که د جنګ او جګړو خبره يو پلو کړو نومونږ په يوه داسې ټولنه کې ژوند کوو، چې د بشريت لپاره تردرستې نړۍ ښه نظريات لري، خو په عمل کې تر ګردې نړۍ د بشريت کمزوري پالونکي دي، د انسان پېژندنې او انسان درک کونې مسئلې ته زمونږ په ټولنه کې تراوسه هم په مهمه سترګه نه کتل کيږي او دا وختونه هم د خپلو خويندو احساس او نظرته په بشري درنښت پوره پوره نه يو ژمن.
د يوويشتمې پېړۍ په ځوانه مرحله کې، زمونږ د ټولنې اکثره نجونې خپل احساسات او بندي نظريات په مستعارو نومونو په بېلابېلو لارو خپروي او له دې وېرې، چې څوک ونه وايي، چې پلانۍ د پلاني له کورنۍ، د پلاني لور او يا خور ده، خوله نېکه مرغه داسې خویندې هم شته، چې په دې برخه کې له خپل اصلي ادرسه په ډاډه زړګي خپلې خپرونې کوي اوتش په نوم دا دوديز طلسم یې مات کړی، د خپل زړه او روان ټول تاثرات او خيالات له مونږ سره ښه په ښکاره شريکوي، چې له دې لارې خپلې ګرانې پښتو ژبې ته هم يو بې مثاله خدمت کوي.
اناهيتا روهي هم یوه يې له هغو ده، چې د نثر او شعر خوږې ژبې يې په لنډ وخت کې زيات مينه وال پيداکړي دي، په يوه بل ځانګړي انداز کې داسې څه ليکي، چې زما لپاره ډېر نوي او د فکر خلاف مې داسې څه په کې دي، چې انسان ډېر ډېراو ژور فکر ته راکاږي، هغه څوک چې خپل زنداني احساسات، عواطف او خيالات په يوه خاص هنر د خپل وجود کالبوت نه ازادوي او د لا ډېرې ازادۍ بلنه ورکوي.
د روح او اروا سکالو د انسانانو هغه حساسه برخه ده، چې د ژوند د فلسفې ډېرې خبرې په کې نغښتي، د نړۍ لوی لوی فیلسوفان اوس هم د روح او روان په برخه کې بې درېغه لګيا دي او خپل تحقیقات بشپړوي، خو اغلې اناهيتا روهي دا مسايل په خپل يوه بل هنري ډول کې داسې ليکي ته وه د روح او روان دا تجربې ټولې نوي دي.
دا تجربه خو به مو کړې وي، چې کله سترګې پټې کړئ او په ذهن که هغه څه او یاڅوک راوړئ، چې ډېرموخوښيږي، څومره لويه خوښي دربخښي، په دې وخت کې انسان داسې فکر کوي ته وا دا هرڅه چې ستاسوپه خيال کې تېرشوي، په حقیقي ډول پېښ شوي دي.
خو اناهيتا روهي دا تجربه زمونږ په شان نه کوي، هغه خپل روح ته الوتنه ورکوي او له بره يې کايناتو او د ژوند ماناوو ته سم متوجه کوي او بيا بېرته راځي مونږ ته يې وړاندې کوي، اناهيتا روهي له ځانه تلل او بېرته له يو عالم رازونو سره راتلل يوه نوې تجربه ګڼي او په هر فکرکې يې دا تجربه مونږ ته څرګنديدای شي
د هغې له ابهام او هنره ډک نثر مونږ ته ددې ټولنې د نورو خويندو، ميندو د تربتو چيغو يو بې مثاله تصویر مخې ته

ږدي، کوم احساسات چې د اغلې خور په نثر او شعرکې انتقاليږي، فکر نه کوم، چې تراوسه دې، کوم بل چا په دومره هنري حياناک انداز کې وړاندې کړې وي، هغه هنرچې پښتني حيا، عزت، مينه او الفت هم په کې نغښتي د نورو پښتنو نجونو لپاره يوه ډېره ښه لاره ده، چې لوستونکيو ته په کې خپل احساسات د ښيښې غوندې داسې ښکاره شي، چې هم په کې خپله څېره وويني او هم دليکوال احساسات درک کړي.
د لويانو پروينا که څه هم د نړۍ پرمخ بېلابېلې ټولنې ژوند کوي خو داحساساتو او عواطفو ژبه يې شريکه ده.په دې برخه کې يو شاعر وايي:
ماشومان که د مشرق که د مغرب دي
د خنـــــدا او د ژړا انداز یې يو دی
زه يې دلته درته يوه نمونه، چې د تربتې چيغې د کتاب پر پښتۍ باندې ليکل شوې وړاندې کوم.
په ورکه چوپتیاکې د تربتې
چيغې اواز ورک دی، يوازې يې
وږمې دي، چې کله له خاورو
پورته کيږي او کله د ستوروپه
لپه کې ځليږي.کله دقسمت
په منارو او کله د ژوند په غېږ
کې لوبيږي، پاڅيږي، روانيږي،
لوېږي او ډېرځله د ځمکې
زړه ته وربهيږي او ورکيږي ……
په ورکه چوپتياکې د تربتوچيغو ورکيدل، دانسان ديوه داسې حالت ترجماني کوي، چې ساده الفاظ يې په خپل عادي استعمال سره نه شي بیانولی، که مونږ ورسره خپل ژور او دقیق فکر ملګری نه کړو ستونزمنه ده، چې دا ورک ورک خيالات دې په خپل ذهن کې راولو، د اغلې اناهيتا د الفاظو دغه ترکيب، چې د انسان د احساساتوهغه برخه، چې زمونږ روح او روان تل ځوروي خو مونږ يې بیانولی نه شو، په يوه داسې خاص انداز سره بيان کړې ده، چې له دې چارې ډېرخلک بې وسه دي.
که څه هم اغلې اناهيتا د ژوند اصلي هدف دماشوم ادبيات ګرځولي او د زړه له تله ورته خپله ټوله هڅه کوي، خومايې دلته ځکه یوازې دهنري نثرپه اړه یوڅو کرښې وليکلې، چې دا زما خپل تاثر و او په دې برخه کې مې له دې نور زيات تحقيق نه دی کړی، ځکه چې داغلې اناهیتا په هنري نثرکې داسې ډېرڅه شته، چې مونږ پرې هغه دچا خبره کتابونه، کتابونه لکيلی شو، که چېرې د خور ددې په وينا چې په جرمني کې ورته عصري(Modern) شعر وايي، هراړخيز وڅېړل شي، نو دژوند ډېرې رنګيني او مالګينې خبرې په کې دي، چې دا هم دهغې دقلم او فکر رښتينوالي راښايي.
زه به خپله ليکنه په خپل لاندې څو بیتونو راونغاړم چې:
زه په مانـــــــــــاکې هم مانا لټـوم
ګرځم پیدا مـــــــــې دی پیدا لټـوم
مرګیه څوشیبې خو وکړه صـــــبر
سا مې په ځان کې نه شته سا لټوم
خیر که په تامې سترګې ولګــیدې
توره تیاره ده خــــــــــو رڼا لټـوم
د لابرياوو په هيله يې
درنښت