یوه پوهنتوني ځوان رانه پوښتنه وکړه چې رسنۍ دا دومره بیدریغه مصارف د څه لپاره کوي؟ هره یوه یی په میاشت کې زرګونه ډالره مصرفوي، لسګونه او ان سلګونه کارکونکي لري، خو د عاید درک یی نه لګي؟

فکر مې وکړ چې یو لوستی ځوان مو تر اوسه د رسنیو له ګټو او اهدافو خبر نه دی، نو اکثره نالوستي به مو څه نظر لري. دی لا په دې نه پوهیږي چې همدې راډیو او ټلویزون د کور ټول ماهیت وربدل او د فامیل د هر فرد فکر یی تسخیر کړی دی، له ناستې ولاړې نیولې بیا د خبرو اترو تر اندازه پورې په هر څه کې یی د رسنیو اغیز شته، خو دې ترې ناخبره دی.

په رښتیا هم موږ یوازې هغه څه ته ګټه وایو چې مادي اړخ لري او یا پیسې ورسره غوټه وي، مګر د هغه څه په اړه مو فکر نه دی کړی چې همدې مادیاتو ته یی ارزښت ورکړی. اصلا د رسنیو اساسي دنده د افکارو جوړول او بدلول دي، کله چې د یوې ټولنې د خلکو فکر جوړ یا بدل شي نو رسنۍ خپل هدف ته رسیدلې او په لږ مصرف یی دومره څه ګټلي چې اټکل یی نه شي کیدای.

د مسلې د ښه وضاحت لپاره راځئ خپلې ټولنې ته ځیر شو، له عقیدوي او سیاسي مسایلو نیولې بیا د ژوند د نورو اړخونو په اړه، د لس دولس کاله وړاندې ځوان فکر او نظر د اوسني ځوان له فکر او نظره سره پرتله کړئ. هغه چې لس کاله پخوا پر خپل سم یا ناسم کولتوري، عقیدوي او ټولنیز فکر او باور هغومره ټینګ ولاړ و، ایا نن هم په هماغه حال کې دی؟ یقینا چې ځواب مو نه دی او دا ځکه چې مختلفو رسنیو د خلکو افکار نږدې ۱۸۰ درجې بدل کړی.

دا نه یوازې په افغانستان کې بلکې د نړۍ په پرمختللو هیوادونو کې هم رسنۍ تر ډیره د واک او ځواک خاوندانو په لاس کې دي او په وسیله یی د خلکو افکار د خپلو ګټو پر محور څرخوي. اکثره مطبوعات له انتخاباتو نیولې بیا تر ډیرو نورو سیاسي، اجتماعي، مذهبي او کولتوري مسایلو په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د یوه حقیقي یا حقوقي شخص د بري او غوښتنو لپاره کارول کیږي.

د ناپلیون یوه وینا ده چې حکومت یا قدرت کیدای شي چې د زور له لارې ترلاسه شي، خو ساتل یی بیا د زړونو په ساتلو کیږي. د مطبوعاتو تر ایجاد او غوړیدا وروسته ډير واکمن او ځواکمن پر دې وپوهیدل چې د ډیرو خلکو د زړونو ساتلو یوه اساسي قوه همدا رسنۍ دي، په دې برخه کې د یوې روپۍ پانګونه د نظامي برخې د څو چنده پانګونې ځواب ورکوي.

که د BBC, CNN, NBC, RUETERS. او نورو پراخو رسنیو ظاهري لګښت ته وګورو نو شک نشته چې هره یوه به په میاشت کې په زرګونه او ان لکونه ډالره مصرفوي، خو د دې مصرف څو برابره ګټه موږ او تاسو ته ناڅرګنده ښکاري. دا چې یادې رسنۍ په هره ټولنه کې څومره د خلکو باور خپل کړی او خپله هره کره او ناکره خبره په شعوري یا ناپوهیدلي ډول پر ما او تا مني، نو تر دې بله مهمه او کارنده ګټه او عاید څه کیدلای شي.

که دې مسلې ته په سوداګریزو عینکو هم وګورو نو ښکار�� ده چې نن سبا رسنۍ تر بلې هرې عایداتي کمپنۍ ګټوره سرچینه ده او حتی د هرې سترې کمپنۍ د عاید تر شا یو مطبوعاتي قوت موجود وي. همدا رسنۍ دي چې د خلکو افکار د یو جنس اخیستلو یا نه اخیستلو په اړه بدلوي رابدلوي او ما او تا دې ته واداره کوي چې څه واخلو او څه وانخلو.

دا د رسنیو د ګټو او اهدافو فقط یو اړخ وو، پر نورو خواوو یی خبرې جلا مباحث دي او ډیر تفصیل غواړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *