تاند- د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازي ضمیر کابلوف پرون/سې شنبه/ د افغانستان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې له ولسمشر کرزي سره د قطر د سولې د بهیر په اړه خبرې وکړې.
روسیه د هند په شان له هغو هیوادونو څخه ده چې له طالبانو سره د سولې د بهیر د پرمختګ په اړه په خاصو دلایلو اندېښمنه ده.
سره له دې چې روسیه د ایران په څېرغواړي چې د افغانستان د د ولت وسله والې مخالفې ډلې حکومت او په افغانستان کې مېشتو لوېدیځو ځواکونو ته ګوزار ورکړي خو په عین حال کې د طالبانو د واک ته رسېدو یا غښتلتیا له درکه هم اندېښنه لري.
ایران له یوې خوا په افغانستان کې د طالبانو په وسیله امریکایانو ته ګوزار ورکړي خو له بلې خوا نه غواړي چې په افغانستان کې د طالبالنو په شان سخت دریځه سُني ډله واکمنه وي.
روسي چارواکو په ځلونو ویلي چې له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو په وتلو خوښه ده خو تر وتلو مخکې باید د طالبانو او نورو سخت دریځو د واک ته رسېدو یا پیاوړتیا مخه ونیول شي.
د افغانستان له ولسمشر سره په کتنه کې د روسیې ځانګړي استازي یو ځل بیا د خپل هیواد پر دې دریځ ټینګار وکړ چې روسیه یوازې او یوازې د سولې د هغې پروسې ملاتړ کوي چې د افغانستان په مشرۍ او مالکیت وي.
د قطر د سولې بهیر، چې په افغانستان کې یې سولې ته ډېرې هیلې غوړولي، په پیل کې په دې خاطر د افغانستان د حکومت له مخالفت سره مخامخ شوه چې طالبانو پر خپل دفتر د اسلامي امارت لوحه او سپین بیرغ وځړاوه.
وروسته د افغانستان حکومت د دغه دفتر پرانستنه د افغانستان د فدرالي کولو لپاره یوه دسیسه وبلله.
پاکستان پرون ومنله چې د افغانستان په حکومت کې یې د طالبانو د شریکولو وړاندیز کړی دی خو پاکستان د افغانستان د فدرالي کېدو یا وېشل کېدو په اړه څه ونه ویل.