تاند- په داسي حال کې چې یو شمېر کورنۍ رسنۍ او د هغوی په پیروۍ لوېدیځې ورځپاڼې وايي چې د حکمتیار اسلامی حزب د سولې له پروسې لاس اخیستي او له ده سره د پخلاینې بهیر ناکام شوی دی، د حزب اسلامي سرچینې دا خبرونه په کلکه ردوي.
د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر امین کریم نن /سې شنبه/ وویل چې د افغانستان له حکومت سره د اسلامي حزب د سولې په پروسه کې کومه ستونزه نه ده پېښه شوې.
ده وویل چې حزب اسلامي پر خپلو کړو ژمنو ولاړ دی او کوم تغییر یې پکې نه دی راوړی.
د کابل یو شمېر رسنیو، چې تل مخکې تر مخکې له حزب اسلامي او طالبانو سره پر احتمالي سوله او پخلاینه اندېښنه ښيي، ویلي چې حزب اسلامي نوي شرطونه ایښي او یا د افغانستان حکومت له دغه ګونده غوښتي چې لومړی باید په هیواد کې د بهرنیانو حضور ومني.
د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون نن /سې شنبه/ ازادي راډیو ته وویل دواړه لورې د دغه بهیر بریالیتوب ته هیله من دي.
ده په عین حال کې یادونه وکړه چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د دواړو خواوو ترمنځ د چمتو شوي مسودې د ځینو برخو وضاحت غوښتی و چې د سولې عالي شورا ورکړ او د حزب قناعت حاصل شو.
اوچقون د حزب اسلامي له لوري د نویو شرطونو اېښودل او د دې پروسې ګډوډېدل، تشې اوازې وبللې.
د حکمتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار هم د خپل ګوند له لوري د نویو شرطونو وضع کېدا رد کړه، ویې ویل چې د حزب اسلامي نه کوم ویاند او نه هم مشر په دې اړه کومه اعلامیه خپره کړې ده.
رسنیو او ځینو کړیو وروسته له دې د حزب اسلامي او حکومت د سولې پر پروسې شکونه ښکاره کړل چې د حقپال په مستعار نوم د حزب اسلامي د شهادت جریدې د ځینو کړیو له لوري له سولې سره مخالفت ته اشارې وکړې.
یو شمېر لویدیځو ورځپاڼو هم د افغان رسنیو تر اغېز لاندې د حزب او حکومت ترمنځ د سولې د پروسې د ګډودېدو په اړه راپورونه خپاره کړل.
په دې اړه لومړنی راپور اسوشیتید پریس خبري اژانس خپور کړ.(تفصیل) خو ارګ دا راپور رد کړ.(تفصیل)
په همدې حال کې (لانګ وار ژورنال) خپرونې نن لیکلي چې د حکمتیار اسلامي حزب د سولې له پیل کړې پروسې ووت.
دا خپرونه وايي، حکمتیار د جون په ۲۷ مه وروسته له دې د سولې خبرې ودرولې چې ادعا یې وکړه، د افغانستان د ملي یووالي حکومت د ولس له ملاتړه برخمن نه دی. دې خپرونې همداراز د حکمتیار له قوله لیکلي چې اوسنی حکومت دې منحل شي.
د کابل طلوع تلویزیون نن وویل، یو شمېر منقدانو پر حکمتیار د دې په خاطر نیوکې وکړې چې د ملي یووالي له حکومت سره یې د سولې موافقه رد کړې ده.
دغه تلویزیون د حکمتیار له قوله ادعا کړې چې د افغانستان له اسلامي حکومت سره خبرې کوي، نه د ملي یووالي له اوسني حکومت سره.
دغه تلویزیون د یو شمېر منقدانو نومونه یاد کړي خو د هغوی په خبرو کې نه یوازې حکمتیار غندل شوی نه دی بلکې پر دې ادعا شک شوی چې حکمتیار دې دا ډول خبرې کړي وي.
طلوع تلویزیون په خپله انګلیسي ویبپاڼه کې د اقبال صافي څرګندونې رااخیستي. نوموړی وايي:«تر کومه ځایه چې زه خبر یم. د سولې خبرې دوام لري او دواړه خواوې ورته خوشبینه دي. زه دا نه شم منلی چې حکمتیار ته منسوب کړای شوي څرګندونې دې د هغه وي.»
دهیواد دشمنان نه غواړی چه سوله راشی ځکه ددوی ګتی په خطر کی دی داسی کړی اوجود لری چه نه غواړی حکمتیار کابل ته راشی ځکه ددوی ګتی ته تاوان دی اوس دحزب اسلامی پوری اړه لری چه دسولی خبری دبریا لور ته ورسوی. سادات
ځمونږ ګرانو مشرانو د خدای لپاره نوری ټوقی او تا ویلی او ما ویلی پریږدی، وطن په سور اور کی سوځی، دسولی لپاره ریښتینی مبارزه اوهوډ وکړی، زه دښاغلی اشرف غنی، ښاغلی عبدالله، ښاغلی حکمتیار، ښاغلی سیاف اوښاغلی اتمر څخه غواړم، چه د ضد، سیالۍ، اوهاغه دغه خبری پریږدی، سوله وکړی په سوله کی د وطن خیر دی، که نه نو نور هم ورکیږو اوهم پوپناه کیږو
دخدای په امان
اولس ته د حزب اسلامی مراجعه د ټولو مشکلاتو حل ده
سوله لومړی د خدای (ج) او بیا د خدایتعالی د رسول الله (ص) خوښه ده ، ور پسې سوله د ټولو افغانانو هیله ده ، حکمتیار یو سوچه معقول مسلمان افغان او ددې خاورې د آزادۍ له پاره د (۴۷ ) کلنې مبارزي یو اصیل میراث خور مبارز او د اغیارو د سترګو خار دئ . نوموړی سوله غواړي ، خو کورني او بهرني اغیار یې نه غواړي ، هڅه یې داده چې د سولې ټوله نقشه ور ګډه وډه کړي . خو اوس یې له وس څخه وتلې ده . ځکه حکمتیار او سوله ډېر وړاندې تللي ، او د سولې دښمنان او مافیایي بانډونه ډېر وروسته پاتې دي . دوی وېره لري چې نن وي که سبا دوی او ددوی ګټې ، څوکۍ او ټولې په فساد ککړې کړۍ د حکمتیار او غني له لاسه په خطر کې لوېدلې دي . نوځکه اوس دوی د فرعون په څېر په رود نیل کې د موسی کلمه وایي خو تر خوله یې نه را وځي ، ځکه وخت یې نور تمام دئ ، انشاءالله العزیز په افغانسیتان کې به نور دا نظام جوړېږي .
محمد انور ولید
نه یواځی حکمتیار بلکه دوړاه خواوي حکمتیار او رئیس جمهور باید په پوره اخلاص او ایماندارۍ د ملک او ملت دي خوار اوزار حالت ته په کتوسره او د سولی او یوالی د دښمنانو و هلو ځلو ته په کتوسره باید تر هرڅه تیر شی او یوه او بل ته لاس سره ورکړي تر ټولو تیرو هیرو سره تیر شه خاص د خداي پخاطر او د دي مظلوم او بیچاره ملت په خاطر دښمنانو ته غاښ ماتونکی جواب ورکړي او یوځل بیا افغان میړانه او شجاعت ټولي نړي ته وښه يي
او زموږ دا تمه ډیره زموږ له خپله منتخب ولسمشره جلالت مآب محمد اشرف غني څخه ده چې دی دي خپل ټول توان وکاروي او نه دي پریږدي چې د دښمنانو ناپاکي دسیسې کامیابي شي او حکمتیار بیا پردۍ شي
حکمتیاریومنل شوی ملی شحصیت دی
راتګ به یی انشاالله افغان ملت ته ښه زیری وی
دسولی دښمنان ورخطا دی ځکه چی دده په شتون کی دا نارواکارونه نشی کولی