نیویارک ټايمز ورځپاڼې د جنورۍ د ۱۶ نېټې په ګڼه کې د ملي امنیت لوی ریاست ته د نوماند رحمت اللّه نبیل په اړه مقاله لیکلې چې ځینې ضرورې ټکي به يې له تاسو سره شریکوم.
ورځپاڼې لیکلې؛
نبیل په کوچنیوالې کې خپل پلار له لاسه ورکړ او د خپل تره په کور کې لوې شو. خو د دې لپاره چې د وخت شوروي اتحاد ته د زده کړو لپاره و نه لیږدول شي، نوموړې له خپلې مور سره پاکستان ته ولاړ. هغه د خپل سخت ژوند نکلونه په کراتو کړي او ویلي” مور مي په لاس ګڼډل کول څو زه د انجینري زده کړي وکړم.”
نوموړي د زده کړو له تر سره کولو وروسته د افغانستان په مشرقي ولایتونو کې د مهاجرو خیریې موسسې سره دنده ترسره کړه، او د همدې دندې له برکته یې وکولای شو چې ملګرو ملتونو ته لاره پرانیزي او هلته دنده ترلاسه کړي.
له ملګرو ملتونو سره له څه مودې دندې ترسره کولو وروسته نوموړې په ملګرو ملتونو کې د ځینو دوستانو لخوا پخواني ولسمشر کرزي ته وروپیژندل شو چې د کرزي لخوا د ارګ د ساتونکو ګارډ مشرې ورپه غاړه کړلای شوه.
کله چې د ملي امنیت لوی ریاست رییس د ولسمشر کرزي لخوا وشړل شو، نو نبیل د دې ریاست سرپرستي پر غاړه واخیستله. موده وروسته، اسداللّه خالد د دې لوی ریاست مشر ونومول شو، نو نبیل په نوموړي ریاست کې خپلې دندې ته دوام ورکړ. خو لرې نه وه چې اسداللّه خالد ټپې شو او د نوموړي ریاست چارې د دوهم ځل لپاره د رحمت اللّه نبیل پر اوږه پریوتې. او اوسمهال نوموړی د ملي امنیت لوی ریاست ته نوماند دی.
نیویارک ټایمز زیاتوي، د ملي امنیت مخکني رییس او اسداللّه خالد د بندیانو د شکنجو لپاره خاص ځایونه او لارو څخه کار اخیست. خو برعکس نبیل بیا د سړې سینې څښتن دی، د بشري حقونو په سرغړونو تورن نه دی او له استخباراتې شیوو څخه په استفادې له بندیانو څخه استخباراتې مالومات تر لاسه کوي. او دا د دې لامل شوی چې د ملګرو ملتونو د شکنجه ورکوونکو مشرانو په نوملړ کې د ښاغلې نبیل نوم ندی لیکل شوي.
همدا ډول نیویارک ټایم ټاکنیزو لانجو ته هم اشاره کړې او لیکلي؛ د ټاکنو په درشل کې نبیل بې طرفي پلې کړه او کله یې هم د کوم لوري لپاره کار او یا یې په اړه نظر ندی ورکړی، بر عکس هغه تل دا ټینګار کړی چې امنیتي او استخباراتي ادارې باید سیاسې پولیس نه اوسې. او همدا لامل شو چې د ولسمشر غني په اداره کې نوموړی لومړنی کس دی چې د ولسمشر کرزي د دور سرپرست د ملې امنیت لوی ریاست ته د دواړو مشرانو لخوا په ګډ اتفاق سره ونومول شي.
د پاکستان پر وړاندي د ښاغلي نبیل دریځ ته هم نیویارک ټایمز اشاره کړې او لیکلي؛ میسود (د پاکستانې طالبانو بیت اللّه میسود) له ډلې پوري تړلې کوم کس دي ، چې نیویارک ټایمز د دي کس په هکله نور څه ندي لیکلې، خو په اغلب ګمان د بیت اللّه میسود ورور ته اشاره ده، چې د افغانستان په خاور کې د امریکایانو لخوا نیول شوي وو) چې د افغانستان سر سختې دښمن وو، نبیل وکړلاي شو چې هغه د افغانستان په ګټه د استخباراتې مالوماتو منبع وګرځوي او د پاکستان پر ضد یې وکاروي. د دوی دا تارونه د سي آی اې نه هم پټ غځېدلی وو، خو کله چې سي آی اې خبره شو میسود یې د افغانستان په خاور کې په هغه کاروان کې ونیوه چې میسود یې په پټ ډول کابل ته لیږداوه او هغه یې پاکستان ته وسپاره.
د دې په اړه ښاغلی نبیل زیاتوي؛ ” امریکایان په کراتو د پیښې په اړه ماته راغلل او پوښتنه یې کوله، خو ما ورته وویل د نورو هیوادونو د استخباراتې ډلو په شان موږ هم دا حق لرو چې په ازاده ډول استخباراتي مالوماتو سرچینه او لاس رسی ولرو. “
نیویارک ټایمز د ښاغلې نبیل دغې کړنې په اړه خپل نظر لیکې، او وایې چې، ” د نبیل دا کړنه ښایې د پاکستان استخباراتې اداري ته اشاره وي، چې که تاسو زمونږه پر خلاف عمل کوي، مونږ هم داسې کولاي شو!!!”
د افغانستان اوسنۍ استخباراتي ادارې د جوړښت په اړه هم نیویارک ټایمز د ښاغلې نبیل نظر اخیستی، او لیکلي یې دي؛ نبیل د اوسنۍ استخباراتي ادارې جوړښت د پخوانۍ روسیې د کې جې بې لخوا روزل شوي خلک او د مجاهدینو لخوا ځای پر ځای شوی خلکو له ترکیبه دا اداره جوړه شوې، خو نبیل غواړي د دې اداری جوړښت تر غور لاندي ونیسي او هغه ځوانان چې د ملګرو ملتونو سره کار کوي او د کمپیوټر مهارت لری، همداشان ټول هغه مسلکي کسان چې اروپا او امریکا کې یې لوړې زده کړې کړي، ښکلې لباس اغوندي او نرۍ نکټائي تړي پر دندو وګوماري. تر څو نوموړي اداره د تجربه کارو اشخاصو لخوا اداره شې.
ښاغلې نبیل په تیرو وختونو کې د طالبانو له ځوره هم په امان ندی پاتې، او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې دوه ځلي د امر بالمعروف نهي عن منکر ادارې لخوا د لڼډې ږیري درلودلو په خاطر وهل شوی دی.
