ناصرخان شیرزی

دوخت ستر یرغلګرځواک یا روسیې ،چې کله په کال ۱۳۵۸ دجدي میاشتې په ۶ مه نیټه د لئونید برژنف په امر خپل وحشي لښکر دافغانستان خارې ته داخل کړل ؛ نو هغه وخت دافغانستان ریښتني بچیانو ددغو وحشي لښکرو دماتولو لپاره په سترجهاد پیل وکړ.

دروسې وحشي لښکرو په مقابل کې دغه ستر جهاد تقریباً ترلسوکلونو زیات دوام وکړ او دوخت دغه ستر زبرځواک ، افغان شازلمیو د تن په وینو او داسلامي هیوادونو په مالي ملاتړ سره راوپرځولو او دافغانستان په شمول، پاکستان ، هندوستان او ډیر نور هیوادونه یې هم د روسي وحشي لښکرو د شر څخه وژغورل.

دروس سره په شوې ستر جهاد کې تقریباً دري میلیونه افغانان شهیدان او ټپیان شول او تر پنځه میلیونو زیات افغانان ګاونډیو هیوادونو ته مهاجر شول او هغه مهال دافغانستان اقتصادي حالت له صفر سره صفر وو ،ځکه، چې کرنې ،مالدارۍ ، باغدارۍ او ډیر نور… څه له منځه لاړل.

کله چې دروس لښکرو په افغانستان کې تر ماتې خوړلو وروسته په شاتګ وکړ، نو افغانستان دمجاهدینو لاس ته ورغی.

مجاهدین هغه مهال په اووه تنظیمونو باندي ویشل شوي وه ؛ نو تربریا وروسته ټول واک دهمدغو تنظیمونو په لاس کې وو.

کومه سیمه به ، چې دکوم تنظیم ترکنترول لاندي وه ؛ نو په هغه ځای کې به دبل تنظیم غړو هیڅ واک نلرلو،ان که دکوم تنظیم یوغړي به کوم جرم وکړلو ؛ نو دبل تنظیم کسانو به نشوه کولای ،چې مجریم ته سزاء ورکړي.

لنډه داچې د تنظیمونو ترمنځ ستونزې راپیداشوې او دغه ستونزې دومره ډیرې شوي ، چې یو تنظیم دبل تنظیم دبدنامولو هڅې شروع کړی.

دیو او بل تنظیم دبدنامولو دوجې ولسي وګړو ته هر اړخیزه درانه زیانونه واوښتل.

د مجاهدینو دغه پنځه کلنه دوره ډیره توره او خطرناکه دوره وه، ځکه چې ځیني سپیڅلي مجاهدین په کورونو کښیناستل او ځیني ووژل شول او ځینوته واک نه ورکول کیدلو؛ هرچابه دمجاهد له نوم څخه استفاده کوله او سترجنایت به یې ترسره کولو، دغل او مل پیژندنه پکې سخته وه.

همدا لامل شو چې د روس سره په جګړه کې تر هرچا ډیرشاتګ افغانانو وکړ.

نیټه : 2016-02-17

One thought on “د روس ترماتې وروسته زمونږ ماتې!/ ناصرخان شیرزی”
  1. د روس تر ماتې وروسته مجاهدینو د پاکستان استعمار راوړ!ا چې طالبانو یې کت هم راوړ چې همدلته دایم واوسي!ا او بیا غربي مجاهدینو امریکا راوسته!ا
    زه هغه مجاهد ته حیران یم چې په خلق او پرچمی یي ښه غورځنګونه کول خو د پنجاب استعمار ته باد ولاړ او هیڅ غیرت یې ونه کړ!ا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *