هلته چې میدان خالي وي سیلۍ دهرې چټلې لارې پراته توکي په هوا کوي او میدان پرې ابادوي په چټلیو اباد میدان له هر ډول نظم او پاکۍ نه په واټن کې وي
دلته هم دغه کیسه شوې میدان خالي نه و خو سیلۍ زورورې وې له هرې کوڅې یې بې روحه نه خوبې ضمیره توکې راولوځول او ورسره ګردو غبار هم و چې د ډیرو بینا سترګو کسې یې ټپ کړل دا طوفان مو تر ډیره دنیم ژوانده اوبې بنسټه سیاست په ډګر خور شو
موږ دسیاستوالو له کمښت سره مخ نه و دسیاست په نوښت پسې مو سترګې اړولې وې سیاست له هغې هم بدتر شو او سیاستوال هم په دغه رنګ حساب کړه په ډیرو هیوادونو کې ددې لپاره فکر نه کیږي چې یو څوک څنګه درهبرنوم خپل کړي هڅې ددې لپاره وي چې څنګه رهبري جوړه کړي اشخاص دځان په کیسه کې نه وي خو دملت غم یې کله کله دملت سردارن کړي خو زموږ سردارن دملت په غم کې نه دي راپورته شوي ملت ورته درهبرۍ غنم وږی پر شمله نه دی ور ټومبلی ځانونه یې رهبران کړي او دغه صنعت بیا ډير دوام نه دی کړی
یوه هټیوال چې د خپلو بچیانو لپاره یې له رومیانو خرڅولو سوداګري پیل کړې وه او په څو کلنه خوارۍ مزدورۍ ایله دیوه کوچني هوټل څښتن شوی و درهبرۍ هوا پسې واخیست دخپل ولایت ولایتي شورا ته کاندید شو او چې دټاکنو پایلې اعلانیدې له خپلې شتنمۍ یې ځان خلاص کړ و هغه هم ملامت نه و ځکه لیدلي یې و چې له همدغو کاروبارونو خلک څوکیو ته ورسیده نور مې هم ډیره لیده چې دسیاست او رهبرۍ هوايي د بچو رزق وخوړ نه خو رهبران شو او نه یې څه ګټه وکړه خو نا داسې ډیر شوي ښايي دوئ یې په لاره نه و تللي
یو وخت مې خپل یو ملګری لیده هر وخت به یې راته ویل چې څیره خو مې رهبرۍ ته جوړه ده، که شم څومره خوند به کوي باډي ګاردان څو لوکسې موټرې او نور کشوپش ریښتیا هم یواځې دهغه نه دڅو ملګرو مې داسې ارمانونه پوره شو
په ملي رهبرۍ کې هم دغه ټوکې ټکالې شته په ملت دغه مسخرې خو اول د ګوندونو له شمیره مالومیږي له هغې خوا هغه چې اوس مهال دمدني خوځښتونو په نوم په خپلو نومونو پسې یو کتار توري تړي او په اصل کې له ټولنې تر نورو ناخبره خلک دي
دتلویزیونونو په سکرین هم هغوئ تحلیل او شننه کوي چې نه خو یې مالومات ډير وي او نه یې هم وړتیا دومره وي چې خپلې خبرې دې په خپلې ټولنې کې پر خلکو دباوري نظر په توګه ومني دتلویزونونو یو شمیرویاندیان وايي دوئ په شنونکو پسې هومره نه ګرځي څومره چې هغوئ دګډون لیواله وي په داسې حال کې چې دنړۍ ډیرې معتبرې رسنۍ تحلیلګرانو ته دوخت پرسر پیسې او حق الزحمه ورکوي افغان ډير شمیر شنونکي تلویزونونو ته پیسې ورکوي دوئ ته هم دغه ناروغي درهبرۍ هوا راوړې او ډیريې په دې نظر دي چې که یوه تونده خبره خپره شي چیرې به چارواکی شي
وړې فرهنګي ټولنې ،دتلویزونونو څښتنان ، سوداګر، او خوله ور ځوانان ټول په دې لټه کې دي چې رهبران شي خو اخر دا ملت څومره رهبرانو او څه ډول زعامت ته اړتیا لري
زموږ دشعور خاوندان دې د دې لپاره کار وکړي رهبران کم شي خو رهبري پیاوړي شي دا فکر دې نور وچ شي چې رهبر هرڅه خوړونکی دی هغوئ چې په تشه کې رهبرۍ ته راغلي دا ثواب دې وګټي چې ځانونه دخدمتګارنو په تمثیل کې کړي عدالت ومني او چې ولس څه ګالي هغوئ دې هم داسې وکړي که چیرې کوم وزیر دیوې سیلاب ځپلې سیمې له خلکو سره یوشپه یو ځای کړی وی ښايي هر چا درهبرۍ خوب نه تصور کاوه که مو رهبرانو دولس په کړاونوکې ځانونه شریک بلل هر یوه به درهبر نوم ځان ته نه اخیست او دا ځکه چې رهبري به سخته وه او سختې ته ډیر کم خلک ورمخې ته کیږي.
ورورجانه دلیکنی څخه دیی یوه دنیا مننه، ښه دعبرت لیکنه وه په تیره بیا زمونږدچارواکو لپاره، خومتآسفانه چه زمونږ چارواکی فقط رهبری دیی ته وای چه پیسی پیداکړی، خیټی غوړی کړی اوپدی خاطر چه په تاریخ کی یی نوم ولیکل شی چه زه خو یو وخت دافغانستان ولسمشر اویا دهغه معاوین وم اویا په ولسی جرګه کی وکیل وم، مګر پدی خبر ندی چه ددغه ناپوهه اوخرڅ شووچارواکو دغه تور تاریخ به دافغانانولخوادپیغورنو ډک اوتک تورتاریخ لیکل کیږی.
ځکه دغه رهبران اوچارواکی په دی ښه پوهیږی چه هره ورځ په سلهاوو افغانان خپل خوږ ژوند دلاسه ورکوی(که ولسی خلک دی، که حکومتی خلک دی اوکه طالیبان دی ) مګردوی فقط خپلی چوکی ټینګی کړیدی.
رهبر دی ته وای لکه په مصر کی ښاغلی البرادی چه ۱۴۹ مصریان بی ګناه په شهادت ورسیدل اوهغه سمدلاسه استعفاه وکړه، رهبر دی ته وای لکه دناروی صدراعظم چه په ټکسی کی ګرځی چه دخپلو خلکو دمشکلاتو څخه خبر شی نه کرزی خیلان اودهغه دمصلیحت ملګری.
خو لری نه ده چه زمونږددغه بی ګناه خلکو بی شمیره مړینه اوشهادت به یوه ورځ کرزی اودهغه ملګری په یوه عظیمه محکمه کی په دار وځلوی.
والسلام
م. افغان