نن په روشنګري غورځنګ کې د استاد عبدالرشید آرین له خوا (په افغانستان کې د ګوندو لوړې- ژورې) په هکله لکچر وړاندې شو.

ښاغلی عبدالرشید آرین وویل، ګوند د هغو افرادو مجموعه ده، چې مشترک اهداف ولري او د یوې ټولنې د رفا لپاره ګډ کار وکړي.

  د افغانستان خلق ډیموکراټیک ګوند د حکومت عدلیه وزیر او لوی څارنوال استاد عبدالرشید آرین د یوه ګوند لپاره درې ټکي لکه مرام، تشکیلات او رهبري تر ټولو مهم وبلل.

ده وویل چې، په افغانستان کې د ګوندو تاریخ د آمیرحبیب الله خان په حکومت (۱۹۰۶م – یا ۱۲۸۵ هـ ش) په حبیبه ښوونځي کې د ځینو استادانو او شاګردانو له خوا په ګډه له روشنفکرۍ حرکت سره پیل شو، چې بیا د ځينو نورو ډلو له  ورسره یو ځای کېدو څخه لومړنی مشروطیت غورځنګ رامنځته شو.

1ښاغلی آرین زیاته کړه (چې په ۱۹۰۹ میلادي کال کې د لومړي مشروطیت غورځنګ مشران د امیرحبیب الله خان  له خوا نیول کېږي، ځینې وژل او ځینې یې زنداني کېږي، چې په دې سره په افغانستان کې د ګوندو د فعالیت لړۍ هم شلېږي.)

د استاد په وینا د غازي امان الله خان په دوران کې دوهم مشروطیت غورځنګ یا جوانان افغان په نوم ګوند خپل سیاسي فعالیت  شروع کوي خو د امان الله شاه د واکمني په پای ته رسېدو سره بیا ظاهرخان تر شاهي حکومت پورې د ګوندو فعالیتونه یو ځل بیا په ټپه درېږي مګر په(۱۳۲۶ یا ۱۲۲۹ هـ ش) کال د ویښ زلمیانو ګوند را منځته کېږي.

نوموړي دا هم وویل چې(په ۱۳۴۳ هـ ش کې د افغانستان اساسي قانون د ظاهرشاه له خوا توشیح شو مګر شاه د خپلې دورې تر پایه د احزابو قانون توشیح  نکړ خو ګوندو خپل فعالیتونه کول، البته په همدې شاهي دوران کې خلق ډیموکراټیک، افغان ملت، شعله جاوید او جوانان مسلمان ګوندونه رامنځته شول.)

 د لکچر په وروستۍ برخه کې ښاغلی آرین د ګډونوالو پوښتنو ته جوابونه وویل او له برخوالو سره یې ژمنه وکړه، چې په راتلونکې اونۍ کې به (په افغانستان کې د ګوندو لوړې- ژورې) لکچر پاته برخه وړاندې کړي چې ډېر تمرکز به یې پر خلق ډیموکراټیک ګوند، مجاهدینو واکمنۍ او وروستۍ ډیموکراسۍ وي.

  په روشنګرۍ غورځنګ کې، هره اونۍ په کابل کې د بېلا- بېلو استادانو له خوا پر مختلفو موضوعاتو لکچرونه وړاندې کېږي، دا لړۍ په کندهار او هلمند کې هم روانه ده او د نورو سیمو ځوانان هم په خپلو سیمو کې د ورته رڼا خپرولو په تکل کې دي.

راپور: عصمت بهیر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *