تاند- د روسیې په سایبریا کې په یوه سوداګري مرکز یا شاپینګ مال کې د اور لګېدو په نتیجه کې لږترلږه ۶۴ تنه مړه شوي دي.
راپورونه وايي چې د یکشنبې په ورځ د سایبریا د سیمې د کیمیروفو (Kemerovo) ښار په سوداګري مرکز کې اور بل شو.
د روسیې د روغتیا وزارت په وینا، شاوخوا ۴۰ تنه د پېښې په ځای کې درمل شوي او ۱۰ نور په روغتون کې بستري شوي دي.
د روسیې د بیړنیو حالاتو اداره وايي چې لږترلږه ۶۴ تنه مړه شوي خو د سیمې چارواکي وايي چې د تلفاتو شمېر تر دې ډېر زیات دی.
دوی وايي چې لا هم د لسګونو سوځېدلیو کسانو هویت نه دی څرګند شوی.
کیمیروفو له مسکو څخه نژدې ۲ زره کیلو متره لېرې د روسیې په ختیځ کې دی.