تاند، یکشنبه، د دلوې ۶مه: ترانسپورت وزارت وايي، د روزګان د هوايي ډګر کارونه نیمايي بشپړ شوي؛ خو د هوايي ډګر د کنټرول ټاور ودانۍ، د فاضله اوبو او د رمپ جوړولو کارونه یې روان دي.

د یاد وزارت په وینا، د ترینکوټ د هوايي ډګر د کنټرول ټاور ودانۍ، د فاضله اوبو او د رمپ جوړولو په کارونو ۸۴،۰۱۲،۹۳۹.۹۲ افغانۍ لګښت راځي.

د ترینکوټ د هوايي ډګر چارې د افغان رولکس ساختماني شرکت پر مخ بیايي او تراوسه یې ۹۶سلنه کارونه بشپړ کړي دي.

ددې پروژې لګښت د ملکي هوایي چلند ادارې د پرمختیایی بودیجې څخه تمویلېږي او د ۱۲ میاشتو په موده کې به بشپړه شي.

د روزګان هوايي ډګر زیاتې برخې تراوسه پاتې دي؛ خو د ترانسپورت وزارت مسوولین وايي، د دغه هوايي ډګر ټولې اړتیاوې به په راتلونکو څو کلونو کې بشپړې شي او د الوتنو لپاره به برابر شي.

د یادونې ده چې د پلازمېنې کابل په ګډون تراوسه د هېواد یو ولایت هم داسې مجهز هوايي ډګر نه لري، چې له افغانستان تېرېدونکي الوتکې پکې ناستې وکړي او خپلې اړتیاوې پوره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *