تر دې وړاندې به مو د روبوټونو په اړه اورېدلي وي چې خورا د کار شی دی او د سمو انسانانو غوندې کارونه کوي، خو دا به مو نه وي اورېدلي چې اوس به د روبوټونو دماغونو هم د انسانانو په څېر کار کوي.
اوس امریکايي ساینس پوهان توانېدلي چې د مصنوعي انسان لپاره دماغ جوړ کړي.
دغه ټيکنالوجي په طب کې یو بې ساری او حیرانوونکی پرمختګ بلل دی.
د روباټ لپاره د دماغ جوړولو چارې د امريکا د ايوسټيټ پوهنتون استادانو پر مخ وړې دي او اوس ورڅخه بريالي وتلي دي.
دوی وايي، د روباټ لپاره جوړ شوی دماغ به د دماغي ناروغيو ناروغانو ته هم کار ورکوي.
دغه دماغ د پنسل پاک په اندازه دي او د ټولو دماغي ناروغانو د دماغو لپاره کار ورکوي.
د مصنوعي دماغ جوړوونکيو ویلي چې دا دماغ د بالغ انسان لپاره کار ورکوي، لومړی به د انسان دماغ لیدل کېږي او بيا به په هماغه اندازه ورته تیارېږي.
د دماغ پر جوړېدو دوولس اوونۍ وخت لګېږي، د یوې الې په واسطه کنټرولېږي، خو لا هم ستونزه دا ده چې په هره طرحه یې زور نه رسېږي چې ویې څېړې.