راپور: عصمت بهیر –

د دې وار په روشنګرۍ کې څېړندوی عبدالغفور لېوال د ورېښمو لارې پر اقتصادي او تاریخي شالید او اهمیت او بیارغېدني په هکله لکچر ورکړ.

څېړندوی لېوال وویل چې داسې لیکلي اسناد شته چې، له میلاد (۲۰۶) کال مخکې په یوه کتیبه کې، چې د ورېښمو د سوداګرۍ نرخنامه پکې لیکل شوې پیدا شوې ده، له دې څخه مالومېږي، چې دا د چین ورېښم ول چې اریانا، عرب سمندرګي، مدیترانې او جنوب ختیځې اروپا ته به وړل کېدل.

وروسته تر میلاد(۱۱۴) کال مخکې چې دا یې دوهمه مرحله ده، بیا د یوې بشپړې تجارتي لارې څرک وینو چې، مخامخ (۴۰۰۰) میله یا (۶۵۰۰) کیلومتره لاره پرته ده، چې دا ټول د ورېښمو د لارې مساحت دی.

د استاد لېوال په وینا چې د دیبا په نامه لباس چې، د ورېښمو څخه اوبدل کېدی او اشرافو او پاچاهانو به ورڅخه استفاده کوله. ميسي لوښي، لومړی ډول کرستال چې د ښیښې له خمیره به جوړېدل، هندي عاج پر دې لار وړل کېدل او (۱۱۹) کاله مخکې له میلاد څخه د دغو شیانو د لېږد را لېږد کتیبې، نرخنامې او اثار پاته دي.

استاد لېوال وویل، په دې خاطر، دې لارې ته د ورېښمو لار وایي(چې د چین تر ټولو مشهوره سوداګرۍ توکي د ورېښمو ول، یا د منځنیو پېړیو په عربي متونو کې طریق حریر په نامه یاده شوې ده.

1د نوموړي په وینا چې د افغانستان ځینې ښارونه لکه هرات، بلخ، اراکوزیا، سیستان، کوبا یا کابل په دې خاطر نړیوال شهرت پیدا کړی، چې د ورېښمو لار له دې ښارونو څخه تېرېده.

استاد زیاته کړه (هغه وخت د ورېښمو لار د له منځه وړلو زوال پیل شو، چې د کوشاني کورنۍ(۲۲۰) له میلاد څخه مخکې تر منځ د واک پر سر اختلافونه را پیدا شول، چې تقریباً دا اختلافونو (۲۰۰)کاله دوام وکړ.)

استاد وویل، چې اوس بیا چین، امریکا او نور ستر اقتصادي هېوادونه غواړې، چې د ورېښمو لار ورغوي، د دې لارې د بیا رغېدو په وړاندې ستر خنډونه ناامني، په سیمه کې ناکام سیاستونه او ځینې نور دي او بل امریکا غواړې، چې دا ستره پروژه د دوی له خوا مدیریت شي.

استاد وویل، هغه وخت به دا پروژه کامیابه شي، چې د پاکستان او هند شته ستونزې له منځه ولاړې شي، په سیمه کې قوي مدني حرکتونه رامنځته شي، بشري ظرفیت لوړ شي، سیمه ییز سازمانونه فعال شي او د خلکو سیاسي شعور او د وریښمو لار په هکله د اګاهۍ سطحه لوړه شي، د لکچر په وروستیو کې استاد لېوال د ګډونوالو پوښتنو ته جوابونه وویل.

داسې ویل کېږي چې، په راتلونکو شلو پنځه ویشتو کلو کې به آسیا د دنیا ستره قاره وي، چین د ورېښمو لار په جوړېدو کې علاقمند دی، ولسمشر اشرف غنی چې هم چین ته تللی وو، له چین هېواد سره یې د دغې لارې په باره کې خبرې وکړې. داسې ویل کېږي، چې چین به تر څلوېښتو میلیارډو ډالرو پورې پر دغه لاره باندې پانګونه وکړې او ۱،۲۱ټریلیون ډالره پورې به په دغه ټوله لاره باندې لګښت راځي.

باید ووایم چې د روشنګرۍ پروګرام بېله ناغې هره اوونۍ په کابل کې تر سره کېږي، چې څانګې یې په کندهار او هلمند کې هم فعالې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *