پر حکومت او ولسمشر دومره نیوکې نا انصافي ده ـ سراسر زیاتی دی، ظلم دی، د حکومت چې څه په وس کې دي، هغه یې ترسره کړي، ترسره کوي یې… چې بنده پخپل وس پړ دی…

حکومت لګیا دی، ډزا ډز پلاوي، کمېسیونونه جوړوي ـ د پلټنو حکم ورکوي ـ ځانمرګي بریدونه غندي، د تعزیت پیغامونه ورکوي، خواخوږي څرګندوي ـ له اداري فساد سر ټکوي، په غندنه یې واټونو کې لویې لوحې لګولې، په رسنیو کې یې پرضد په مبارزه لګیا دي…

له اداري فساد سره یې د مبارزې ګڼې ادارې جوړې کړې ـ د چارو د پرمختګ لپاره یې د یوې پرځای څو ادارې رامنځته کړي، چې دغه ادارې کار نشي کړای د ولسمشر څه ګنا…؟ د حکومت څه پړه…؟ تاسې وګورئ د تعزیت او غندنې څومره پیغامونه چې ولسمشر ورکړي د افغانستان په تاریخ کې څه چې د نړۍ په تاریخ کې یې بېلګه نشي موندل کېدای…

ولسمشر کله هم د کومې ناقانونۍ پر وړاندې پټه خوله نه دی پاتې شوی ـ داسې بمي او ځانمرګی به نه وي شوی چې ولسمشر غندلی نه وي ـ یواځې د طالبانو او وسله والو مخالفانو د بریدونو غندنه، چې د ناټو ایساف بمباري، چاپې او د شپې عملیات یې هم په ټینګه غندلي ان چې د ناټو له قوماندانانو سره یې خپړې هم لګولې دي…

څوک دې د طالبانو حاکمیت سیمو کې پر هغوی داسې کومه نیوکه وکړي ـ بچک مې نه دی چې له دغسې انتقادونو پر یوه هم خوله چوله کړای شي ـ که نه د وخته به یې توت ته خېژولی وای.

ولسمشر ټانګونه، د لکونو په شمېر پوځ او پولیس لري، خو دده حکومت چې د بیان کومه ازادي ورکړې د افغانستان په تاریخ کې څه چې د پخواني شوروي اتحاد، عراق او لیبیا په تاریخ کې ساری نشي موندل کېدای.

ولسمشر په یوه سر په څو جبهو کې په سړه او توده جګړه لګیا دی ـ یواځې طالبان او وسله وال مخالفان نه دي، له امریکا، ناټو، نیویارک ټایمز، واشنګټن پوسټ ټولو سره په مقابله بوخت دی…. اتل دی، قهرمان دی، چې د سیمې او نړۍ توطئې یو په بل پسې شنډوي او ګټورو هغو ته د بري زمینه برابروي.

دا اوس اوس یې قطر کې یوه توطئه شنډه کړه ـ د افغانستان د وېش مخه یې ډب کړه. دا څه وړه دسیسه نه وه، امریکا، پاکستان او طالبانو په ګډه جوړه کړې وه ـ تاسې او خدای د امریکا دسیسه چا شنډه کړې؟ د امریکا دسیسې پخواني شوروي اتحاد، وینزویلا او کیوبا نشوای شنډولې، خو ده له کابله له کلابند ارګ شنډه کړه…

که خدای مکړه ولسمشر دغه توطئه نه وای شنډه کړې افغانستان له لاسه وتلی و، که افغانستان له لاسه نه وای وتلی او باور دی، چې نشوای وتلی، ارګ د ښاغلي کرزي ګورت کې نشوای پاتېدای.

کله د ارګ له لاسه وتل د افغانستان له لاسه وتلو سره په یوه کاڼي تلل کېږي ـ که څه هم دغسې تول انصاف نه دی، خو ځمکنی واقعیت همدا دی چې ارګ ته ښایي د افغانستان په سترګه وکتل شي…

له یوې مودې ځینو ارګ د افغانستان کچې ته لوړ کړی، که افغانستان یې د ارګ کچې ته ټیټ او راټول کړی دی ـ د ځمکې تناوونه یې دومره را لنډ کړي چې ارګ یې د افغانستان په څټ سپور کړی دی ـ چې اوس نړۍ هم یو کلی ګرځېدلی، امریکا لګیا ده ځانته نړیوال کلی جوړوي ـ چې یو کلی یو غږ رامنځته کړي، خو موږ ناشکره نا سیاسته یوو ـ چې په دغسې یوه خواخوږي حکومت کبر کوو ـ  د منننې سرونه نه ورته ټیټوو او په مخالفت او دښمنۍ یې درېدلي یوو ـ ناشکري لویه ګنا ده ـ

موږ باید نور له دې ګنا خپلې غاړې خلاصې کړو او دغسې یو ګنا چې له کبائرو څخه ده او موږ قصداً نه بلکې له ناپوهۍ او نا پامۍ هغې کې ډوب یوو، کفاره ورکړو ـ ددې کفاره داده چې په ګډه پر نړیواله ټولنه غږ وکړو، چې موږ د دغه حکومت او ولسمشر د رحمت له سیوري بې برخې نکړي.

 له محور ورځپاڼې په مننې.‍

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *