تاند- افغان او امریکايي چارواکي وايي، د طالبانو او مسکو د اړیکو زیاتېدو اندېښن کړي او وايي چې د دوی ترمنځ اړیکې کېدای شي د افغانستان له وړاندې څخه خراب امنیت نور هم کړکېچن کړي.

روسي چارواکي وايي چې طالبانو ته یې مالي یا پوځي مرسته نه ده ورکړې.

افغان چارواکي وايي، فکر کوي چې تراوسه پوري له طالبانو سره د روسیې ملاتړ به تر ډېره سیاسي وي.

خو دوی وايي چې په مسکو او تاجکستان کې له طالبانو سره د روسي چارواکو وروستیو لیدنو – کتنو افغان استخباراتي او دفاعي چارواکي په غوسه کړي دي ځکه دوی فکر کوي چې په دې کتنو کې به طالبانو ته د وسلو او پیسو پر ورکړه خبرې شوي وي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان یوه جګپوړي امنیتي چارواکي د روسیې له لوري د طالبانو ملاتړ یو نوی خطرناک میلان وباله او دا خطر په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن په شمول شنونکو تایید کړ.

جنرال نیکلسن تېره اوونۍ په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي و چې روسیې د طالبانو د ملاتړ لپاره له ایران او پاکستان سره لاس یو کړی دی او مسکو طالبانو ته په مشروغیت ورکولو کې مخکښ رول لوبوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویندویې ماریا زاخاروفوا د چهارشنبې په ورځ په مسکو کې د نیکلسن څرګندونې رد کړې او هغه یې کمزورې او غیردقیقې وبللې.

دې وویل«موږ بیا بیا ویلي چې روسیې له طالبانو سره پټې خبرې نه دي کړي او هیڅ راز مرسته نه ورکوي.»

مېرمن زاخاروفوا همداراز وویل چې روسیه د خبرو له لارې په افغانستان کې د سولې ملاتړ کوي او دا کار هغه مهال ممکن دی چې د طالبانو په شمول له ټولو خواوو سره تماسونه ونیول شي.

په کابل کې د روسیې سفارت نن خبریالان وربللي چې د افغانستان او روسیې پر اړیکو څرګندونې وکړي.

د سې شنبې په ورځ په کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانیڅکي د افغانستان د مشرانو جرګې له ريیس سره وکتل څو له طالبانو سره د اړیکو او تماسونو په اړه د ولسمشر پوتین د خاص استازي زامیر کابلوف د څرګندونو سپیناوی وکړي.

کابلوف ویلي و چې روسیه له طالبانو سره تماس لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *