مجیب الرحمن لمر

په وروستیو کې د افغانستان وضعیت په اړه د روسیې اندېښنې زیاتې شوي دي. اندېښنې تر هغه بریده مخته لاړې چې د طالبانو او روسیې ترمنځ پر همکارۍ منتج شوې؛ خو ظاهرا روسیې له‌دغې اړیکې څخه کومه پایله نه‌ده ترلاسه کړې. په وروستي غبرګون کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، افغانستان کې د ترهګرو په ځانګړي توګه د اسلامي دولت ډلې (داعش) فعالیتونه زیات شوي او ظاهرا د دغو جنګیالیو شمېر ۱۰زرو تنو ته رسېږي.

نوموړي د روان کال په اوږدو کې د جګړې او تاوتریخوالي د زیاتېدو اټکل کړی او ویلي یې دي چې طالبان به خپل بریدونه زیات کړي. له‌دې وړاندې روسي چارواکو په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې فعالیت په اړه جدي اندېښنه ښکاره کړې وه؛ خو اساسي پوښتنه دا ده چې د دغو اندېښنې اصلي لامل څه دی؟ پایلې یې څه کېدای شي او څه ډول دغو اندېښنو د پای ټکی ایښودل کېدای شي.

د اندېښنو عوامل

د افغانستان امنیتي وضعیت په اړه د روسیې د اندېښنو عوامل په لاندې توګه په ګوته کېدای شي:

لومړی، له ۲۰۰۴ کال وروسته کله چې طالبانو یوځل بیا وسله‌وال مخالفت ته مخه کړه د فعالیت ساحه یې د روسیې له پولو لرې وه. له بلې خوا د افغان دولت د وسله‌والو مخالفینو مرکزونه د ډيورنډ کرښې هغې غاړې ته موقعیت درلود؛ خو په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځيانو ضرب عضب عملیات د دې لامل شول چې د طالبانو سربېره یو شمېر نور جنګیالي هم د سیمې پرېښودو ته اړ شي. دغه جنګیالي د ډیورنډ کرښې څخه په راوښتلو افغانستان ته دننه شول او د منځنۍ اسیا هېوادونو پولو ته څېرمه یې فعالیت پیل کړ. پخوا روسیې پتېیلې وه چې جګړه او د مخالفینو مرکزونه په کیلومترونو لرې موقعیت لري، دوی نه‌شي کولای د منځنۍ اسیا هېوادونو ته نږدې شي. له‌دې سره د اتلسمۍ او نولسمۍ پېړۍ په څېر افغانستان یو ځل بیا د حایل حیثیت خپل کړی و؛ خو د ضرب عضب عملیات، هر څه معکوس کړل او د دې باعث شول چې د روسیې اندېښنې زیاتې کړي؛ ځکه د منځنۍ اسیا هېوادونه د روسیې د نفوذ او قدرت سیمه شمېرل کېږي.

ظاهرا د روسیې د اندېښنو او شکونو لوی لامل همدا شمېرل کېږي؛ خو باور دا دی چې ځینو نورو عواملو هم روسیه اندېښمنه کړې ده. دغه عوامل داسې بیانېدای شي:

دویم، له امریکا او روسیې څخه د تاریخي سیالانو په توګه یادونه کېږي. دواړه د سړې جګړې پر مهال د مستقیم تقابل تر بریده رسېدلي؛ خو د پخواني شوروي اتحاد په پاشل کېدو، حالات د امریکا په ګټه تمام شول. روسیه چې ځان د پخواني شوروي اتحاد تاریخي وارث ګڼي د بیا پورته کېدو په حال کې ده او پر وړاندې یې یوازینی ستر رقیب د امریکا په مشرۍ ناټو سازمان دی. ناټو له تېرو ۱۵ کلونو راپدېخوا په افغانستان کې حضور لري؛ خو تر دې‌دمه نه‌ده توانېدلې چې د ثبات او امن ټینګښت په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي. د روسیې او امریکا ترمنځ تاریخي سیالیو او په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ رامنځته شویو ټکرونو ته په کتو، باور دا دی چې مسکو غواړي، ناټو په افغانستان کې ناکامه معرفي کړي او دغه ناکامي تر وروستي بریده تبلیغ کړي. د افغانستان له روان حالت څخه د روسیې اندېښنې د همدې بدنامۍ په لړ کې شمېرل کېدای شي؛ ځکه تر ډېره بریده د امنیت ټينګښت، د وسله‌والو مخالفینو او ترهګرو له‌منځه وړل یا تضعیف، د مخدره توکو کرکېلې او قاچاق پر وړاندې مبارزه او د ټیکاو راوستل هغه څه و چې په لومړیو کې د لوېدیځو هېوادونو له‌خوا مطرح کړی شول؛ خو د عمل په برخه کې جدي ستونزې موجودې دي. اوس‌مهال روسیې د دغو ستونزو په برجسته کولو سره غواړي، د ناټو غړي هېوادونو په‌خپل ۱۵ کلن ماموریت کې ناکام وښيي او له‌دې لارې له لوېدیځو هېوادونو غچ واخلي.

درېیم، په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو ضرب عضب عملیاتو په پایله کې نه یوازې دا چې وسله‌والو طالبانو د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته خپل ځینې پټن‌ځایونه پرېښودل؛ بلکې په‌دغه سیمه کې مېشتو بهرنیو ترهګرو هم د ډيورنډ کرښې دې غاړې ته مخه کړه. د دغو ترهګرو غوښنه برخه د منځنۍ اسیا هېوادونو اتباع دي چې په تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغیزستان، چیچن او حتی د چین اویغور هم په‌کې شامل دي. دا چې دغو افرادو د افغانستان شمال ته مخه کړه، نو د روسي چارواکو دا اندېښنه یې ورزیاته کړه چې ګواکې له پولې څخه په اوښتو به د منځنۍ اسیا هېوادونو ته مخه کړي.

له بلې خوا په افغانستان کې د داعش د فعالیت له پیل سره جوخت، پورتني افراد د اسلامي دولت ډلې جنګیالیو ترمنځ تنظیم شول. د داعش اهداف یوې سیمې پورې نه محدودېږي؛ بلکې ټوله اسلامي نړۍ رانغاړي چې د منځنۍ اسیا هېوادونه هم په‌کې شامل دي. باور دا دی چې د منځنۍ اسیا هېوادونو بنسټ‌پاله افراطیان دا توان لري چې په اسانۍ سره خپلو هېوادونو ستانه شي او د بې‌نظميو له رامنځته کولو سربېره، سربازګېرۍ ته هم دوام ورکړي.

همداراز د منځنۍ اسیا او روسیې یو شمېر وګړي په عراق او سوریه کې له داعش سره یوځای شوي دي. د روسیې د وسله‌وال ځواک له‌خوا د خپرو شویو شمېر پر اساس، له ۲۸۰۰ څخه تر ۲۹۰۰ روسي مسلمان وګړي منځني ختیځ کې له داعش سره یوځای شوي دي. همداراز د منځنۍ اسیا هېوادونو وګړي هم د دغې ډلې غړیتوب لري چې شمېر یې په لاندې توګه دی:

ازبکستان:       ۵۰۰ تنه

قرغیزستان:          ۵۰۰ تنه

تاجکستان:       ۳۸۶ تنه

ترکمنستان:     ۳۶۶ تنه

قزاقستان:        ۳۰۰ تنه

 دغه افراد په اسانۍ کولای شي خپلو هېوادونو په ستنېدو، ګډوډي رامنځته او د یادو هېوادونو امنیت مختل کړي.

څلورم، د منځنۍ اسیا هېوادونه، د پخواني شوروي اتحاد هغه غړي ول چې په ۱۹۹۱ کال کې د روسیې له پاشل کېدو سره یې خپلواکي ترلاسه کړه او اوس‌مهال ورو، ورو بشپړې خپلواکۍ پر لور درومي. د بشپړې خپلواکۍ په پایله کې ده چې له لوېدیځو هېوادونو سره یې اړیکې تامیندای شي. له لوېدیځ سره د یادو هېوادونو د اړیکو ټينګښت نه یوازې دا چې په سیمه کې به د لویدیځ نفوذ زیات کړي؛ بلکې د دې لامل هم کېږي چې د دغو هېوادونو له طبیعي زېرمو څخه استفاده وکړي. له‌دې سره په سیمه کې د روسیې نفوذ ختمېدونکی ایسي. یو تحلیل دا دی؛ د دې لپاره چې روسیه توانېدلې و اوسي، د منځنۍ اسیا هېوادونه تر خپل اثر لاندې وساتي؛ له ترهګرۍ، د امنیت له‌ خراب‌والي او د ګډوډيو له زیاتېدو څخه یې ډاروي. دېته په کتو چې د یادو هېوادونو دفاعي ځواک کمزوری دی، نو دا اړتیا لري چې درېیم هېواد ته مخه کړي. اوس‌مهال درېیم هېواد روسیه ده. روسیه غواړي په یادو هېوادونو کې د خپلو سرتېرو په ځای پر ځای کولو؛ په‌دغه سیمه کې د لوېدیځو هېوادونو، په ځانګړي توګه د امریکا د نفوذ له زیات‌والي څخه مخنیوی وکړي.

څه باید وشي؟

په نړۍوال ډګر کې روسیه د بیاراپورته کېدو او د لوېدیځو هېوادونو (خصوصا امریکا) پر وړاندې د درېدو هڅې کوي. دغه هڅې د کریمیا له پېښې پیل شوې، په سوریې کې یې دوام وموند او اوس‌مهال له سوریې سربېره پر افغانستان هم متمرکزې شوې دي.

ظاهرا روسیې د اسلامي دولت له ډلې (داعش) سره د مبارزې تر نامه، له وسله‌والو طالبانو سره اړیکې ټينګې کړي دي؛ خو له‌دې امله چې طالبان د داعش د ځپلو توان نه‌لري؛ باور دا دی چې د دواړو لوریو اړیکې تر یوه بریده ترینګلې شوي او روسیه به ډېر ژر له طالبانو مخ واړوي.

له همدې امله روسیه د افغان حکومت له ټاکنې پرته بله لار نه‌لري. مهمه ده چې روسیه او افغان حکومت په بشپړې هم‌غږۍ د ترهګرو پر وړاندې اقدام وکړي. باور دا دی که افغان حکومت وشي کړی، روسیې ته قناعت ورکړي چې د افغانستان له خاورې به د منځنۍ اسیا هېوادونو ته هېڅ‌راز ګواښ متوجه نه‌وي، تر ډېره بریده ستونزې حل کېدونکې ایسي. خو دغه چاره هغه مهال شونې ده چې روسیه یوازې د ترهګرو له‌منځه وړلو په لټه کې و اوسي، نه دا چې له ترهګرو سره د مبارزې ترنامه نور اهداف تعقیب کړي.

خو دا چې روسیه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې سربېره، د ملي ګټو تامین، له لویو قدرتونو سره سیالي او د مخالفینو له‌منځه وړلو په هڅه او لټه کې ده؛ شونې ده چې مسکو د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره له ګډو پوځي مانورو سربېره، ځینې نور پوځي اقدامات هم وکړي. له همدې امله دا اړتیا لیدل کېږي چې افغان حکومت د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې په موخه، د سیمې او نړۍ په کچه نوي اقدامات تر سره او په‌دې برخه کې د روسیې په ګډون د ټولو هېوادونو قناعت حاصلولو څخه وروسته، له‌دغو هېوادونو د ګډو او هم‌غږیو عملي اقداماتو غوښتنه وکړي. یو اقدام د افغان امنیتي ځواکونو بشپړ تجهیز په ګوته کېدای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *