او پنجشېر ځوانان له قوماندان ګل حیدر سره تنظیم کړئ؛ مسلح راشئ دباندې اوسئ، قومانده په لاس کې واخلئ، نن به مرو یا به یې وژنو…»

په یوه بله ټېلفوني مکالمه کې یو څوک، چې نوم یې نه دی څرګند نوري ستايي او ورته وايي چې شهامت او مېړانه یې ثابته کړه.

دا کس نوري ته ډاډ ورکړی چې ډېر وسله وال یې راوستي دي او بشپړه وسله واله تیاري یې نیولي ده او تر مرګه ورته ولاړ دي.

د ولسي جرګې د مشرتابه پر سر جنجال د شنبې په ورځ هغه مهال رامنځته شو چې د جرګې موقت مشر بې له دې چې میررحمان رحماني پنځوس جمع یو رایې وګټي، نوموړی د جرګې د رييس په توګه اعلان کړ.

دې مسلې د نورو وکیلانو، په تېره بیا د رحماني په وړاندې د کاندید جمال ناصر اصولي اعتراض وپاراوه.

دواړو خواوو پرون پنځه – پنځه تنه وټاکل چې له پنځو بې پرې وکیلانو سره یوځای پرېکړه وکړي خو نن بې پرې وکیلانو وویل چې د دوی خبرو ته یوه خوا هم غوږ نه ږدي.

په همدې حال کې یو شمېر وکیلانو هڅه پیل کړې چې ۱۲۶ لاسلیکونه ټول کړي او له سره د ریاست د چوکۍ لپاره رایې واخلي.

2 thoughts on “د رحماني پلویانو خپل وسله وال ولسي جرګې ته وروبلل”
  1. د افغانستان امنیتي ارګانونه ، خصوصا ملي امنیت ریاست دنده او مکلفیت لري چې د هرډول اغتشاش او د رحماني له خوا د احتمالي کودتا په مقابل کې ويښ او فعال اوسي.
    د وکیلانو امنیت او ترڅنګ یې د ملکي خلکو د ژوند ساتل باید له پامه ونه غوځول شي. د کابل ښار کې د لڼدغرو او مشکوکو کسانو تګ راتګ او تجمع باید وڅارل شي.
    د ولسي جرګې د روان بحران د پای ته رسېدو لپاره تر ټولو ښه لار د مخکېنیو رایو باطلول او پرځای یې نورو کاندیدانو ته رایه ورکول دي.

  2. دغه ټېلفوني مکالمه ، د یونس قانونی تلیفونی مکالمه چه د ښاغلی اتمر په باره کی یی کړی وه او دغو مکالمو ته ورته نوری ډیری مکالمی او
    ډرامی دوی په دی خاطر کوی چه غواړی پښتانه په دغو چلونو او مهارتونو سره تیر باسی او یا یی وغولوی او یا د دوی په نظر پښتانه و ډار کړی

    په دری او فارسی کی دغه مکالمو ته کله کشک وای او دوی غواړی په دغه کله کشکونو خلک و ډار کړی

    دغه د کله کشک لغات الحمدلله په پښتو ژبه او پښتنو کی هیڅ وجود نلری او نه په دغه کله کشک پښتانه پوهیږی او نه به یی وکړی ځکه د پښتون په قانون کی مخامخ خبره ده، د پښتون په قانون کی مخامخ تګ او مخامخ هڅه ده

    خو زه یوه خبره قوماندان ګل حیدر ته کووم چه ولی ستا نوم دغه خلک په هرځای کی استعمالوی، آیا ته په دی پوهیږی چه دغه خلک ستا سره ظلم نه کوی؟ آیا ستا ماشومان او ټوله کورنی سبا ورځ دغه خلک د خطر سره نه مخامخ کوی؟ آیا حالات خو به تل د وس یا حال په شان نه وی که چیرته حالات نور هم خراب شی نو ته او ستا کورنی به آیا په آمن کی پاتی شی؟

    دغه خلک غواړی چه دیو قام او ولس سره سبا ورځ تا په یو لوی غم او مصیبت کی ککړ کړی، دغه خلک وپوهوه چه ستا دنوم څخه داسی
    استفاده ونکړی چه سبا ستا او ستا کورنی ته خطر پیداکوی، دوی خو به بیا خپل ځانونه او بچیان کولاب او اروپا ته وباسی نو ته به بیا په دغه ګوډه او پلاستیکی خپه چیرته تښتی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *