(د زلمي نصرت نوې شعري تجربې)
د پښتو شعر په بڼ کې یو بل نوی گل وغوړید، یوه بله شعري ټولگه اضافه شوه او د یوه شاعر نوې شعري تجربې رامیدان ته شوې. دا نوې شعري ټولگه او نوې شعري تجربې، د شعر بڼ د نوي شاعر، ښاغلي زلمی نصرت په راتگ سره زرغونې شوې او د ده د نويو او تازه شعري غوټیو په ډول یې خپل افکار په نویو او زړو قالبونو کې، خپلو مینه والو ته وړاندې کړي دي.
د ښاغلي نصرت دا نوې ټولگه «د رنگونو جنگ» نومیږي چې تازه، د ده د لومړنیو شعري تجربو په ډول رامیدان ته کیږي. «د رنگونو جنگ» نومې شعري ټولگه همدا سږ کال (۱۳۹۶) له چاپه راووته د پښتو ادب مینه والو او لوستونکو ته وړاندې شوه.
د ښاغلي نصرت په دې نوې شعري ټولگه کې له یو شمیر ازادو او مقفی شعرونو سره، دوې مقدمې هم راوړل شوي دي. لومړنۍ مقدمه د پرکاره شاعر ښاغلي عبدالغني هاشمي په قلم لیکل شوې ده چې د «زموږ د سیمې ستوری زلمی» سرلیک یې ورکړی دی. ښاغلی هاشمي د خپل کوچنیوالي او زلمیتوب د سترگو لیدلي حال په استناد، د زلمي نصرت په باب، د خپلې مقدمې په یوه برخه کې داسې لیکلي دي:
«… زلمی هغه مهال یوازې زموږ د کلي په کچه نه، بلکې د ټول ښار په کچه د پوهې، لیاقت، نیکو اخلاقو او لوړ استعداد له پلوه ځانگړی نوم او شهرت درلود. یوازې زموږ د کلي مکتبي ځوانان نه، بلکې د سیمې ډیری ځوانان به تل زلمي ته د درس لوستلو له پاره راتلل او زلمي به په ورین تندي په خپل کور، د کلي په جومات او دیرو ــ حجرو کې ور ته وړیا سبقونه ویل.
کله چې زلمی په لوړه درجه له دولسم ټولگي فارغ شو او د کانكور ازموینې وروسته د کابل پولیتخنیک ته بریالی شو، په سیمه کې یوه ها ورگډه شوه، د هر چا پر ژبه به د زلمي نوم و او هر پلار او مور به خپلو اولادونو ته د پیغور او هڅونې په موخه، زلمی بیلگه کاوه…
هغه مهال ساختماني پوهنځي ته د یوه غریب کلیوال بریالي کیدل یوه معجزه وه، خو زلمی په هسکه غاړه دا ویاړ خپل کړ.
زلمی ډیر ژر په پوهنتون کې هم د یوه هوښیار، لایقه، مخکښ، با استعداده او لوړو ټولنیزو اخلاقو لرونکي محصل په توگه د خپل پوهنځي د محصلینو د کتار په لومړۍ لیکه کې ودرید او تر فراغت پورې همداسې هسکه غاړه په لومړۍ لیکه کې پاتې شو، تر هغې چې په لوړه درجه له پوهنځي څخه فارغ او هیواد ته یې د خدمت کلکه ملا وتړله.» (نصرت زلمی، د رنوگونو جنگ، د شعرونو ټولگه، ۱۳۹۶ ام کال، ۴ ــ ۵ مخونه)
د پښتو ادب په اوسنۍ دوره کې موږ د پاملرنې وړ مثالونه لرو چې زموږ فرهنگیان د مسلک او زدکړو له پلوه جلا لار لري خو د هنر او فرهنگ په ډګر کې یې یا موسیقي او سندرو ویلو ته مخه کړې او یا د شعر هنر ته. ما په خپله یوه مقاله کې د مثال په توگه د ځینو همداسې ښاغلو نومونه چې زما خپل پیژندگلو هم وو، را اخیستي وو، په چې د زدکړو او مسلک لاره یې بیله وه، خو د شعر او موسیقي په نړۍ کې یې هم فعالیت کړی دی. په خپله یاده مقاله کې ما لیکلي وو:
«… د پښتو ادب په ډګر كې موږ داسې بیلګې ډیرې لرو چې د خپل مسلك ترڅنګه یې شاعري ليكوالي او نورهنري كارونه هم كړي دي. لكه:
انجينيرګل افضل ټکور (شاعر)
انجينيرنظيف االله تكــل (شاعر)
ډاكترحفيظاالله خوږلـن (شاعر)
ډاكـترپـيروز(سنــدرغـــــاړى)
انجنیر حاجي محمد نوزادي (شاعر او مترجم)
او…»
او اوس دا دی بل انجنیر هم د هنر او شعر په بڼ کې پښه کیښوده او د سیاسي طنزونو د لیکلو تر څنگ، شعر هم وايي چې لومړنۍ بیلگې یې «د رنگونو جنگ» نومیږي.
ښاغلی زلمی نصرت د مسلک او زدکړو په ډگر کې د ودانۍ جوړولو یو تکړه انجنیر دی، خو د شعر ویلو کمال هم خدای ور په برخه کړی دی او د شعر د هنر تر څنگه د سیاست په ډگر کې هم قلم چلوي، دی ډیر ځلې سیاست هم د هنر په ژبه په انتقادي ډول رانغاړي. دی کله، کله ښې سیاسي تبصرې لیکي او په لوړه هنري ژبه سیاسي طنزونه داسې لیکي چې د طنز د اصولو له مخې هم ژړا په کې وي او هم خندا. دا یې د سیاسي طنزونو یوه بیلگه ده:«
«معجزه قرن»
(طنز هفته)
در جهان ۱۹۶ کشور وجود دارد. در این میان افغانستان اولین کشوری معجزه ساز در جهان است،
که:
ــ سیاستمدارانش توان حفظ جنگ را در داخل جغرافیای خود دارند، یعنی برای خود جنګ برای
همسایګان صلح میخواهند،
ــ برای خود شیطان چراغک، برای همسایګان برق اتمي تمنا دارند،
ــ آب کوزه خود را به همسایګان میدهند و خود شان تشنه لبان خوش استند،
ــ برای آبادی همسایګان و ویرانی خود مبارزه می کنند،
ــ احزاب خود را به فرمایش دیګران میسازند،
ــ تفنګ بردار بیګانه ګان سر شانه های خود استند.
ــ اکثریت روشنفکران معاش بگیر، در خدمت ۱۰۰۰ تن دزد و رهزن قرار دارند.
ــ ۱۰۰۰ دزد ۳۰ میلیون انسان را اداره می کند.
و…
و همه شان به اعمال خود افتخار هم میکنند.
آیا این معجزه قرن نیست؟»
«د رنگونو جنگ» په اصل کې یو سیاسي سر لیک دی چې د هغه په وسیله شاعر غواړي خپل ملت ته و وايي چې څنگه په دا وروستیو څلویښتو کلونو کې بیلابیلې ډلې، گوندونه او تنظیمونه په ناروا او تپل شوي جنگ باندې اخته دي، څنگه یې خپل وطن وران کړی، څنگه یې د خپلو هیواد والو وینې تویې کړي او تویوې یې.
په طبعي ډول کله چې د رنگونو یو ماهر یا هنرمن د رنگونو جنگ جوړوي، یعنې رنگونه سره مِکس یا یو ځای کوي؛ رنگارنگي او ښکلاوې زیږوي او هنري آثار ور نه رامنځ ته کیږي؛ خو د سیاست او جگړې په نړۍ کې خبره پل ډول ده. د افغانستان د سیاست او جگړې پر ستیژ باندې موضوع سرچپه روانه ده. پر دې ستیژ باندې د رنگونو له جنگ نه هنري آثار نه، بلکې بدمرغۍ او بریادۍ رامنځ ته کیږي او ښاغلی نصرت د رنگونو د همدې جنگ په تل کې قلم ښوروي او د همدې جنگ انځورونه د شعر په ژبه خپلو لوستونکو ته وړاندې کوي.
«د رنگونو جنگ» ټولگه که په دقت ولوستل شي، لیدل کیږي چې په ریښتیا سره، بیلابیل افکار، په رنگارنگ نومونو سره په جنگ دي او دا جنگ اوس هم روان دی. شاعر د ټولنې د عیني پیښو د یو عکاس په ډول په ماهرانه توگه د خپلو شعرونو لومړنۍ ټولگې ته «د رنگونو جنگ» نوم غوره کړی دی.
شاعر خپل همداسې یو فکر د تورو په دې چوکات کې په هنرمندانه ډول انځور کړی دی. وگورئ:
سـور د سپـین سـره په جـنګ شو
شـېـن د سپـېـن سـره همرنګ شو
سـور یې مـات او را نسکور کـړ
چې شېن خط سالار د جنګ شو
وحــشـت ګــــــرو پــه دنـېـا کـې
شـېـن وحشي او زوړ پـلـنګ شو
یا دا دوه بیتونه:
په کـوم رسم چې مات شوی و دا سُور
هــغه رسم يې د خپلې غاړی زنګ شو
دا د دېن په نوم جهاد تش یو نېرنګ دی
ټولی ګـټې دې جـهان په وېنو رنـګ شو
(نصرت زلمی، د رنوگونو جنگ، د شعرونو ټولگه، ۱۳۹۶ ام کال، ۶۳ مخ)
د زلمي نصرت د شعرونو دې ټولگې «د رنگونو جنگ» ته کېدای شي د ده د فکر هغه هنداره و وایو چې ده د مهاجرت په ژوند کې د خپلې ټولنې نه ټولې منفي او مثبتې تجربې او خاطرې، د دې ټولنې له ستونزو او حالاتو سره یو ځای کړي او پایله یې د شعر په ژبه د یو درد په ډول انځور کړې ده.
د نصرت په دې ټولگه کې د ده د ژوند د نا کامیو، دردونو، مینې، ستونزو او… یو غږ اوچت شوی دی.
که د ښاغلي زلمی نصرت دا نوې شعري ټولگه«د رنگونو جنگ» د وزن پوهنې په تله کې وتلل شي، کیدای شي کموزنه وخیژي، دغه راز که د ادبي نقد د تیزبینو عینکو له کړکۍ نه ور وکتل شي، نواقص به په کې وي؛ خو د «چیرې چې کار شته، هلته اشتباه هم شته» د پرنسیپ له مخې به یې خامخا په دې نویو تجربو کې اشتباه وي، ځکه تیروتنه له کار سره مل وي؛ د همدې دلیل له مخې زه د ښاغلي نصرت دا شعري ټولگه (د رنگونو جنگ) ځکه تر ډیرې اندازې ښه ارزیابي کوم چې، دا د شعر په ډگر کې د شاعر لومړني گامونه او لومړنۍ تجربې دي، د دې له پاره چې په راتلونکې کې شاعر خپلو تیروتنو ته په پام سره، خپل نوي تخلیقات له تیروتنو پاک او لا غني کړي، له نورو شاعرو دوستانو او فرهنگیانو سره ښايی چې خپلې دوستانه مشورې او عالمانه لارښوونې ورڅخه و نه سپموي.
دا یې د ټولنیز او سیاسي انتقاد یو څو بیتونه:
«ایماندار چې بې ایمان پسې روان وي
اسـتادان چې شـاگـردان پسې روان وي
عـالـمـان چـې د جـاهـلـو سـامـعـان وي
قـاتــلان چــې د مــلـکــونـو اتــلان وي
فــاسدان چې د ښــارونو واکـداران وي
عــام الناس بـه د فاسدو اسیران وي…»
(نصرت زلمی، د رنگونو جنگ، د شعرونو ټولگه، ۱۳۹۶ ام کال، ۱۱۸مخ)
دا هم د ښاغلي نصرت د کلام یوه بله بیلگه:
سر په سر غمونه
غـمـونه چـې راځی تـل ســر پــه ســر راځی
یـــو یې پــه اوږدو او بـــل پــــه بـــر راځـي
تـبـر تـه چې ګـــورئ لاستی زمــوږ ښکاری
ګــل هــم کــــه راځــي لـــکــه تــبــر راځــي
کلــه وې د شــــرق کلــه د غــرب لــه خــوا
مــرګ لــکــه څــپــــه د ســمــنـــدر راځـــی
تندر دی له هسکه ټــول پـــــر مــوږ راځـي
هـــــر څه چې راځـی سـم لـکـه غــر راځـی
جوړ چې سره نه شو، مـــوږ په خـپـلو کـې
ټـــول عـمـر نـصرت بــانــدې خـطـر راځـي
۰۲/۰۷/۲۰۱۷
وایله
دنمارک