تاند- په کریمیا کې یوه ورځ وروسته له دې چې روسیې د اوکراین د خاورې دا برخه له ځان سره یوځای کړه کړکېچ مخ په غځېدو دی.
د کریمیا دفاعي ځواکونه او روسيه پلوه فعالان د چهارشنبې په ورځ په سیفاستوپل کې د اوکرایني پوځیانو اډو ته ننوتل.
د اوکرایني پوځیانو مرکزونو د نیول کېدو او پر ودانۍ باندې یې د روسیې د بیرغ د لګولو په نتیجه کې د تاوتریخوالي راپور نه دی ورکړای شوی.
وروسته اوکرایني پوځیان ولیدل شول چې د کریمیايي پوځیانو په بدرګه له اډې وځي.
راپورونه وايي چې د اوکراین د سمندري ځواکونو قومندان اډمیرل سیرهي هایدوک هم له خپلو مرستیالانو سره له اډو وتلی دی.
ناتایید شوي راپورونه وايي چې نوموړی د روسیې د فدرالي خدماتو د افسرانو له لوري ایستل شوی دی.
تر دې مخکې په تور سمندرګي کې د روسي پوځیانو قومندان، چې په سیفاستوپل کې ځای پرځای دی، د سمندري ځواکونو د قومندانۍ په مرکز کې له اوکرایني صاحب منصبانو سره خبرې وکړې.
د اوکراین صدراعظم ارسیني یاڅین یوک د دفاع وزارت سرپرست او د صدراعظم لومړی مرستیال په الوتکه کې کریمیا ته ولېږل چې ستونزه حل کړي خو د کریمیا تجزیه غوښتونکي مشر سرګی اکسي اونوف وویل چې هغوی به پرې نږدي چې کریمیا ته ورشي.
په همدې منځ کې د روسیې د اساسي قانون محکمې فیصله وکړه چې له روسیې سره د کریمیا یوځای کېدا د روسیې د اساسي قانون مطابق ده.
اټکل کېږي چې د روسیې پارلمان روانه اوونۍ د کریمیا یوځای کېدا تصویب کړي.
د امریکا متحدو ایالتونو او اروپايي اتحادیې د یو شمېر روسانو او اوکراینيانو شتمنۍ کنګل کړي او پر هغوی یې بندیز لګولی دی.
د کریمیا د تجزیه غوښتونکو مشر اسکي اونوف نن وویل چې د هیوادپالنې پاڅون باید د اوکراین نورو سیمو ته، چې زیات روسي ژبي پکې اوسي، خپور شي.
«کوم هیوادپالونکی پاڅون چې نن یې موږ په کریمیا او روسیې کې شاهدان یوو باید دوام وکړي او د اوکراین جنوب ختیځ ته خپور شي چې موږ ورته هیله من یوو او هلته زموږ ملاتړ ته انتظار ایستل کېږي. خلک نن دې ته اړتیا لري.»
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سې شنبې په ورځ وویل چې روسیه د اوکراین تجزیه نه غواړي او نه ورته اړتیا شته خو روسیه به د روسانو ګټې خوندي کړي.