کلونه مخکې په هلمند کې ددې بدې ورځې ،جګړې او ناوړه دودونو دلږولو او نه کولو دپوهاوي په موخه د ډرامې په هنري او خوږه ژبه دډرامو يوه لړۍ له مرکز کابل څخه را پيل سوه لکه څرنګه چې دا ډرامه په ځانګړي ډول دهلمند لپاره جوړېده نو اړتيا پيدا سوه چې بايد دهلمند ليکوال يې وليکي دسيمي ليکوالو ته دسيمې انځور، کلتور ، کړه وړه ،دخبرو ډول او داسې نور له نورو ښه مالوم وو، څو کسان يې دعوت کړو چې په دې ډله ليکوالو کې رحمت الله افضلي هم وو تر ازموينې وروسته مالومه سوه چې ښه ليکوالي کولای سي، زما او دده پيژندګلوي همدلته پيدا سوه ، زه لا په سباوون راډيو کې نه ووم چې افضلي صيب په دې رښتيني چوپړ کې ښې ډيرې خولې تويې کړې وې ، دعبدالصمد روحاني له شهادت وروسته دهغه فقیر خپرونه ( دستورو کاروان) په ډيره ميړانه او په لوړکيفيت ده وچلوله چې دادب او کلتور مينه والو ته يې په رښتيا ،رسونه وکړه چي له اغېز څخه يې سترګې نه سي پټېدلای ښاغلي رحمت الله افضلي ددې وطن اړتيا ته په کتو پريمانه زده کړي کړي ، لومړنۍ زده کړې يې په محمد کمال ښوونځي کې کړي بيا يې وروسته منځنۍ او دليسې دکچې زده کړې د وردګو ولايت په غازي محمد جان خان عالي ليسه کې کړي ، اوبيا يې په دې زده کړه تنده نه ده ماته سوې دکانکور دازموينې له لارې ننګرهار ته رسېدلی ، هلته يې د دژبو او ادبياتود پوهنځي پښتو څانګه لوستلې بيا هم کرار نه دی کښې نستئ دماسټرۍ لپاره يې مټې راپيډ وهلې او انګيزه يې خپره کړه چې نور بايد ټول ليسانس تر ماسټرۍ ځانونه ورسوي ،ماسټري يې په افغان امريکايي پوهنتون کې دتعليم او تربيې په برخه کې کړې .دی په دې باور دی چې تر ټولو لمړی مو بايد ښوونکي انتهايي په نوو ميتودونو سمبال سي تر څو چې نوې طريقې تر لاسه نه کړي اغيزمن ښوونکي نه سي ورڅخه جوړيدای ،ده د همدې موخې لپاره يو ځل بيا مټې راټولې کړې او ماليزيا ته يې دتلو نيت وکړ له نيت سره يې سفر پيل کړ او په رښتيا يې دښوونکي والي نوي ميتودونه تر لاسه کړه او هيواد ته يې له ځان سره راوړل همدا اوس اوس دهمدې طريقو او لارو په رڼا کې دهلمند په عالي دارالمعلمين کې داستادۍ ډيره پاکه او سپيڅلې دنده تر سره کوي له دې سره جوخت دټولنيزو سازمانونو په برخه کې دهلمند ولايت دمقام دسلاکار په حيث هم دنده تر سره کوي ددې دندو ور ها خوا يې په اراکوزيا او وادي هلمند دلوړو زده کړو په موسيسو کې هم دنده تر سره کړې او همدا راز يې په ګڼو نورو ښوونيزو او روزنيزو سيمينارونو کې برخه اخستې ده.
بدلون اوونيزه/لومړی کال/ ۴۹مه ګڼه/چهارشنبه/ تله/۲۹/ ۱۳۹۴