دوه مياشتې مخکې له يو ملګري سره په سفر روان وم، د کومې سيمه ييزې راډيو د ماسپښين د دوو بجو خبرې سرويس و، موټروان د راډيو غږ لوړ کړ، زما هم پام خبرونو ته وواښت.
دوه درې خبرونه تېر شول، څلورم خبر د عربي هيواد اردن په اړه و،چې د خبرونو ويندوى اردن (آردن) او د دال پېښ يې هم پرې کړ څو ځلې یې تکرار ولوست.
د ملګري مې لومړى بريد پر ما و، ويل يې ښه خبريالان ياست، په يو لنډ خبر کې پنځه تېروتنې او هغه هم تکراري، ما د خلاصون لپاره بل ځواب نه لاره ورته ومې ويل ياره دا خو سيمه ييزې راډيو ګانې دي، ټول کارکوونکي يې د زده کړې لپاره ور ټول کړي وي بې معاشه کار کوي.
له دې خبرې، دا دى پوره دوه مياشتې وروسته مې د څو راډيو ګانو په خبرې سرويس کې د هرات د کرخ ولسوالۍ په درې ډوله تلفظ واوريدله.
ليکل کيږي کرخ، د يوې راډيو وياند ( که رخ) ولوستله او د يوې بلې راډيو وياند ( کرررخ ) ولوستله.
څو کاله مخکې د غزني سيمه ييز دولتي تلويزيون ته يوه نوې ويانده راغله،دا نجلۍ د څو تکړه خبر ويونکو له منځه خوښه شوې وه.
يو ماښام يې په خبرونو کې د غور ولايت په ( غور) دقت لوستى و،سبا چې يې نور همکاران راغلى وو او تېروتنه يې ورته ويلې وه،بله ورځ يې پخپله کار پرېښود په کور کېناسته.
د رسنيو چلوونکي او مشران هم د دې ستونزې پروا نه ساتي ځکه خو په رسنيو کې د خپرونو معيار ټيټ او مينه وال يې په کمېدو دى.
د يو خبر په ليډ کې او بيا وروسته په دوو پاراګرافو کې په تکرار راغلي و،چې د هرات په ګلران کې د يو پولس وژل شوى جسد وموندل شو، خبريال په دې نه و پوه چې مړ او ژوندى جسد به څه مانا ولري.
ځيني خبريالان، په ليکلو، لوستلو او تلفظ کې هم ستونزې لري، د غزني امنيه قوماندان زړور زاهد،چې په لومړيو ورځو کې کار پيل کړ، نو دري ژبو خبريالانو او وياندويانو د زړور د نوم له لوستلو سره ستونزه لرله، ډيرو به د زړور پر ځاى زوراور زاهد ليکل او په همدې بڼه لوستل.
يو وخت مې د ژورناليزم له يو استاده اوريدلي و، چې په ټلويزون کې د کار معيار رنګ او څېره ده او په راډيو کې غږ ، له دې مالوميږي،چې پخوا هم پوهه او استعداد ډير مهم نه و، يواځې ښکلا او ښايسته غږ ضرور و.
خو اوس دا ټول معيارونه نړيدلي او ضوابطو خپل ځاى روابطو ته پرېيښى.