ولسمشره !
روزګان له زنداني حالت څخه وژغورئ.
روزګان د نني افغانستان او د اوسني نظام د پيل پلازمېنه ده !
بدبختانه چي اوس د هيچا په ياد هم ندئ.
د ګڼو نورو ستونزو سره، سره له ډيري مودې راهیسي د روزګان ولسونه د هیواد د هیڅ لویي لاري او همسایه ولایت سره د وصلېدلو لپاره پوخ سړک نه لري. له همدې امله ددې ولایت وګړي نه یوازي د  اقتصادي‌ اړخه ځپل کيږي، بلکي روغتیایي خدماتو ته د نه لاسرسي له امله دا سیمه د ډيرو زړه بوږونکو  پېښو شاهده ده.
د خام سړک حالت د ژمي په موسم کي د واورو او بارانونو له امله د هر ډول وسایطو د تګ راتګ لپاره ستونزمن دی.
د نوموړي‌ سړک موضوع د ۱۳۹۷ کال د سرطان په میاشت کي د لوی کندهار د ځوانانو سراسري شورا سره د ولسمشر د ژمنو یوه برخه وه چي متاسفانه تر اوسه نده پلي شوې.
په دې اساس د لوی کندهار د ځوانانو سراسري شورا د حکومت څخه جدي‌ غوښتنه کوي چې د نوموړي‌ سړک د جوړولو چاري د انکشافي کارونو په لمړیتوبونو کې راولي، د تطبیق لپاره یې هر اړخیزه تدابیر ونیسي او هغه نهادونه او اشخاص وپوښتي چې پدي مسله کي یې غفلت کړیدی.
د لوی کندهار د ځوانانو سراسري شورا وېره لري‌ چي دا ډول اساسي‌ پروژو ته پر وخت نه رسېدنه به د حکومت او ولس تر منځ واټن ډېر کړي.
د رزوګان ولایت د نوموړي سړک جوړولو په چارو کي د نور غفلت له امله به د لوی کندهار د ځوانانو سراسري شورا پټه خوله پاته نشي او د روزګان د ولس ددې مسلم حق لپاره به د رسنیزو کنفرانسونو، لاریونونو او ټولنیزو رسنیو له لاري پر حکومت او اړوند نهادونو باندي‌ په جدي نیوکو لاس پوري کړي.
په درنښت
د لوی کندهار د ځوانانو سراسري شورا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *