رفيع الله زيار

په دې وروستيو کې پاکستان او روسيه چې تازه د خپلو ګټو په خاطر له يوه او بل سره يو ځاى شوي، هڅه کوي چې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره د يوه خبره د بل له لوډسپيکر څخه وکړي.

تېره ورځ د پاکستان لپاره د روسيې سفير وويل، پاکستان د افغانستان په سوله کې مؤثر رول لوبولى شي، ځکه پر وسله والو ډلو د دغه هېواد اغېز ډېر دى.

د پاکستان لپاره د روسيې سفير دا څرګندونې موږ ته سيګنال راکوي او په ډاګه کېږي چې د کانټيننټل، د کابل د صدرات څلور لارې خونړۍ حمله او نور بريدونه د پاکستان زور ښودنه ده او افغان حکومت بايد دده شرطونو ته غاړه کېږدي تر څو د بيا لپاره دا ډول پېښې رامنځته نه شي. که چېرې دا خبره د پاکستان چارواکو کړې واى، نو له سختو غبرګونونو سره به مخامخ شوي واى او له ګټې نه به يې تاوان زيات و، خو دوى دا کار د روسيې له لوډسپيکر څخه وکړ.

روسيې ځکه د پاکستان ملاتړ ته لاس ور اوږد کړ تر څو په افغانستان کې د امريکا هغه ستراتيژي ناکامه کړي چې د سيمې لپاره يې جوړه کړې ده او بل د داعش ويرې دې ځاى ته را ورساوه چې په پټه د طالب مشرانو سره ليدنې وکړي، د دوى د تمويل، د روزنې مرکزونو او نورو مصارفو ته غاړه کېږدي. روسيې په سوريه کې په ټول قوت سره د بشر الاسد له حکومت څخه ننګه وکړه او خپل دغه متحد يې وژغوره. روسيې نه يوازې په سوريه کې د داعش مرکزونه تر شديدو بمباريو لاندې ونيول، بلکې د امريکا لخوا رامنځته شوو تبليغاتي راډيوګانو هغه انتنونه او ټاورونه هم په نښه کړل چې د بشرالاسد د حکومت پر ضد يې خلک پاڅون ته هڅول.

پاکستان چې په سيمه کې د تروريزم د توليد يو لوى مرکز دى، نو روسيې هم په همدې خاطر ورته مخه کړه تر څو له دې ډلو څخه په استفادې لکه څنګه چې يې په سوريه کې امريکا ته ستونزه پيدا کړه، په همدې ډول ورته په افغانستان کې دننه سر خوږى پيدا کړي او دلته يې داسې ښکېله کړي لکه څه ډول چې امريکا او متحدينو يې شوروي اتحاد په افغانستان کې ښکېل او ټوټه، ټوټه يې کړ.

پاکستان بيا ددې لپاره روسيې ته د دوستۍ لاس ور اوږد کړ تر څو پر امريکا فشار راوړي او په دې ډول هغه پيسې او امکانات بېرته تر لاسه کړي چې له ٢٠١٤ م کال وړاندې يې له امريکا څخه د تروريزم د ځپلو په موخه تر لاسه کول، خو پاکستان نه يوازې هغه پيسې تر لاسه نه کړې، بلکې له روسيې سره په دوستۍ يې امريکا پر ځان دومره بې باوره کړه چې نن يې امريکا د يوې ځانګړې ستراتيژۍ له مخې ځپي او کېداى شي، چې ډېرې ستونزې هم ورته پيدا کړي.

د پاکستان لپاره د روسيې سفير دا خبره چې ګواګي پاکستان د افغانستان په سوله کې مؤثر دى، په قوي احتمال د کابل خونړى بريد او نورې حملې د روسيې او پاکستان يو ګډ پلان شوى کار وي او په دې ډول يې هڅه کوله چې روسيه پر امريکا فشار راوړي او ناکام يې معرفي کړي او پاکستان بيا پر افغان حکومت هغه څه ومني چې دى يې غواړي. پاکستان د افغانستان او هند تر منځ له ښو اړيکو څخه پوره په ويره کې دى او تل يې د سپينې ماڼۍ او نورو ابر قدرتونو پر مټ هڅه کړې چې دا اړيکې سړې او د افغانستان بهرنى سياست په خپله ګټه کړي، خو دا کار نه حامد کرزي وکړ او نه هم اشرف غني دې شرط ته غاړه ږدي.

روسيه او پاکستان په نورو ډېرو برخو کې شريکې ګټې او اهداف لري چې په دې وړه ليکنه کې يې ځايول ناشوني دي، خو دا چې پاکستان د روسيې له لوډسپيکر څخه څه ډول خپله غوښتنه کوي او څه ډول افغانانو ته خپل زور ازمايي ښايي؟ دا هغه څه دي چې افغانان بايد ورباندې پوه وي او د شنډولو لپاره يې بايد يو موټى اوسيږي تر څو افغانستان له اوسنيو بدو شرايطو څخه هسکه غاړه وباسو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *