د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر د روسیې په یو امنیتي کنفرانس کې د ګډون او وینا تر څنګ د ځینو هېوادونو د ملي امنیت شورا له سلاکارانو سره جلا ـ جلا ناستې کړي.
په ټوله کې د ښاغلي اتمر ناستې له لاسته راوړنو ډکې بلل کیږي او د ځینو هېوادونو استازو ته یې قناعت ورکړی چې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزه د ټولو هېوادونو د امنیت، اقتصاد او سوداګرۍ لپاره اړینه ده او په دې برخه کې هر ډول ټګي او درغلي د هر هېواد په زیان ده.
د بلاروس د ملي امنیت شورا سلاکار سره د محمد حنیف اتمر لیدنه
بلاروس چې اوس د افغان ځواکونو لپاره د چورلکو په جوړولو بوخت دی، له افغانستان سره یې اړیکې مهمې بلل کیږي، ځکه هغه هېواد په پښو ولاړ دی او کولای شي د پوځي مرستو او همکاریو تر څنګ د زراعت په برخه کې هم له افغانستان سره مرستې وکړي.
بلاروس هغه هېواد دی چې د نړۍ زیاتو هېوادونو ته غم صادروي او د دې تر څنګ د زراعتي ځمکو د پاللو لپاره تراکتورونه هم جوړوي، بلاروس ښې وسلې تولیدوي او د وسلو تر څنګ هوايي ځواکونو لپاره تجهیزات هم جوړوي.
د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر د بلاروس د ملي امنیت له سلاکار سره په لیدنه کړې له هغه هېواد غوښتي چې افغان ځواکونه له ترهګرۍ سره په مبارزه کې هوایي پیاوړي ځواک ته اړتیا لري او په دې برخه کې د بلاروس همکاري اړینه ده.
بلاروس سره د پوځي مرستو تر څنګ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په پراختیا هم خبرې شوي او په دې ناسته کې تمه پيدا شوې چې بلاروس به له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت لاسنیوی وکړي او له ترهګرۍ سره د ګډو ګواښونو د له منځه وړلو لپاره به خپله همکاري کوي.
د ایران د ملي شورا سلاکار سره د محمد حنیف اتمر لیدنه
ایران چې د افغانستان یو ګاونډی دی او ځینو برخو کې له افغانانو سره ګډ مشترکات لري، په دې وروستیو کې ځینې راپورونه شته چې د داعش د ګواښ په پلمه له طالبانو سره مرستې کوي او د هېواد په لویدیځ کې یې ځینې طالب وسله والو ته وسلې او امکانات په لاس کې ورکړي چې د افغان دولت پرضد جګړه وکړي.
همدې انديښنو ته په کتو د ملي امنیت شورا سلاکار د ایران د ملي امنیت شورا له سلاکار سره په لیدنه کې له هغه هېواد غوښتي چې په افغانستان کې افغان ځواکونه پرته له توپيره د ترهګرو ډلو پرضد مبارزه کوي او هغه هېوادونه چې له دې ګواښونو ویره لري، پکار ده چې له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي.
ښاغلي اتمر د افغانستان په سوله کې د ایران د سیاسي مشرتابه همکاري اړینه بللې او په افغانستان کې د وضعیت د ښه کیدو لپاره یې له ایران غوښتي چې عملي ګامونه واخلي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پر افغان حکومت باور وکړي او له افغان ځواکونو سره همکاري وکړي.
اوس په افغانستان کې فرصت شته چې هېوادونه له ترهګرۍ سره رښتنې مبارزه وکړي او د دې تر څنګ د سولې په پروسه کې خپله ونډه ثابته کړي، نو له همدې کبله ایران ته مخ اوړي چې له خپلو اړیکو د افغانستان د ثبات لپاره ډیر کار کولای شي او د ایران ونډه د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې حیاتي ده.
د ایران د ملي امنیت شورا سلاکار سره د ښاغلي اتمر خبرې قناعت بخشه بلل شوي چې ایران دې په افغانستان کې د ترهګرو له یوې ډله نه ویریږي او د یوې ډلې له ډاره دې بله ډله نه تقویه کوي، ترهګر پولې نه پيژني، دوست او دښمن نه پيژني او هره ډله په خپل وخت کې چې زور یې برابر شي، خپل جنایتونه کوي.
ایران ته ډاډ ورکول شوی چې په افغانستان کې به هیڅ هېواد ته اجاز ور نه کړل چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پرضد وکاریږي او افغان حکومت او افغان ځواکونه له ترهګرۍ سره په جدي مبارزه اخته دي او تېرو دریو کلونو کې یې د ترهګرو ټولې ډلې سختې وارخطا کړي او هیڅ ډول د پرمختګ چانس یې نه دی ورکړی.
نو په روسیه کې د ملي امنیت شورا د سلاکار دا دوه ناستې چې تفصیلي خبرې کې شوي، د دواړو هېوادونو انديښنې رفع شوي او په افغانستان کې یې همکاریو ته هڅولي، داسې همکاري چې هېوادونه باید په مسوولانه ډول له ترهګرۍ او نشه یې توکو سره رښتنې مبارزه وکړي او په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.