دا خبره د ميدان وردګ ولايت د اطلاعاتو فرهنګ او ځوانانو ئيس اورنګ مختار په هغه غونډه کې وکړه چې د شنبې په ورځ د اسد يا زمري په اوولسمه نېټه د اطلاعاتو اوفرهنګ په رياست کې جوړه شوې وه، په دې غونډه کې پر ګڼو رضا کارو ځوانانو سربېره د خوځښت ټولنې، د ځوانانو د اخلاص ټولنې، د سيداباد ځوانانو ټولنې، د ميدان پيوستون ټولنې، دوردګو په قومي عالي شوراکې د ځوانانو ټولنې، د ځوان غږټولنې او سوله پالو ځوانانو ټولنې استازو او مشرانو ګډون درلود.

  ياده غونډه چې د ازادو ډلييزو نندارو (Bond street Theatre organization) موسسې په همغږۍ جوړه شوې وه موخه يې په ولايتونو کې د ځوانانو د ظرفيتونو لوړول، د ځوانانو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول، د ځوانانولپاره د پروپوزل ليکنې مهارتونه ورزده کول اود ځوانانو د ستونزو د حل لپاره حل لارې لټول دي. د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ مختار ياده غونډه د ځوانانو د وړتيا لوړولو لپاره غوره ګام وباله او ووې وېل چې په لنډه راتلونکې کې به د مدني ټولنود بېلابېلو ځوانانو لپاره شپږ ورځنى ورکشاپ په لاره  واچول شي چې  ځوانانو ته به پکې  د ډله ييزو ډلو د رامنځته کېدا او دهغوى ترمنځ د همغږي کېدا په اړه د مسلکي او مجربو استادانو له خوا زده کړې ورکړل شي. مختار ووېل هڅه به وکړي څو د ځوانانو د وړتيا لوړولو لپاره د کمپيوټرزده کړو، انګليسي او عربي ژبو او  ليکوالۍ کورسونه او نور کلتوري فعاليتونه زيات کړي.

د ازادو ډله ييزو نندارو دموسسې رئيس  سيدکريم ژوندون پخپلو خبرو کې  د رضا کارو ځوانانو د ډلو رامنځته کول او د هغوى د وړتيا لوړول د ملي يوالي او پرمختګ لپاره اړين وباله او ويې وېل چې ميدان وردګ نهم ولايت دى چې دوى پکې د ځوانانو دلوړتيا لوړولو چارې پيل کړي، ژوندون ووېل دوى به د هېواد په ٢٥ ولايتونوکې د ملي يوالي د فرهنګ د پياوړتيا او ظرفيت لوړېدا په موخه دا ډول پروګرامونه ولري او د بېلابېلو ولايتونو د ځوانانو لپاره به تر ولايتي ورکشاپونو وروسته په پلازمېنه کابل کې هم ورکشاپونه پر لاره واچول شي څو د ولايتونو ځوانان د يو بل سره اشنا او د يو بل له کلتور خبر شي.

د سوله پالو ځوانانو مشر ولي محمد الهام ياده غونډه د ځوانانو لپاره يو مناسب فرصت وباله او غوښتنه يې وکړه چې د ځوانانو لپاره د دا ډول غونډو جوړول زيات شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *