محمد زمان سهيل

 محمدزمان سهیل

امریکا تر کلونو د پاکستان له لارې خپل سرسخته مخالف چې هغه مهال شوروي اتحاد و مهار او مات کړ. تودو جګړو یې افغانستان نیم ژواندی کړ، خو په سړه جګړه کې له امریکا داسې ماتې وخوړه چې آن په مخامخ جګړه کې له شوروي سره د امریکا یوه مرمۍ هم فیر نه شوه.

امریکا د پاکستان له لارې په افغانستان کې، د شوروي د ماتې په موخه مجاهدین تمویل کړل خو د مجاهدینو وروسته، نوري ډلې لکه القاعده، حقانې او نوري … را ایجاد شوي. د امریکا د هغه مهال ولسمشر ریګن تګلاره هم ښه عملې شوه او شوروي تس نس کړل شو. افغانانو د حق جګړه وکړه خو، ورورسته د شوروي تر ماتې او ټوټه کېدو چې، کله روسیه یوازي او په ځان اخته شوه نو له هغه وخت نه تر اوسه د امریکا یکه تازي روانه وه. له مجاهدینو نه نوري را وتلي ډلې(القاعده، حقاني او نوري …) بیا نوري بدي معضلي شوي.

دا چې اوس بیا روسیه د ځان بسیاینې را وتلي او د پخواني رقیب راج ورته د زغم نه دی او ورسره پر طالبانو د امریکا تسلط کم شوی نو روسیې لاسونه بیا اوږده کړي. څه موده وړاندې راپورونه او تبصري وي چې، روسیه په افغانستان کې د طالبانو تمویل او تجهیز کوي، ځینې شنننۍ بیا داسې هم وي چې، داعش له طالب وروسته د امریکا پروژه ده او دا چې، طالبان یې له مهاره وتلي پر داعش یې ختموي. روسیه له همدې فرصت نه په استفادې غواړي طالبان حمایه کړي چې،  روسیه هم د محلي وحدت حکومت او هم د امریکا انتقاداتو سره مخ شوه، خو روسیې کله کله پدې اړه ښکاره دریځ نیوه.

بله مهمه مسئله؛ هغه هیواد چې، د پخواني شوروي اتحاد ړنګېدو په موخه تري د اصلحو د ډیپو په توګه کار اخیستل کېده، اوس د ټرمپ د پالیسو په اساس له امریکې سره په اړیکو کې تریخجن شوی او روسیه چې، د امریکا همداسې خام تارونه ګوري، ځانته را خپلوي. آن دا چې، روسیې په پاکستان کې، سیاسې نماینده ګۍ او کونسلګرۍ ایجاد کړي دا په واقعیت کې، د سیاست په تاریخ کې یو نوی باب دی چې، روسیه د امریکا په ترټولو دوست هیواد کې، سیاسیې نماینده ګۍ پرانیزي.

تبصره دا شوه: چې روسیه به اوس هماغه طالبان چې، د امریکا په واسطه د پاکستان له لارې د روسیې خلاف تمویلېدل، اوس به د روسیې له لوري د همدې پاکستان پر مټ تجهیزيږي او د جګړي ډګر به بیا هم افغانستان وي. نو ځکه ویلی شو چې، دا حالت به امریکا ته د زغم نه وي او د روسیې د تحرکاتو د ډپ کونې لپاره به خپله تګلاره له نوره هم تیزوي. لکه څنګه چې، د امریکا ولسمشر ویلي چې، ۲۰۰۱۸م کال به په افغانستان کې، په نظامې لحاظ تر ټولو سخت کال وي، له همدې نه هم ښکارې چې، د روسیې او امریکا ترمنځ سیالۍ کې به افغانان دل او افغانستان به له ورانیو سره مخ شي.

افغان حکومت ته پکار ده چې، په بهرني سیاست کې، له نا انډولۍ را ووځي او د متوازن سیاست پر لور اقدام وکړي، ځکه دایې اوس تر ټولو ښه وخت دی. لکه پاکستان چې، له موقع نه په استفادې د امریکا پر مرستو نظامې پیاوړتیا پېدا کړه، دا ډول دې افغان حکومت هم له دواړو مخالفو جهتونو نه د ښه سیاست له لارې ګټه واخلي، ځکه داعش هم افغانستان کې دی او طالب هم،  یو دې د بل لپاره سپهر نه ګرځوي بلکې د داعش له منځه وړلو لپاره دې له روسیې مرسته واخلي او د طالب له منځه وړلو لپاره دې له امریکا نه.

خو دا دومره اسانه ځکه نه ده چې، دواړه دې په اسانۍ سره قانع کړل شي، بلکې دا قوي سیاست لوبول غواړي، هغه چې افغانانو پکې هرمهال بایللي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *