روسیه او جهاد؟ هغه هم برحق جهاد؟ ډېره عجیبه نه ده؟ روسیې ته څنګه د جهاد نوبت رسېدای شي؟ دا سمه ده چې: «ژرنده که د پلار ده هم په وار ده.» خو تر پرونه د چا نوبت وو چې نن د روسیې د جهاد وار شو؟ ته وا جهاد نو د چرسو چلم شو چې نن یې پر ته روسیه ولاړه ده او شنې لوخړې به ځنې پورته کوي؟ که داسې وي نو دا خو جهاد نه شو، سم د کندهار د شیرین جان پیر او د مرچ آغا مرحوم، د دربار مبارک سندره شوه:
چې دم وهې خیال برابر پر سرپوزه که
د چرسو چلم یاره تازه که
هوکې! مسئله همدومره پېچلې نه، بلکې څرګنده و ریشخندې ده؛ په دې باب، دا ډول سل و زر پوښتنې و تشویشونه مطرح کېدای شي، مګر زموږ جمعې ستونزه دا ده چې موږ، زموږ له ژوند سره، د دغه وړ اړوندو حیاتي مسایلو په اړه، تل بې تفاوته چلن کوو، هر څه چې پیښیږي، فکر کوو چې دا خو نو همداسې کیږي، ځانونه نه پوښتو چې دا نو ولې داسې کیږي؟ آیا موږ د دغه رنګه کېدو په مخنیوي یا بل قسم کېدو کې کوم نقش لرو که نه؟ په دې هکله نه ځانو ته د سوال کولو تکلیف ور کوو او نه یې هم ضرورت وینو، خو دا د یوه ژوندي ملت ځانګړنه نه ده؛ ویښ ولسونه ځان د تصادفاتو د توپان په خوله نه ور کوي، بلکې د خپل مغز په زور، د خپل عقل په تقاضا او د خپل منطق په قانونمندې سره، پلان و پروګرام جوړوي او پر بنسټ یې خپل ځان او ور پورې اړوند جهان مدیریت کوي؛ دوی جریانونه خلقوي؛ د حوادثو رُخ بدلوي؛ د پېښو مخ نیسي؛ د خپل ملي شرف د لوړ انساني هدف خوا ته، د ناتمام او نه تمېدونکي سیر لپاره مستقل مسیرونه پرانیزي؛ له افغان ولس سره، په دغه سټایل مسایلو سر خلاصول او بیا په ګډه نه ماتېدونکی تصمیم، د ودان افغانستان ګوند حتمي ماموریت دی او د سوال و جواب د ضرورت، او د تحلیل و تجزیې څخه د منطقې نتیجه اخیستنې په سلسله کې، نن د روسیې د جهاد پر نوبت در سره پر یو څو سر خلاصوونکو ټکو بحث کوو.
عوام خو هسې هم کالانعام دي؛ دا بېچارګان خو بېله هغه هم خدای بخښلي دي او د سیاسي لوبو په معادلاتو کې کوم خاص ځای نه لري، مګر ځینو جدي خواصو ته به اندېښنه پیدا شوې وي چې دا تاسو اوس طنز کوئ که ټوکه، چې د ګوندي اخبار د سرمقالې په جدي ژانر کې مو د صراحت پر ځای، په کترو و کنایو او آن مسخرو خوله پورې کړې ده؟ هر څوک حق لري چې دغسې اعتراض وکړي، خو زموږ له ملت سره همدومره پوزخندي کړنې شوي دي؛ دا زموږ مشکل نه دی بلکې دا، دا حالات دومره د بې حیایۍ تر بریده رسول شوي دي چې کله یې موږ د صفا تصویر ایستو هڅه کوو نو په اصطلاح جدي وګړو ته یې پر لزوم شک پیدا کیږي.
تاسو وګورئ! که تاسو دې ته د روسیې د جهاد نوبت او عملاً پیل نه وایاست نو څه به یې بولئ؟
ټیک یوه شپه تر هغه وروسته چې په ۱۳۵۸ کې د جدي پر ۶- مه، شوروي اتحاد پر افغانستان مخامخ پوځي یرغل وکړ نو ۳۷ کاله بعد، دا دی، د جدي پر اوومه، سه شنبه، په ماسکو کې، پرته له دې چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت دې په جریان کې وي، د روسیې، چین او پاکستان تر منځ، د افغانستان په باب درې اړخیزه غونډه وشوه؛ افغان دولت یې سخت په غوسه کړ، خو د طالبانو تر څنګ یې، مخکني ولسمشر حامد کرزي هم ګرم هرکلی وکړ؛ تر دې مخکې هم د روسانو او طالبانو تر منځ د اړیکو پر ټینګښت بحثونه ګرم ول؛ دا تڼاکه وختي لا د افغانستان و پاکستان لپاره، د روسيې د ولسمشر -ولادمیر پوتین- ځانګړي استاځي، ښاغلي ضمیر کابلوف شکولې وه چې دوی له طالبانو سره په مستقیمه رابطه کې دي او طالبانو هم د خپل سرنوشت په باب، د ماسکو د درې اړخیزې غونډې په خوشحالې کې، د رسمي اعلامیې په خپرولو سره، ټوله کیسه له ابهامه را وایسته او روسیه یې د خپل برحق جهاد د رهبرې په صفت اعلان کړه.
دا جهاد به ولې برحق نه وي؟ دا جهاد خو په افغانستان کې، د یرغلګرې او کافرې امریکا، د صهیونیستي و صلیبي اهدافو پر ضد، د غرب د سیکولر او یهودي و عیسوي سیاستو په مقابل کې، د اسلام په سرشاره روحیه او د شریعت غراء محمدي د نفاذ په عشق کې روان دی؟
کله چې طالبان غواړي، دنیا د یوقطبي غضبه وژغوري، امریکا د زبرځواکۍ له مغرور یابو څخه را وغورځوي، صلیبي عسکر له سیمې وشړي، یهود و نصارا له ځمکې را وولي؛ د غرب د غرور لمر له شرقه ور ټول او هلته په مغرب کې غروب ور کړي او…..نو آیا تر دې بل برحق جهاد هم کېدای شي؟ نو څه پروا کوي که دا برحق جهاد د روسیې په وسلو و پیسو، اشارو و مشورو او جلسو و سیاستو سره وشي؟
اول خو دا سوال چا ته پیدا کیږي نه، که بالفرض پیدا هم شي چې: که د صهیونیستانو و صلیبیانو پر ضد دا جهاد کامیاب شو نو بیا به د کمونیست شوروي اتحاد له وارثې –روسیې- او کمونیست چین سره څه کوو؟ که له چا سره ذره عقل هم وي نو په جواب یې اتومات سر خلاصیږي، ځکه چې د همدغو روسانو په وړاندې، زموږ د مؤمینو و مجاهدو وروڼو د برحق جهاد پرونۍ نغده و پخه تجربه مو مخې ته پرته ده.
موږ آن په ۱۳۵۲ کې، د مسلمان پاکستان په خاصه توجه او لطف و کرم سره، هغه مهال برحق جهاد شروع کړ چې په افغانستان کې د شهید داؤد خان قانوني جمهوري دولت حاکم وو؛ هغه وخت زموږ د جهاد د مشروعیت پاخه دلایل دوه ول:
یو- داؤد خان له خپل مسلمان همسایه –پاکستان- سره مخالف وو او ده باید له خپل مسلمان ورور سره د مخالفت او خپلې وطندوستۍ سزا لیدلې وای، ځکه په اسلام کې خو سرحد نشته، وطنپالنه و ملتپالنه خو کفر دی او ده د خپل یوه مسلمان ملک په وړاندې افغان او افغانستان ته اهمیت ور کاوه، ځکه نو د اسلامي اخوت د روحیې پر اساس، تر افغان داؤد خان پاکستانی ذوالفقار علي بوټو بهتره وو چې باید پاکې لمنې ته یې لوېدلي وای، خیر دی که هغه هم سوسیالیستي ایډیولوژې لرله، ځکه هغه خو زموږ سره د دې ایډیولوژۍ پر بنا نه، بلکې د اسلامي ورورولۍ پر بنیاد چلن کاوه او موږ باید د اسلامي نهضت د مؤمنو وروڼو په صفت، د خپل وطن او وطنوالو پر ضد جنګېدلي وای؛ موږ د جنګ او جهاد دا مقدمات آن د ظاهرشاه په دوران کې لا، په کابل پوهنتون کې ایښي ول.
دوه- حتا ظاهرشاه به لا ویل چې تر سرو دا شنه بیرغونه خطرناک دي او داؤد خان هم چپي ګروپو ته تمایل درلود؛ څنګه چې چپي ډلې شوروي ته نژدې وې نو دا کار د شوروي اتحاد له نړیوال حریف –امریکا- سره مخامخ جفا وه، ځکه نو باید د داؤد پر ضد، د شوروي د ملګرو او کافرو کمونستانو د حمایت د جنایت له امله جهاد شوی وای.
موږ د روسي کمونیزم پر ضد، د امریکایي صلیبیزم جهاد ته اوږه ور کړه؛ روس، شوروی، کمونیزم، خلق و پرچم او ټول سور کفر مو مات کړ؛ مسلمان پاکستان مو په خپلو پاکو وینو سره، د اټومي ځواک خاوند کړ، (جهاد افغانستان- دفاع پاکستان) مو اوس هم د هاغه جهاد د حقانیت نغد- چغد سند دی؛ امریکا مو د یوقطبي نړۍ د سروال په توګه، د جهاد تر ګردو غټ برکت شو؛ د منځنۍ آسیا ولسونه مو د کمونیزم له جیغ څخه خلاص کړل او شوروی مو پر پنځلسو ټوټو و وېشی؛ د برلین دېوال زموږ د جهادي ایشېدلو وینو له زیمه را ونړېد؛ نړۍ ته مو له کمونیزمه د آزادۍ پیام ور کړ او….او فی سبیل الله جهاد خو نو وایي همدې ته!
له دې پرته مو بل څه کولای شوای چې وروسته مو اوو او اتو اسلامي تنظیمو، په خپلو منځو کې، یو پر بل جهادونه اعلان کړل؟ چاره څه وه؟ بل کفر نه وو چې جهاد مو ور سره کړی وای او (جهاد تا به روز قیامت ادامه دارد) نو د خپلمنځي جهاد مخه خو مو چا نیولای نه شوای.
په آخر کې طالبان راغلل، پر ټولو مؤمنو مجاهدینو یې، د شر و فساد په نوم، د کندهار په میخانیکي ښوونځي کې، چې هغه وخت لویه جهادي مدرسه وه، د افغانستان د پنځلس سوه جیدو علماؤو په شرعي فتوا سره، جهاد اعلان کړ؛ خیر دی که هغه وخت امریکا، تر جهاد ګټلو وروسته، را ته شا کړه، زموږ د جهاد رهبرې خو یې د بریالیتوب تر سرحده، ښه په میړانه وکړه.
کافر کافر دی؛ کافر د مسلمان نه دوست کیږي؛ پرون مو د کافر شوروي پر ضد، د امریکا له وسلو- وسایلو استفاده کوله او نن برعکس کیسه کوو بلکې د سرچپه کافرې ډرامې د مؤمینو لوبغاړو په توګه لوبول کیږو؛ مهمه دا نه ده چې څوک لوبه کوي؟ څوک مو څنګه او د څه لپاره لوبوي؟ ارزښتمنه دا ده چې جهاد تر قیامته ادامه لري!
سږ، یوه ډېر مؤمن اخواني، په خپل ټول صداقت سره، د جهاد په یوه تاریخي- عقیدوي سنګر (شهادت اونیزه، ۱۴ جدي) کې، په ارمانجن انداز سره، د جدي د شپږمې د غندنې د مراسیمو پر پیکه توب داسې افسوس کړی وو:
«په تاسف سره باید ووایو که څه هم افغانستان له بهرنیو تېریو پاک نه دی او دم ګړی غربي زبرځواک د امریکا تر مشرۍ لاندې په افغانستان کې د خپلو ګټو د پاللو په خاطر د ترهګرو د ځپلو تر نوم لاندې پراخ حضور لري؛ خوبیا هم له اسلامي او فکري وروڼو او خویندو مې ګېله دا ده چې باید د دې ورځې یعنې د جدي شپږمه په خورا لویه کچه غندل شوې وای، ځکه…. هغه هیوادونه چې دم ګړی مو په یوه بله پلمه په هیواد کې حضور لري دې ته متوجه کړي (وای) چې افغانان پردي پوځیان په خپل هیواد کې نه مني. تر څنګ یې د ځوان نسل لپاره یو ستر مسؤلیت بولم چې لاس تر زنې ناست او سیل کوونکي و نه اوسي او د ګران هیواد د آزادۍ لپاره هلې ځلې وکړي او…..»
دې بې خبره ورور ته باید روښانه شي، چې تاسف ځکه نه دی په کار، چې د دوی د ایډیولوژیک پنډغالي ځوان نسل لاس تر زنه نه دی ناست؛ هغه د روسیې په مشرۍ د بهرنیو پوځیانو د شړلو لپاره، د برحق جهاد نوی پړاو پیل کړی او د جدي په غندنه کې خو نو ته هم یو څه ګوزاره وکړه، ځکه د جدي د شپږمې یرغلګر کافران مو نن د دې نوو متجاوزو کافرو صلیبیانو پر ضد، د جهاد نوي رهبران دي او د دوی د اسلافو غندل نزاکتاً مؤجه نه شي ګڼل کېدای.
د دې کفر و اسلام، د دې کمونیستانو و صلیبیانو، د دې شهادتو و مردارېدو، د دې آزادیو و قربانیو، د دې شړلو و را بللو او د دې جهاد و مجاهدینو په باب تاسو څه فکر کولای شئ؟؟؟
سرليکنه/ اداره
بدلون اوونيزه/ دريم کال/پنځمه / پرلپسي ۱۰۹ مه ګڼه/يکشنبه/ جدي/۱۲/ ۱۳۹۵