یادونه :

ما د (پښتومتون سمېدل غواړي) کتاب لومړی ټوک دوه کاله دمخه خپور کړ. په دوهم ټوک کي مي غوښتل په پښتونخوا کي خپروسوو متونو ته کره کتنه وکاندم. د دغه مقصدله پاره مي یولړخورې ورې مقالې پخوالیکلي دي چي د کتاب په شکل ترکمپوز وړاندي ئې غواړم له لوستونکوسره ئې شریکي کړم. هیله ده درانه لوستونکي ئې دلوستلوتکلیف پرځان ومني.که د لوستلوپرڅنگ خپل نظر هم راسره شریک کاندي، نو داخوبه بیا د زوی زېری به وي. (م. هوتک

——————————

د رحمان بابادېوان دغه چاپ د میا سید رسول رسا له دیباچې سره د یونیورسټي بُک ایجنسۍ له خواپه ۱۳۹۶ هـ = ۱۹۷۶ع کال خپورسوی دئ اونوم ئې دکتاب پر وقایه باندي (دعبدالرحمن بابا دیوان ــ سره د دیباچې میان سیدرسول رسا) لیکلی دئ خوددیوان دسرپرپاڼه ئې کښلي دي” دیوان دعبدالرحمن ــ صحیح کړي اوپه رسم خط برابر کړي له میان صاحب سیّدرسول رسا”. دديوان په پیل کي د” پښتنو زبرګ شاعر” ترسرلیک لاندي ۶۴ مخه سریزه راغلې ده چي دارواښاد میا سیدرسول رسا په قلم لیکل سوې ده اودکاتب (خطاط) نوم ئې د سریزي په پای کي” لطف الله سوریزی ” لیکلی دئ.

Hotakورپسې متن راځي چي په دوو دفترونوکي ځای سوی دئ. اول دفترئې پر ۱۱۱ مخ پای ته رسېدلی اودوهم ئې ۱۴۸ مخه دئ. ټول دېوان له دیباچې پرته ۲۵۹ مخه لري. متن ئې درحمان بابا ددېوان دهغي چاپي نسخې فوټوکاپي ده چي انگرېزختیځپوه پادري هیوز (۱۸۳۸ ــ ۱۹۱۱ ع) داشنغردتنگي دمولوي احمدپه تصحیح خپره کړې وه اومائې د(پښتومتون سمېدل غواړي) دلومړي ټوک په ۱۷۴ مخ کي یادونه کړې ده. زمادهمدې کتاب دلیکني مقصدخودمتن کره کتنه ده خوځای ځای مجبوره کېږم چي دسریزواو نوروحواشیوپه باب هم خپل نظربیان کاندم.په دیباچه کي د سیدرسول رسا خپلي خبري په دې باب داسي دي : (له دېباچې څخه دنقل قولونوپه رااخیستلوکي دي لوستونکي ماوبخښي چي دپښتونخواپه لیکدود کي دمروجي پرتې یاء پرځای مي (ې) لیکلې ده. دغه رازپرته یاء زه پخپل کمپیوټرکي نه لرم. هوتک )” داموجوده دیوان چه مونږئې ددې دیباچې سره قارئینوته پیش کوُو دپادري هیوز نسخه ده ــ اومولوی احمدچه دهشتنګر دتنګی اوسیدونکی وُه ددې نسخې تصحیح کړې ده. دازماسره ددیوانِ رحمان یوه زړه نسخه پرته وه ــ چه پادری هیوزدنن نه څه کم زیات شپږشلې کاله وړاندې په سرکاری مطبع کښې چاپ کړې ده. په دې نسخه کښې هم لکه درحمان بابا ددیوان دنورونسخوڅه لږې ډیرې غلطئ شته. خوددې نسخې خط دومره ښکلی دی چه میان فضل منان صاحب پبلشر داغوره اوګنړله چه ددې نسخې فوټوواخستلې شی اوهم په دغه خط کښې درحمان بابادیوان چاپ کړی شی. په دې کښې به دوه فائدې وی یوه داچه دپښتوله دې قسمه ښکلی خط به محفوظ شی اوبله داچه دژبې قدامت به هم په ځائ پاتې شی. فرض کړی چي دانسخه کاتب لیکلې وی نوکاتب به ورکښې حسب عادت دخپلې قبائیلی ژبې په مناسبت سره دلب لهجې تصرف کولو. اودغه شان دژبې قدامت به په ځائ نه وی پاتې شوی. په دې موجوده نسخه کښې مولوی احمددخپلې هشتنګردژبې په مناسبت سره څه تصرف کړی دی هغه خوقائم دی خوبیاهم ددې نسخې ژبه دمومندوقبیلې ژبه ده ـ یعنی درحمان باباژبه ده …” ( ۱۷ مخ)

اقتباس راڅخه اوږدسو، خوزه دمطلب ټکي پکښې لرم.

اول داچي د پادري هیوز له خوادرحمان بابادېوان په ۱۸۷۷ ع کي په لاهورکي چاپ سوی دئ او فوټوکاپي ئې دمیاسیدرسول رساپه دیباچه ( زموږتربحث لاندي دېوان)په ۱۹۷۶ ع کي خپره سوې ده اوپه دې حساب ددېوان دچاپ پروخت دپادري هیوزپرچاپ نهه نوي کاله تېرېږي، نه ” څه کم زیات شپږشلي کاله”.

دوهم داچي ارواښادرسا ویلي دي چي” … په دې نسخه کي … څه لږ ډیرې غلطئ شته” اوددېوان پرلومړۍ پاڼه ئې کښلي دي چي” صحیح کړي اوپه رسم خط برابرکړي ….”، مگر نه ئې غلطۍ راښوولي دي اونه دتصحیح خواري پرځان منلې ده.

بله داخبره ډېره دحیرانتیاوړ ده چي وایي ” فرض کړی چي دانسخه کاتب لیکلې وی نوکاتب به ورکښې حسب عادت دخپلې قبائیلی ژبې په مناسبت سره دلب لهجې تصرف کولو. اودغه شان دژبې قدامت به په ځائ نه وی پاتې شوی”. دمرتب په سته والي کي دکاتب لاس دومره خلاص نه وي چي هرڅه ئې زړه وغواړي، هغه ولیکي. مرتب دکاتب په لاس لیکلی پروف لولي. ترنظرئې باسي. که غلطۍ ولري، هغه سموي. اصل خبره داده چي دپادري هیوز چاپ هو به هو بیاچاپول هم پبلشرته اسانه او ارزانه تمامېدئ او هم دمصحح اوږې په سپکېدلې. مگر په متن کي دنیمگړتیاوو پاته کېدلوئې نورو محققینوته ستونزي پرې ایښي دي.

دپادري هیوزپه چاپ کي خودپښتوالفبې یو مهم توری بالکل حذف سوی دئ. څای = ځای، ورڅي = ورځي، څکه = ځکه، څل = ځل، څبله = ځبله ، ښکنڅل = ښکنځل، څواب = ځواب او نور دغه شان کلمات ټول په (څ) لیکل سوي دي. دغه راز ئې ځای ځای د(څ) پر ځای له (س) څخه کاراخیستی دئ. (له څنگه) ئې ( له سنګه) کښلی دئ ( ۴۸ ، ۱۲۳ مخونه) . ( ږلۍ) ئې (ګلئ) لیکلي دي ( ۱۷۳ مخ). مصحح ته په کار وه چي دهیوزدچاپ دغه نیمگړتیا یا ځانگړتیا ته ئې اشاره کړې وای. دااشاره ځکه ضرور وه چي یو خو دمتنپوهني عمده اصل دئ اوبل ده پخپله په دیباچه کي له یوې استثنا پرته نورد (ځ) توری په همدې شکل سم سهي لیکلی دئ. د استثنا کلمه ئې ( مونز = مونځ، لمونځ) ده ( ۷ مخ)د(ځ) توري دحذفولو اشتها نن ورځ هم ځینو پښتنوته ور ولاړه سي، خودا کاردپښتو ژبي بېخ ورکاږي.

ددیوان په ۱۱۳ مخ کي دکاتب یوه تېروتنه سته چي ( … دمور و نیا) پر ځای ئې ( … د مور وینا) لیکلې ده. ددې تېروتني دسمېدلو هڅه هم نه ده سوې.

په ۱۶۵ مخ کي د (ښ) ردیف یوه غزل سته چي دقافیې کلمات ئې ( په هرآب کښِ، په دریاب کښِ، په داباب کښِ، … اونور) دي خوپه مقطع کي له کاتبه ورانی پېښ سوی دئ اود( په حساب کښِ) پر ځای ئې ( په حساب وي) لیکلی دئ. مرتب په دوهم چاپ ددغو تېروتنو دسمون تکلیف هم پرځان نه دئ منلی.

دمتنپوهني غوښتنه داوه چي که ئې دپادري هیوزچاپ کټ مټ کاپي کولوته نیت وای، نولږترلږه باید ددغه متن دلیکدودښوولو له پاره ئې یوجدول برابرکړی وای اوپه هغه کي په لیکدودکي راغلي توري دهغوله سم یا نني مروج شکل سره یوځای راوړي وای.

ددیباچې په (۲۰ مخ) کې کښلي دي چي ” په دې دیوان کښې یو دوه غزلونه دڅه کم زیات تصرف سره دخوشحال خان بیاموندی شی”. خو دا دوه غزلونه ئې ښوولي نه دي اولوستونکی ئې په تاریکه کي پرې ایښی دئ.

ددیباچي په دریم مخ کي ئې درحمان بابا یوبیت داسي راوړی دئ :

چه منکرپرِ اعتراض کــــــــولی نه شي

اې رحمانه! دادِ شعردی که اعجاز؟

همدا بیت په ۱۹ مخ او ۵۴ مخ کي بل ډول دئ

چه منکر پرِ اعتراض کولی نه شی

دادِ شعردی اې رحمانه ! که اعجاز

(۱۹مخ)

+++++++++++

چه منکرپرِ اعتراض کولی نه شي

دادِ شـــــــــعردي رحمانَ که اعجاز

( ۵۴ مخ)

(پردغو بدلونونوباندي ما دخپل همدې کتاب په لومړي ټوک ــ ۱۲۴مخ کي هم بحث کړی دئ. هوتک)

ان تردې چي درحمان بابا هغه ډېر مشهوربیت ئې لاهم بې لاسوهني نه دئ پرې ایښی چي وایي :

لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم

که خــــزان راباندي راشي که بهار

(۳۵ مخ)

مصحح لیکلي دي :

لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم

گاه خـــــــزان راباندِ راشی گاه بهار

(دیباچه ــ ۴۶ مخ )

درحمان بابا دې لاندي بیت هم لاس خوړلی دئ :

خوشحالا او دولتا مې غلامان دی

زه رحمان په خپله ژبه عالمګیریم

( ۱۹ مخ)

++++++++++++

سمه بڼه ئې داسي ده :

خوشحالا و دولتا مِ غــــــلامان دي

زه رحمان په پښتوژبه عالم ګیریم

( ۷۵ مخ)

درحمان بابا ددغه لاندي بیت په باب هم زماسره څه ملاحظات سته .

بې دِستاله زیبامخَِ وبل مخ تـــه

منتظردیوې ستني ترسُم نه یم

( ۷۵ مخ)

ددې غزلي نوري قافیې ( یودم نه یم، حرم نه یم، اِرم نه یم، عالَم نه یم، دویم نه یم، آدم نه یم، گرم نه یم، سم نه یم، خم نه یم، بې شکم نه یم ). په ټولوقافیوکي د( میم) ماقبل ( مخکنی) توری مفتوح دئ، یعني زوَر لري. خوپه دغه بیت کي دمیم مخکنی توری (س) پېښ لري اوشعرئې عیبجن کړی دئ. ددغه عیب توقع له رحمانه نسي کېدلای. زه په یقین سره ویلای سم چي داکلمه (سپم) ده. (منتظردیوې ستني تر سپم نه یم). سپم دستني سوري ته وایي( وگ : لس زره پښتولغتونه ــ ۴۴۹ مخ). په دې ډول دغزلي عیب هم ورک سو. دمتن دمرتب وظیفه هم همداده چي متن په حقیقي ډول ثبت کاندي.

ددغه دیوان په دیباچه کي دخوند و شخوند دواړو خبري سته. داچي د هنري جورج راورټي (۱۸۲۵ ــ ۱۹۰۶ع) ځیني حکمونه ئې ورسم کړي دي، دستایني وړ دي. راورټي لیکلي دي چي ” رحمان غوریاخېل وو چي دمومندویوشاخ دی”. سیدرسول رسا داخبره سمه کړې ده اوکښلي ئې دي چي رحمان مومند وو. مومند دغوریخیلو یوښاخ دئ ( ۱۰ مخ).

ماچي دپخوانیوپښتومتونودکره کتني کارپسې رااخیستی دئ، نو مجبوریم چي پرداسي دیوانونو هم وږغېږم چي دهغوترچاپ راوروسته دهغوی نیمگړي اړخونه زموږدمشرانومحققینوله خواتر یوې اندازې سم سوي دي. اودادئ په دې لړکي مي پردغه دېوان باندي دهغه ترچاپ ۳۸ کاله وروسته څه ولیکل. دپښتودغه خواخوږي اوس دژوندپرمېنه نسته چي دادیوان ئې خپورکړی دئ. پاک خدای دي هغوی غریق رحمت وگرځوي. زموږ هم په دوی پسي دغه لار ده.

په دیباچه کي یوه بله خبره چي په متنپوهنه اړه نه لري، خویادونه ئې بې گټي نه ده. ددیباچي لیکوال درحمان بابا داوچت انساني و ادبي مقام دبیان په ترڅ کي وایي ” … لکه چه اقبال دمارکس متعلق ویلي دي :

نیست پیغمبرولی دارد کتاب

نوزه هم درحمان بابا متعلق دوئیلوجرأت کوم چي هغه … پیغمبرنه وُو خوصاحبِ کتاب ضرور وو اودهغه کتاب دهغه رحمانی دیوان دی چي دپښتوپه ادب کښې یوډیراوچت اومنفردمقام لري”( ۳۸ مخ).

درحمان بابا متعلق خوداخبري پرځای دي خو پورتنۍ مصرع چي ئې په علامه اقبال (۱۸۷۷ ــ ۱۹۳۸ع) پوري تړلې ده، تېروتنه ده. دامصرع دفارسي ژبي دشاعر نورالدین عبدالرحمن جامي (۱۴۱۴ ــ ۱۴۹۲ ع) ده چي دمولاناجلال الدین بلخي (۱۲۰۷ ــ ۱۲۷۳ع) په وصف کي ئې ویلې ده. بشپړبیت داسي دئ :

من چه گویم وصف آن عالیجناب

نیست پیغمـــــــبرولی داردکتاب

علامه اقبال لاهوري چي دکارل مارکس (۱۸۱۸ ــ ۱۸۸۳ع) داشتراکیت په ذم کي کوم شعر ویلی دئ دهغه اول بند داسي دئ :

صاحب ســـرمایه (۱) ازنســل خلیل

یعنی آن پیغـــــــــــــــمبربی جبرئیل

زانکه حــــق وباطلِ اومضمراست

قلب او مؤمن دمــاغش کافراست

غربیان گم کـــــــــــرده اندافلاک را

درشکــــــــــــــــم جویندجان پاک را

رنگ وبوازتن نگیردجـــــــان پاک

جـُـــــــــزبه تن کاری ندارداشتراک

دینِ آن پیغمبرحـــــــــــــــق ناشناس

برمساوات شکــــــــــم دارداساس

تااُخُوت رامـــــــــقام اندر دل است

بیخ او در دل نه، درآب وگِل است

الخ

(جاویدنامه ــ ص ۶۴ ، کلیات اقبال چاپ ۱۹۹۰ع)

(۱)سرمایه (The Capital) دکارل مارکس مهم اثردئ.

One thought on “د رحمان بابا دېوان (د سیدرسول رسا) استاد هوتک”
  1. استاد محترم سلام
    په سيمه ايزه توګه ډير خلک ځ ته څ وايي او ح ته خ په تيره بيا ځينې کوچيان هم ځانته لهجې لري او له بلې خوا په هجا کې هم ستونزې شته چې ډير کار غواړي ځکه له هجا سر جوخت د املا خبره هم تړلې ده کيداى چې تا هم حتى په ډيرو ويپ پاڼو کې ځينې کسان چې د ليکنو او ژورناليستي لاپې شاپې وهي دغه غلطي تر ستر ګو کړي وي.ستا ليکنه په زړه پورې ټکي لري چې د لوستونکو لپاره ستره ذخيره ده. زه فکر کوم چې د سپم کليمه دلته ځا ى نه لري چې علتونه ېې ډير زيات دي سره له دې چې د سپم کليمې معنا د ستنې سوري بلل کيږي با عرض معذرت
    مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *