تاند- د افغانستان د ولسمشرۍ د دوهم دور په انتخاباتو کې تر دې دمه د افغانستان په جنوب کې د خوست، پکتیا او پکتیکا د اوسیدونکو ګډون پراخ دی او په مرکزي سیمو کې د بامیان او دایکندي ګڼو خلکو په انتخاباتو کې برخه اخیستې ده.
په بامیان او دایکندي کې خو د رایي مرکزونه د لومړي پړاو په پرتله زیات شوې دي.
د افغانستان په ختیځ کې بیا په ننګرهار کې یو شمیر پخوانیو جهادي قوماندانو لکه انجنیر غفار نن هڅې وکړې چې په زوره له خلکو رایي واخلي چې د راپورونو له مخې بیا په ډزو کې درې تنه ټپیان شول. خلکو شکایت کړی چې د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د عامه نظم قومندان حاجي یونس، چې د مشرانو جرګې د مشر خپل دی، د شپې له لسو بجو راهیسي په خپل سر صندوقونه له رایو ډکوي.
په هودتخېلو کې د رایپاڼو د نشتوالي له کبله خلکو لاریون کړی دی.
په کونړ کې بیا په هغو ولسوالیو کې هم خلکو په انتخاباتو کې برخه اخیستې ده چې په لومړي پړاو کې ډیرو لږو خلکو رایي ورکړې وې.
په شمال ختیځ کې په کندز کې تر تیرځل د خلکو ونډه زیاته ده او په بغلان کې د تیرځل په څیر تر دې دمه ډیرو خلکو په انتخاباتو کې برخه نه ده اخیستې.
د افغانستان په لویدیځ کې په هرات کې انتخابات همهغسې روان دي لکه د لومړي پړاو او که جنوب لویدیځ ته مخه کړو نو په هلمند کې په ناامنو ولسوالیو کې انتخابات کمرنګه دي، کندهار بیا تر هلمند ښه دی او په ولسوالیو کې یې هم خلکو په انتخاباتو کې ګډون کړی دی. په کندهار کې بیا سهار د رایي ورکولو یو شمیر مرکزونه تړلي وو، ځکه چې د انتخاباتو کارکوونکي پکې نه وو.
په زابل، غزني او میدان وردګ کې د انتخاباتو بهیر تر دې دمه تود نه دی لوګر بیا تر تیر ځل ښه دی او ګڼو خلکو تر اوسه په دغه ولایت کې رایي ورکړې دي.
په دې انتخاباتو کې تر اوسه ستونزې دا دي چې په ځینو ځایونو کې لکه په خوست او پکتیا کې رایي پاڼې په یوشمیر مرکزونو کې خلاصې شوې دي، په کابل کې په ځینو سیمو کې رنګ له ګوتو الوتی دی، د کابل په چهلستون کې بیا دا اندیښنه پیدا شوې ده چې یو شمیر ښځې ډله ډله رایي ورکوي او پر کارتونو یې د دوی عکسونه نه شته. که څه هم له قانون سره سم ښځې مجبوره نه دي چې د رایي ورکولو پر کارت عکس ولري خو په چهلستون کې د درغلۍ اندیښنې وروسته له هغه پیدا شوې چې د دغو ښځو مخونه لوڅ دي او ډله ډله رايي ورکوي.
د ولسمشرۍ د انتخاباتو دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله چې نن خپله راییه ورکوله نو یوه یې له پوځیانو وغوښتل چې په انتخاباتو کې بې پرې پاتې شي او بل یې له کمسیونه د بې پرې پاتیدو هیله وکړه. اشرف غني تر انتخاباتو مخکې هم همدا خبره کوله چې د رایي ورکولو د محلونو د سل متري محرمې ساحې ته باید د امنیت خلک داخل نه شي او عبدالله عبدالله مخکې هم دا خبره کوله چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون باید ځیني کسان لرې کړي څو انتخابات سم ترسره شي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تر لومړي پړاو انتخاباتو وروسته څه باندې ۵۰۰۰ کاروونکي ګوښه کړل او د هغوی پر ځای یې نور کسان وټاکل خو د عبدالله پلویانو د خپلواک کمیسیون دننه پر بدلون ټینګار کاوه.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني له رسنیوسره په مرکه کې نن وویل چې د لومړي پړاو له تجربو څخه یې استفاده کړې ده او دا ځل به پرې نه ږدي چې درغلۍ وشي، نورستاني افغانان وهڅول چې په انتخاباتو کې پراخ ګډون وکړي. ورته غوښتونه نن ولسمشر کرزي هغه مهال وکړه چې د کابل په اماني لیسه کې یې راییه ورکوله.