تاند- د روسیې د دفاع وزارت الوتکه، چې نن /یکشنبه/ سهار وختي بې درکه شوې وه، په تور سمندرګي کې غورځېدلې ده.
د روسیې دفاع وزارت وايي، په تور سمندرګي کې یې د خپلې پوځي الوتکې ټوټې موندلي دي. په دغه الوتکه کې ۹۱ تنه پکې سپاره ول او له الوتلو لږ وروسته له راداره ورکه شوه.
د روسیې دفاع وزارت وویل«د روسیې د دفاع وزارت د (Tu-154) الوتکې ټوټې د سوچي ښار له ساحله یو نیم کیلومتر لېري په تور سمندرګي کې له ۵۰ تر ۷۰ متره ژور په اوبو کې وموندل شوې.»
د دغه وزارت په وینا د الوتکې په سپرلیو کې ساز غږوونکي او ۹ روسي ژورنالیستان هم شامل دي.
د روسیې تاس خبري اژانس په سیمه کې د بیړنیو خدماتو د ادارې په قول ویلي چې دا الوتکه د سوریې په لاذقیې ښار کې د روسیې د پوځ یوې هوايي اډې ته روانه وه او د تور سمندرګي دپاسه بې درکه شوه.