ورور مې برکت الله فیضي، له دولسم ټولګي فارغ شوی. کورنۍ یې ترې وغوښتل چې د طب په یوه برخه کې لوړې زده کړې ترسره کړي ځکه چې نوموړي دښوونځۍ د ازموینو په ترڅ کېد ساینس اړوند برخه کې ډیرې نمرې ترلاسه کړي. مانا یې دا وه چې نوموړي ساینس ډير مطالعه کړی دی. کله چې له ده پوښتنه وشوه، چې ته په کومه برخه کې د لوړو زده کړو ترلاسه کولو علاقه لرې؟ ښاغلي برکت الله ورته په ځواب کې وویل:((غوښتل مې چې په ساینس کې لا ډيره مطالعه وکړم خو اوس مې زړه ډیر غواړي، چې ټولنیز علوم، په ځانګړي توګه ژورنالېزم ولولم. ځکه چې د رسنیو معلوماتو او خپرونو دې ته وهڅولم، چې خپلې لوړې زده کړې په ژورنالیزم کې ترسره کړم)).
داسې معلومه شوه، چې رسنۍ د خلکو او په ځانګړي توګه د ځوانانو کنګل ذهنونو ته بدلون ورکولای شي. رسنۍ خلکو ته بې پري او خپلواک معلومات وړندې کوي، چې د ټولنیز شعور په لوړولو کې خورا اغېزمن رول لري. اوس نو د رسنیو چلوونکو ته په کار ده، چې تولیدات او خدمات په داسې توګه ترتیب او وړاندې کړي، چې د مارکېټ د اړتیا مطابق وي. معلومات او پيغامونه یې باید په څو اړخیزه توګه اغیزمن وي. د خلکو او ځوانانو په بدلون کې یې باید ټولنیزې ښېګڼې او نېکمرغۍ نښغتي وي. د رسنیو خپرونې باید د ټولنو د اړتیاوو پر بنیاد چمتو شي، نه د ادارې په خوښه. ترڅو په ټولنه کې رښتنی بدلون راوستل شي.
د رسنیو چلوونکو ادارو ته په کار ده،چې ډیرۍ خپرونې د تحقیقاتو د پایلو پربنیاد چمتو کړي. د خپرونو ډیری برخه یې باید د ټولنې د حالتو ښکارندوی وي. د ټولنې وګړي، له رسنیو څه غواړي؟ رسنۍ عامو خلکو ته څه ګټې رسولی شي؟ رسنۍ د خلکو د غږ او غوښتنو په رسولو کې څه رول لري؟ رسنۍ د عامو خلکو د خدمتونو لپاره څومره ګټورې دي؟ د رسنیو بدلون باید څخه ډول ټولنیز پرمختګ ته وده وکړي؟ دغو او ورته پوښتنو ته په ځواب سره باید د رسنیو فعالیتونه او اهداف تعقیب شي.
پای
۱۳۹۵/۱۱/۲