تاند- په افغانستان کې د روسیې سفیر وايي، حتي که طالبان له امریکا سره د سولې موافقه لاسلیک هم کړي، جګړه به دوام وکړي.
په افغانستان کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیڅکي وویل، د هغو راپورونو پر اساس چې مسکو ترلاسه کړي دي، حتي که د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې موافقه وهم شي، یو شمېر طالبان به د سولې موافقه ونه مني او جګړې ته به دوام ورکړي.
د ده په باور د دې معنا دا ده چې د امریکا او طالبانو د موافقې له لاسلیکېدو سره سره به د افغانستان جګړه ختمه نه شي.
دا په داسې حال کې ده چې نن رویټرز خبري اژانس له پېښور څخه د یوه طالب قوماندان په قول ویلي چې د امریکا او طالبانو د موافقې په صورت کې به طالبان د افغانستان د حکومت پر ضد جګړې ته دوام ورکړي.
خو دا خبر په قطر کې د طالبانو او امریکایانو سرچینو تایید نه کړ.
په قطر کې د طالبانو استازو تراوسه پورې نه دي ویلي چې د سولې د موافقې په صورت کې به د افغانستان د حکومت پر ضد جګړې ته دوام ورکړي مګر دا یې هم تراوسه نه دي ویلي چې جنګ به ودروي یا به اوربند وکړي.
تراوسه پورې طالبان یوازې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو پر وتلو ټینګار کوي.
دې ډلې نن هم په یوه خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو سره جګړه پای ته رسېږي او دواړو خواوو ته د سر و مال د تاوانونو مخه نیول کېږي.
په افغانستان کې د روسیې سفیر وايي چې دوی له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د وتلو ملاتړ کوي.