تاند- د روسیې د ولسي جرګې یا دوما ريیس له ولسمشر حامد کرزي او نورو افغان چارواکو سره د خبرو لپاره نن کابل ته راغی.

سرګی تروشکین له ولسمشر کرزي سره وکتل او ویې ویل، که له ۲۰۱۴ وروسته د ناټو پوځیان په افغانستان کې پاتې کېږي باید د امنیت شورا له لوري د دوی ماموریت تصویب شي.

سرګي تروشکین، چې د یوه روسي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی، له رارسېدو سمدستي وروسته د افغانستان د مشرانو جرګې له رييس عبدالهادي مسلمیار سره وکتل.

د دوما له مشر سره په ملګري پلاوي کې د ګډو ګټو د خپلواکو هیوادونو د کمېټې ريیس لیونید سلاڅکي هم ملګری دی.

سلاڅکي د خپل سفر په اړه خبریالانو ته وویل چې د روسیې د دوما رييس د ډله ییز امنیتي ټولنې د مشر په توګه افغانستان ته سفر کړی دی.

تروشکین په کابل کې له ولسمشر کرزي سره ولیدل او له ۲۰۱۴ وروسته د ناټو ځواکونو د ماموریت د څرنګوالي او مخدرو موادو په اړه یې خبرې وکړې.ده تاکید وکاوه، که د ناټو ځواکونه غواړي چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې پاتې شي باید د دوی نوی ماموریت د تصویب لپاره د ملګروملتو امنیت شورا ته وړاندې شي.

One thought on “د روسیې د دوما ريیس وايی، د ناټو بل ماموریت باید امنیت شورا ته د تصویب لپاره وړاندې شي”
  1. روسي سياسي مشران که لږ شرم او وجدان ولري تر هغو پوري چي ئې افغانستان ته د ټولو هغو ورانيو او بدبختيو چي
    دوی او د دوی نوکرانو سرته رسولي دي، جنګي تاوان يې نه وي منلی او په رسمي بڼه يې بخښه له ټولو افغانانو څخه
    نه وي غوښتلې بايد د افغانستان نوم وا نخلي اما دوی امرونه کوي چي که مو داسي وکړه بايد داسي وکړی، دوی هم پوهيږي چي څومره بې ايمانه او فاسد چارواکي ور سره مخامخ دي ٠

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *