تاند: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې هېواد خارجه وزیر د افغان سولې په رابطه د قطر د بهرنیو چارو له وزیر او مرستیال صدراعظم محمد الثاني سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل قطري سیال سره د افغان سولې پروسې په پرمختګونو د سوریې د بحران په تړاو مفصل نظریات تبادله کړي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د خبرو نور جزیات نه دي ورکړي خو دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي په قطر کې طالبانو او امریکایانو د مذاکراتو په نهم پړاو کې د سولې هوکړه نهايي کړې ده.

د هوکړې په تړاو له دې وړاندې روسیې ویلي وو چمتو ده چې د طالبانو ضمانت وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *