تاند- د ښکلا روسۍ ملکه، چې د مالیزیا له پاچا سره یې واده کړی، د اولاد د لرلو په خاطر د جرمني یوه روغتون ته لاړه.
اوکسانا فویفودینا د مالیزیا له پاچا ۴۹ کلن محمد وي (Muhammad V) سره تېره اوونۍ په مسکو کې وروسته له دې واده وکړ چې هغې د سږ کال په لومړیو کې اسلام ومانه.
د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، سلطان محمد وي د اولاد له درکه ډېر اندېښمن دی ځکه چې لومړۍ مېرمن یې د دې لپاره طلاق کړه چې اولاد یې پیدا نه شو.
د ښکلا د سیالۍ ريیسه تاتینا اندریفا وايي چې د ښکلا ملکې ۲۵ کلنې اوکسانا او د مالیزیا سلطان لومړی ځل له یو بل سره ۱۸ میاشتې پخوا په اروپا کې ولیدل.