ځوان افغان
څو ورځې مخکې مې يوه مشر دوست، چې د افغانستان سياسي، پوځي او اقتصادي حالات په ځير ځير څاري، راته ويل : ((عطا محمد نور د شمال د تجزيې لپاره د ملېشو پر جذبولو کار کوي، د ده تر شا د روسيې د ولسمشر پوتين ملاتړ دی او د پوتين پلان دا دی چې د افغانستان يوه برخه لاندې او تر هندوکشه خپله واکمني را وغځوي! )) هغه زياته کړه ،چې پاکستان او ورسيه په ښکاره توګه او انګرېزان د پردې تر شا د افغانستان د وېشلو لپاره هلې ځلې کوي. اوس اورم چې عطا محمد نور ويلي ، څه باندې ۲۰۰ (( دښمنان )) يې په بلخ او جوزجان ولايتونو کې وژلي دي. ښاغلي عطا پرخپلې رسمي فيسبوک پاڼې ليکلي چې د (( وليد )) په نامه ۸ ورځنيو پوځي عملياتو کې چې د غوايي پر ۱ ورځ پيل شول، د بلخ او جوزجان څو ولسوالۍ د دښمن له شتونه پاکې شوې دي. عطا نور اوس کومه رسمي دنده نه لري، خو د جمعيت اجرائيوي مشر ځان بولي. د ملي دفاع دوزارت وياند امريکا غږ ته ويلي چې د ښاغلي عطا د ملاتړ هرکلی کوي. محمد رادمنش دغه راز زياته کړې، چې په بلخ، جوزجان او فارياب ولايتونو کې د پوځي عملياتو مشري دافغان ځواکونه په غاړه ده او (( ښاغلي عطا زموږ دځواکونو معنوي ملاتړ کوي چې موږ يې ستايوو.)) په هغو عکسونو کې چې د ښاغلي عطا پرفيسبوک پاڼې خپاره شوي نوموړی په پوځي جامو کې او په مخابره کې د خبرو په مهال ليدل کېږي. په عکسونو کې دغه راز د ملي پوځ څرخۍ يا هيليکوپتره او يو جنرال هم ليدل کېږي. دا د پورتنۍ ادعا ثبوت دی، چې عطا نور د ملېشو د را ټولولو لپاره هڅې تر يوه بريده رسولې دي!
په ولسي جرګه کې يو شمېر استازې د عطا نور د دغه هڅو په اړه سره وېشلی نظر لري، له بلخه د ولسي جرګې يوه استازې دا ملاتړ د ملي دفاع وزارت د وياند په څېر ښه بولي، خو دا سختې پايلې تر شا لري. په ولسي جرګه کې د بلخ استازې برېښنا ربيع ويلي: (( ښاغلي عطا د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ او ننګه په دغو عملياتو کې برخه اخيستې. د هغه ګډون ډېرو چارواکو او خلکو ته زړه ورکړ، ويې وهڅول چې ددښمن پر ضد ودرېږي.))
بل لوری ځينې نور بيا په پوځي عملياتو کې د ښاغلي عطا ګډون د قانون خلاف ګڼي او وايي چې هغه له دې لارې غواړي خپل سياسي او پوځي غليمان وځپي. د ولسي جرګې غړې ارين يون امريکا غږ ته ويلي، ((که نظامي علميات کېږي، هلته امنيتي او دفاعي ځواکونه شته، جنرالان لرو، مسلکي قومندانان لرو، پوځ لرو، پوليس لرو، نو دهغه ورتګ ته ضرورت څه دی؟ خو هغه غواړي چي له دې لارې خپل سياسي دښمنان وځپي، دا دقانون خلاف کار دی، بايد حکومت ورسره حساب او کتاب وکړي.)) دا خبره پر ځای ده، ښاغلی نور اوس په ښکاره توګه د ملي حاکميت پرضد او د افغانستان د تجزيې لپاره را پاڅېدلی او د روسيې له خوا پر شا ټپول کېږي! د عطا نور پر بلخ د منګلو ښخول هم په همدې موخه وو، که نه نو افغان حکومت ته د يوه کس لرې کول، څه سخته مسئله نه وه. عطا نور څه د تنظيمي ملېشو او څه د اوسنيو حکومتونو پر مهال د افغانستان له تجزيې پرته بل څه نه دي کړي. د هغه ګرد چارپېره ملېشې هم دا غواړي، او کله يې چې غوړه مالان د دغه د بغاوت په تاکيد شعارونه ورکوي، هغه نور هم باټېږي او ځان ورته ډېر ستر ښکاري، له قانونه هم ستر !
د عطا نور په وړاندې د جمهور رييس غني دريځ او اندېښنې پرځای دي، خو حکومت ته په کار ده چې عطا نور د ملي خاين په توګه را کش او محاکمه کړي، که داسې ونه شي، نو بيا به د افغانستان د تجزيې مسئله نوره هم يقيني شي او وروستۍ لاسته راوړنې به پر اوبو لاهو او بيا دې د دغه ملک او ملت خدای مل شي!
لکه وړاندې مو چې يادونه وکړه، پاکستان او روسيه په ښکاره او انګرېزان د پردې تر شا د افغانستان د تجزيې لپاره هلې ځلې کوي. دا هڅې اوس پراخې شوې دي، موږ وليدل، چې د نظام په زړه کې د عطا نور په ننګه د ولسي جرګې دوه جرار استازي همايون همايون او ظاهر قدير را پورته شول او په بلخ ،ننګرهار او کندهار کې يې د نظام پرضد غونډې جوړې کړې، دغه راز د کندهار امنيه قوماندان جنرال رازق هم د ولسمشر غني پرضد را پورته شو او په ښکاره يې وويل ،چې د ده لرې کول او له دندې شړل، د ولسمشر غني واک نه دی!؟
دغه بغاوتونه مو پورتنۍ ادعا په ثبوت رسوي، ملت دې خبر وي، چې دښمن د خپلو ګوډاګيانو په مرسته د افغانستان د وېشلو لپاره له هر څه ګټه پورته کوي، ښايي په دوو او يا امکان لري، چې په درېـيو برخو د دې وشنې لپاره نورې څه هم وشي، انګرېز خو په هېڅ توګه نه غواړي، چې په سيمه کې يې پاکستانۍ پروژه ختمه شي، بلکې دا پروژه نوره هم پراخوي، چې د اوسني افغانستان ختيځې سيمې ورته په کار دي، روسيه خپلې پولې تر هندکشه را پراخوي او ښايي لوېديځ ايران ته وسپارل شي!
لومړی بايد ملت سره يو موټی شي او په حقيقي توګه خپل دښمنان وپېژني، دوهم د افغان حکومت دا دنده ده ،چې د ملي حاکميت د تحقق لپاره ګړندي ګامونه پورته کړي، دغه راز حکومت بايد له خپلو ستراتيژيکو ملګريو په کلکه وغواړي، چې له دغه حالته يې وژغوري. په دې کې امريکا او ناټو ډېر مسوول دي او ملګري ملتونه نور بايد اړ کړای شي، چې د روانې کشالې او ناوړو موخو لپاره د هڅو مخنيوی وکړي، ترهګري هم د همدې ناوړو موخو لپاره روزل کېږي او پرې موخې په نښه کوي.