(لومړۍ برخه)
څو خبرو زه د دې توس په اړه هیله من کړم یم. تاپي ( TAPI ) ښیم چي ما یو وخت پخپلو لیکنو کي د افغانانو د پاره د سیمي په سیاسي معاملو کي د « رنګ توس » بللی وو. دا هغه پروژه ده چي لسیزي ورته افغانان سترګي په لار وو . لومړۍ خبره د پاکستان د نظامي مشرتابه وه چي د پروژي د رسمي پیل ( افتتاح ) د مراسمو څخه یې دوي ورځي وړاندي په پوره ډاډ سره وویل چي دوي به د طالبانو څخه وغواړي څو د پروژې امنیت خوندي کړي. دویمه خبره د یو شمیر طالب استازو ده چي د قطر په پلازمینه دوحې کي یې د سولي په غیر رسمي غونده کي په زغرده وویل چي طالبان به د تاپي پشان پر ټولګټو پروژو چي ملي ارزښت ولري ، بریدونه ونکړي او امنیت ته به یې خطر پیښ نکړي ( که رښتیا هم داسی چلند وکړي ، دا به یې نه هیریدونکې سیاسي هوښیاري وي ) . که څه هم زه لا تر اوسه باوري نه یم چي ایران به ددې پروژې و پرمختګ ته لاس تر زني د تماشاچي په توګه کښیني . ځکه ایران هم د وسله والو مخالفانو پر بیلابیلو ډلو باندي خپل اغیز لري او خنډونه را منځته کولای سي .
پدې ورځو کي چي د پروژې عملي کار په رسمي ډول پیل سوي شمیرل کیږي ، په رسنیو کي راز راز څرګندوني تر سترګو کیږي . دا چي زه د کانو او صنایعو وزارت د یوه پخواني کادر په توګه ددغي پروژی د مطرح کیدو له وخته ور سره په تړاو کي وم ، دوستان مي غوښتنه را څخه کوي چي د تاریخچې، اقتصادي او سیاسي ارزښت په هکله یې د فني مالوماتو سره یو څه ولیکم . ما له نیکه مرغه څو کاله وړاندي پدې اړه یوه هر اړخیزه لیکنه رسنیو ته سپارلې وه . داچي اوس د نوموړي پروژې د عملي کیدو اُمید د پوره کیدو په لور روان دي ، پر ځای ګڼم چي د هغي لیکني غټ ټکي د لږ بدلون سره پدغه مناسب وخت کي د وطنوالو مخته کښیږدم .
د انرژی موضوع د نننی مخ پر ودی تخنیک په پام کی نیولو سره ورځ تر بلی تودیږی او په هکله یی فکر کول یوه بیړنۍ اړتیا ګڼل کیږی . د انرژیتیکی موادو زیرمی دځمکی لاندی د طبعی قوانینو سره سم داسی ویشلی شویدی چی د ځمکی دمخ د سیاسی جغرافیی سره سمون نلری. ډیری زیرمی دداسی سیاسی سرحدونو په منځ کی راغلی چی تخنیکی وده یی دهغو هیوادونو په پرتله چی ډیره اړتیا ورته لری ، تر یوه ټاکلی بریده ټیټه ده. کیدلای شی چی دغه کار د نوموړو هیوادونو په اړه دنیکه مرغه وبلل شی. که دا زیرمی هم په پرمخ تللو هیوادونو کی د نا مړیدونکو پانګوالو مال وای ، پاته هیوادونه به یی دلوږی تر خط لا نورهم کښته شړلی وای . که څه هم ځینی پرمختللی هیوادونه لکه روسیه او امریکا دا اوس هم تر خپلی اړتیا زیاتی دانرژۍ زیرمی لری.
امریکا خپل نژدی ټول دتیلو سترکانونه او همدارنګه دګازو یوشمیر کانونه همدا اوس کنسرو کړیدی چی دخپلو اړتیاوو په موخه لا هم ډیر لږ کار ور څخه اخلی . هغه یی پدی خاطر پری ایښی دی چی که یوه ورځ د نورو صادرونکو هیوادونولکه اوپیک او نورو زیرمی خلاصی شی ، بیا به دوی دخپلو زیرمو څخه کار اخلی . د اوس دپاره امریکا خپل د اړتیا وړ د تیلو ډیره برخه له بهره رانیسی او پدی ډول یی ددی توکو قیمتونه په نړیوال بازار کی جګ کړیدی ، داځکه چی په ازاد بازار کی عرضه او تفاضا د قیمتونو کچه ټاکی . روسیه بیا خپل د ګازو د زیرمو څخه دلودیزاو ګاونډیانو په وړاندی دسیاسی فشار د الی په توګه کار اخلی . داټول دهغی مقولی رښتینوالی به ډاګه کوی چی سیاست د اقتصاد یوه کښیکښلی ( فشرده ) بڼه ده .
لوېدیځ اوس د دی دپاره چی ځان د روسیی دفشاره لږ خلاص کړی پدی فکر کی دی چی ددی توکو نوری سرچینی ولټوی . څو ورځی وړاندی می په رسنیو کی ولوستل چی سوریی پتئلی ده دخپل ضرورت وړ ګاز د اذربایجان څخه رانیسی ( البته د یادولو ده چي دا کرښي څو کاله مخکي یاني په سوریه کي تر روان اړودوړ مخکي لیکل سویدي ) .
اذزبایجان همدارنګه په پام کی لری یو نوی پایپلین ( نل لیکه ) د ګرجستان تر سرحده وغځوی او بیا یی د ( جنوبی قفقاز ) پنامه دهغه پایپلین سره وتړی چی دترکیی د لاری د ختیزی اروپا هیوادونو ته ګاز لیږدوی . دامهال ګاز ته د المان ، ایتالیا ، بلغاریا او یو شمیر نورو هیوادو اړتیا ورځ په ورځ مخ پر زیاتیدو ده . ترکمنستان بیا په نظر کی لری هرکال خپل ۴۰ میلیارد مکعب متره ګاز د اذربایجان دلاری د یوې پیاوړی نل لیکی په مټ اروپایی هیوادونو ته صادر کړی . پدی توګه به اروپایی هیوادونه وکړای شی چی دخپلی اړتیا بوج د روسی ګاز په اړه تر یوی کچی کم او ورسره سم د روسیی دفشار بارټیټ کړی .
ګاز چی اوس یی ځان دکیمیاوی مادی څخه دسیاسی فشار تر الی پوری رسولی دی ، پکار چی په هکله یی لږ اړین او دعامو لوستونکو د پوهیدو وړ مالومات هم وړاندی کړم :
طبعی ګاز :
داعضوی کیمیاوی ماده یو ډول فوسیلی سوزیدونکی توکی دی چی په لنډ او ساده ډول یی یوازی ګاز هم بولی . د ګازو کانونه هغه طبعی زیرمی دی چی په هموارو سیمو کی چیری چی تر ځمکی لاندی جوړښت یی طبقی لرونکی ( معمولا روسوبی منشا ) وی ، پیدا کیږی . کانونه په مستقل ډول یا د تیلو اویا هم کله ناکله د اوبو سره په ګډ ډول زیرمه کیږی چی معمولا د تر ځمکی طبفو یا لایو د منحنی ډوله جوړښتونو په محدبو برخو کی راټولیږی او که د نفتو سره یو ځای وی ، نو نفت یی دنوموړو طبقو مقعری برخی ډکوی . ددی کانو کچه دشرایطو له مخی یوله بله توپیر لری . په کانونو کی د طبعی ګاز نژدی ۸۰ په سلو د متان ګاز دی چی د یو مالیکول کاربن او څلور مالیکوله هایډروجن څخه جوړ شویدی . ددی سپک ګاز سره یو ځای ځینی نور نسبتا درانده ګازونه لکه ایتان ، پروپان او بوتان هم په لږه کچه تر سترګو کیږی چی ددغی سرچینی د ګازو ډولونه یوازی دهغوی په ترکیب کی د کاربن او هایډروجن د مالیکولونو دمختلف انډول له مخی منځته راځی . په بنده هوا کی دګاز تنفس کول مرګونی خطر لری . طبعی پاک ګاز نه رنګ لری او نه هم بوی ، ځکه نو ددی پخاطر چی دنل څخه یی دبیځایه خارجیدو په هکله مصرف کونکی ژر خبر شی ، د نوموړی ګازسره یو ډول ډیر بد بویه مواد لکه ایتایل میرکاپان ګډوی . پدی توګه خلګ پری خبریږی تر څو د وتلو لاره یی ډبه او د ځانی او مالی زیان مخه ونیسی . دساتلو او انتقال داسانتیاوو پخاطر ګاز په یخ ځای کی تر لوړ فشار لاندی کښیکاږی او پدی توګه یی حجم ور کموی . په عادی حالت کی ګاز تر هوا نژدی دوه برابره سپک دی ځکه نو د نل څخه د وتلو پروخت د اټموسفیر لوړو برخو ته ځی . د عادی حالت کثافت یی څه کم یو کیلو / مکعب متر او د کښیکښلی مایع حالت کثافت یی تر ۴۰۰ کیلو / مکعب مترو پوری رسیږی .
په نړی کی د ګازو ډیری ستری زیرمی شته چی لوی کانونه یی په روسیی ، ایران ، دفارس خلیج هیوادونو ، ترکمنستان ، قزاقستان ، امریکا او کاناډا کی دی . په اروپا کی هالینډ او تر یوی کچی هم ناروی دا ډول کانونه لری . دګاز ستر معدنونه دځمکی په وچه برخه کی پراته مګر په لږ شمیر کانونه یی همدارنګه تر بحر لاندی قشر کی په نسبتا کم ژوروالی پیداکیږی . ګاز په وچه کی معمولا د ۱۰۰۰ مترو څخه تر څو زرو مترو په ژوروالی زیرمه شوی وی . دځمکی د وچی په غرنی برخو کي دګازو او نفتو کانونه نشته ، دا ځکه چی د اروګنیز ( غر جوړیدنی) مرحلی پروخت د ځمکی طبقی ماتیږی او که چیری هلته ګاز یا نفت موجود هم وی بیا د ځمکی و سطحی ته لاره پیداکوی اوبهرته وځی ، ځکه نو پداسی سیمو کی دتیلو یا ګازو و لټولو ته پښی لوڅول دیوه جیولوجست د مسلکی ناپوهۍ کچه ښئی . دا ډول جیولوجست و هغه نابلده غله ته ورته والی لری چی دقیمتی توکو دغلا کولو په موخه د پروړو خونی ( کاه دانی ) ته ځی . دمتان ګاز کیدلای شی دسنتیز دلاری په مصنوعی ډول د ځینو توکو څخه هم لکه دکرهنیزو محصولاتو تفاله ، دلرګیو د پروسس پاتی شونی او د خوراکی صنایع پاتی شونو څخه تر لاسه شی . ددی ډول ګاز تولید په هند کی ډیر رواج موندلی دی . هلته په کلیوالی سیمو کی نژدی هر کور دا ډول متان ګاز د یوی ځانګړی وړی دستګاه په مټ ترلاسه کوی او کار تری اخلی . یو کلیوالی کور چی یوه غوا ، یو سخندر ، یو ترانسپورتی حیوان لکه خر یا یابو ، دوی دانی بزی یا پسونه ولری ، ددغو اهالی او په کلیوالی کورونو کی اړینو حیواناتو فاضله مواد ددی دپاره بسنه کوی چی په نوموړی دستګاه کی ورنه دومره ګاز ترلاسه شی څو ددغی کورنی د روښانه کولو ¸ پخولو او تودوخی دپاره کار ورکړی .
د ځمکی دتل نه ګاز د څاه ګانو په مټ راایستل کیږی چی په راایستلو کی دطبقو داخلی فشار بنسټیز رول لوبوی . د استخراج په موخه څاګان د ځمکی پرمخ په ګاز لرونکی ساحه کی په متناسب او برابر ډول په پام نیسی ، کنه نو کیدلای سی چی داخلی فشار ناانډوله بڼه غوره کړی چی داکار په استخراجی چارو کی ستونزی پیښوی . روسیه په نړی کی تر ټولو زیات ګاز استخراج اولیږدوی چی یوازی دنل لیکو ګډ اوږدوالی یی تر ۱۵۵ زره کیلومترو پوری رسیږی ، مګر په ۲۰۰۹ کال کی دامریکا د ګازو استخراج له روسیی نه زیا ت وو چی روسیی ۵۸۲ میلیارد مکعب متره او امریکا بیا ۶۲۴ میلیارد مکعب متره استخراج کړی وو . په ۲۰۰۶ کی امریکا او روسیی هر یوه د نړیوالی کچی په سلو کی ۱۸ برخی طبعی ګاز تر لاسه کاوه .له دوی نه وروسته الجزایر ، ایران ، ناروی ، اندونیزیا ، سعودی عرب ، هالیند ، مالیزیا او ترکمنستان راځی . ددغو یادو شوو هیوادونو پرته نور ټول هیوادونه په ګډه په نوموړی کال کی ۱۴۴۰ میلیارد مکعب متره ګاز راایستلی وو ، پداسی حال کی چی د ټولی نړی په کچه ۳۶۴۶ میلیارد مکعب متره ګاز ښودل شویدی ( په انترنیت کی دروسی سرچینو څخه اخیستنه ) . نور بیا
پاته به یې په راتلونکو برخو کي ولولئ .