اقتصاد وزیر الیکسي یولیوکایف په کریملین کې له پوتین سره

تاند- د روسیې د اقتصاد وزیر الیکسي یولیوکایف د ۲ ملیون ډالره رشوت په اخیستلو تورن شو.

د روسیې د فساد ضد لوړې ادارې وویل چې د اقتصاد وزیر ۲ ملیون ډالره د رشوت په توګه اخیستي دي.

. الیکسي یولیوکایف د شوروي اتحاد له ماتېدو او د روسیې د خپلواک هیواد له رامنځته کېدو وروسته په دغه هیواد کې تر ټولو جګپوړی دولتي چارواکی دی چې په رشوت نیول کېږي.

د روسیې د فساد ضد اداره وايي، د اقتصاد وزیر د روسیې د تېلو تر ټولو ستر شرکت (روس نفت) ته ویلي و چې که رشوت ورنه کړي په یوه لویه معامله کې به خنډ ورته جوړ کړي.

د دې ادارې د ویاندې سوفیتلانا پیترینکو په وینا د اقتصاد وزیر یولیوکایف لاس په لستوڼي ونیول شو. «ده د نوومبر په ۱۴ مه د روسنفت شرکت په ګټه د نظر ورکولو په بدل کې ۲ ملیون ډالره اخیستل چې ونیول شو.»

تر دې مخکې د یولیوکایف ټېلفوني خبرې او تګ راتګ څارل شوی و.

د روسیې دولتی تلویزون د اقتصاد د وزیر د نیولو خبر تر دې سرلیک لاندې خپور کړ«د فساد پر ضد جګړه»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *