روشن لال ملهوتره د رامداس ملهوتره زوی او د داتارام لمسی دی.
هندو ټولنه له لرغونو زمانو راهیسې په څلورو طبقو وېشل شوې، برهمن، چې دوی به پاچاهانو ته د حکومتوالۍ په چارو کې سلا مشورې ورکولې، کشتري یا کښتر په هندوانو کې جنګیالۍ طبقه وه دوی به اکثر په حکومتونوکې د پوځ سر لښکري یا پاچاهان وو، ویشیه د هندوانو سوداګره طبقه وه او د شودر په نامه یوه بله طبقه هم لري، چې د ټولنې خدمتګاري به يې کوله .
ملهوتره قبیله له کشتري طبقې سره اړه لري او ددې قبیلې ډېری وګړي اوس هم په پښتونخوا، پنجاب او راجستهان کې اباد دي . نو ښاغلی روشن لال ملهوتره په هندي قبیلو کې له کشتري قبیلې سره تعلق لری او پلرنی ټاټوبی یې د پښتونخوا په سوات کې کابل ګرام سیمه ده .
د۱۹۲۵ او دېرشو میلادي کلونو په شاوخوا کې یې کورنۍ د سوات د چملۍ سیمې شلبانډې کلي او بیا له دغه ځایه د همدغې سیمې جنګۍ کلي ته راغله او استوګنه یې پکې غوره کړه .
د ښاغلي ملهوتره د وینا پر بنسټ چې دی په همدغه سیمه یعنې جنګۍ کلي کې زېږیدلی دی . د پيدایښت دقیقه نېټه ورته نه ده څرګنده چې پر کوم کال زېږېدلی، خو دی وايي مور یې ورته ويلي، چې د زیارت یعنې پنجشنبې ورځ وه او پر دغه ورځ واوره هم ورېده چې ته پېدا شوې .
ملهوتره صاحب د امرداس نومي سړي له خولې، چې د دوی خپلوان دی او هغه هم د سوات سیمې له جنګۍ کلي نه پر ۱۹۵۲ ز کال ممبيي ( Mumbai ) ته راغلی وايي، چې :” د هغه د وينا پر بنسټ زه پر ۱۹۵۲ز کال زېږېدلی یم ، خو زما د سرټیفیکېټ یعنې اسنادو له مخې زما د پيدایښت نېټه د ۱۹۵۰ز کال د جنورۍ لومړۍ نېټه ده .
د یوه کال یا شپږو میاشتو به وو، چې کورنۍ یې له جنګۍ څخه مینګورې او بیا بریکوټ ته کډه شوه،چې خپلې لومړنۍ زده کړې یې هم په همدغه بریکوټ کې پیل کړي دي .
د هند د نیمې وچې له وېش نه وروسته د ۱۹۵۸ او شپېتمو میلادي کلونوپه شاوخوایې د کورنۍ اقتصادي وضعه ښه نه وه، د ژوند ګذران د ښه کېدا او د روز ۍ او نفقې پیداکولوپه موخه یې کورنۍ د ۱۹۶۲ ز کال د اپرېل پر شلمه نېټه د سوات له بریکوټ سیمې نه راساً د هندوستان ډیلي ته ولاړه . هغه مهال د دوی د کورنۍ غړي دده پلار، مور او درې خویندې وې، چې یوه خور یې بیا وروسته د هند د اتر پردېش ایالت په پالیاکالان کې کې هم پیدا شوه .
ډیلي ته په ورتګ یې کورنۍ له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوه، دوی پښتانه وو، په سوات کې یې په پښتو ژبه خبرې کولې،خو په ډيلي کې د هغې سیمې د خلکو په خبرو نه پوهېدل او خلک د دوی په پښتو نه پوهېدل .
پر ژبه د نه پوهېدو له امله یې کاروبار ډېر خراب شو، هېڅ کار او خواري یې ونه موندله، کورنۍ یې اړه شوه ډيلی یې پرېښود او د هندوستان یوه بل ولایت اتر پردېش ته کډه شول . اتر پردېش ته په ورتګ یې د یوه خپلوان په مرسته د کرکیلې لپاره ځمکه او یو دوکان واخیست، خو په اتر پردېش کې هم د ډيلي په څېر په ژبه نه پوهېدل، د هغې سیمې د خلکو له دود دستور او کولتور سره اشنا نه وو، د همدغو ستونزو له امله یې کورنۍ د۱۹۶۳ ز کال په جنورۍ کې له اترپردېش نه بېرته ډیلي ته راستنه شوه، خو روشن لال ملهوتره د ښوونځي د کلنیو ازموینو تر پایه پورې له خپلو خپلوانو سره په اتر پردېش کې پاتې شو.
په ډيلي کې د دوی ژوند بیا له ستونزو سره مل پيل شو، خو د څه مهال له تېرېدو سره یې د ژبې د زده کړې مسله حل شوه او تر ننه پورې په ډيلي کې ژوند کوي، د ملهوتره صاحب پلار ښاغلی رامداس ملهوتره اوس هم ژوندی دی ، څه کم سل کال عمر لري، خو مور يې چې رام چمېلي ملهوتره نومېده د۴۷ کالو په عمر پر ۱۹۸۳ ز کال په ډيلي کې وفات شوه او مېرمنه یې پونم ملهوتره چې یوه هندوستانۍ پنجابۍ ده او په هندي ادب کې یې د لیسانس تر کچې پورې زده کړي، په پښتو ژبه پوهېږي، خو خبرې پرې ډېرې ښې نه شي کولی، د هما نشو په نوم یو زوی او د سلکي په نامه یوه لور لري ، چې دواړو خپلې زده کړې بشپړې کړي دي .
هما نشو د سمندري سوداګریزو بېړیو (Merchant Navy) په مخصوصې څانګې کې زده کړې او سلکي په معلوماتي ټېکنالوجۍ (Information Technology) کې ، دواړو ودونه کړي او پر دندو بوخت دي . اوسمهال روشن لال ملهوتره د ډيلي په شالیمار باغ سیمه کې په خپل کور کې د کورنۍ له نورو غړو سره یو ځای ژوند کوي.
ښاغلی ملهوتره د څلورو څلورنیم کالو په عمر دسوات د بریکوټ په مډل سکول ( ښوونځي) کې شامل شو او دغلته یې تر پنځم ټولګي پورې زده کړه وکړه . پر ۱۹۶۲ز کال یې چې کورنۍ له پښتونخوا ډيلي ته ولاړه او بیا یو کال وروسته له هغه ځایه د اتر پردېش Palia Kalan ته کډه شول، نو دغلته په یوه ښوونځي کې په شپږم ټولګي کې په دې شرط شامل شو، چې په یوه کال کې به هندي ژبه زده کوي او که زده یې نه کړه نو له ښوونځي به ایستل کېږي .
د همدغه مجبوریت له امله یې ډېره خواري وکړه، استاذ به چې ورته په ښوونځي کې درس ورکاوه هغه به یې په پښتو رسم الخط یعنې په پښتو ژبه لیکه او زده کوه به یې، چې بیایې ورو ورو هندي ژبه هم زده کړه، پر دغه کال یې د ډېرې خوارۍ او زحمت په پایله کې له دې سره سره چې هندي ژبه یې سمه نه وه زده په ټول ښوونځي کې دویم مقام تر لاسه کړ.
د ښوونځي مسوولینو ورته له دې امله چې هندي ژبه یې هم سمه نه وه زده د دغه مقام په تر لاسه کولو له ټولو نه لوړه جایزه ورکړه . بیا یې کورنۍ د ۱۹۶۳ ز کال په جنورۍ کې بېرته ډيلي ته راغله او دهمدغه کال د می– جون په میاشت کې د ډیلي په بهارت نګر سیمه کې د بهارت نګر د مډل سکول په اووم ټولګي کې شامل شو.
تر اتم ټولګي پورې یې په دغه ښوونځي کې زده کړې وکړې او بیا د ډیلي د شکتي نګر په ” ګورنمنټ هایر سېکنډري سکول” کې شامل شو. ده غوښتل چې اینجینر شي، په همدغه وجه یې ساینسي مضامین، لکه : فزیک ، کیمیا او ریاضي واخیستل.
دا نو داسې مهال و چې د هندي ژبې د زده کړې ، خبرو کولو او لیکلو په برخه کې یې ستونزې نه درلودي، دغلته یې درې کاله زده کړه وکړه او په ورستیو ازموینو کې یې د ۵۹ نومرو په اخیستو دویم مقام تر لاسه کړ. هغه مهال دا ښې نومرې وې، ځکه چې ډېرې ښې نومرې هم له شپېتو او اویاوو څڅه لوړې نه وې، ده غوښتل د ډيلي په یوه ستر کالج ” هندو کالج” کې شامل شي او نورې زده کړې دغلته پرمخ بوځي،خو د فاینل ازموینې په لومړیو دوو لستونو کې د ملهوتره صاحب نوم نه و او “کروړي مېل کالج” ته د بریالیو شوو زده کوونکو په دویم لست کې یې نوم راغی.
ملهوتره صاحب وايي دغه کالج یې نه خوښېده او نور په کور کېناست . په دغو شپو ورځو کې له دې امله چې پلار یې یوازې و او د کورنۍ خرڅ یې هم په ډېره خوارۍ نه شو پوره کولی، نو زده کړې یې پرېښودې او د دندې پيداکولو په لټه کې شو.
په همدغه جریان کې یې یوه ورځ یې د مور د ترور یعنې خاله دوه لوڼې راغلې او له ملهوتره صاحب نه یې د خواشینۍ لامل وپوښت . هغه ورته ټوله کیسه وکړه ، د ترور لوڼو یې ورته وویل ، چې د دوی یو ماما د آل انډیا راډیو په پښتو څانګه کې کار کوي تا به له هغه سره مخامخ کړو ګوندې هلته درته نوکري پيداشي ځکه چې ته خوپه پښتوژبه پوهېږې . دا شپې ورځې په اقتصادي لحاظ هم د روشن لال ملهوتره لپاره ډېرې سختې وې، پلارېې بې روزګاره و، د کورنۍ لګښت یې ډېر و، نو هماغه و، چې یوه ورځ یې له خپلې مور سره لومړی د ترور کورته ولاړ او له هغه ځایه ورسره دواړه د ترور لوڼې د هغوی د ماما کورته چې د ډيلي په راجندر نګر کې و ولاړل .
دغه سړی کشوري لال تلواړ نومېده او له هغه سره یې لیده کاته وشول . کشوري لال تلواړ چې وپوهېد ملهوتره په پښتو ژبه ښه پوهېږي یعنې لیکل لوستل پرې کولای شي، نو دی یې ډېر وهڅوه، تر شپږومیاشتو پورې به په اوونۍ کې لږ تر لږ ه درې څلور ځله د هغه کور ته ورته اوهغه به ورته په راډېوکې دکارکولو،ژباړې اونورې لارې چارې ورښودې .
کشوري لال تلواړ د پښتو نخوا پېښور ته نژدې د رشکۍ سیمې چې د ریېل ګاډي سټېشن تر څنګ پرته ده د غله ډېرکلي اصلي اوسېدونکی دی او د هند د وېش پر مهال یې کورنۍ هند ته تللې وه . دی د یوې انقلابي کورنۍ غړی و،چې کورنۍ يې د هند په ازادۍ کې ډېر زحمتونه ګاللي دي .
دوه درې میاشتې وروسته کشوري لال تلواړ ښاغلی ملهوتره په هغو شپو ورځو کې د ال انډیا راډیو د پښتو څانګې له مشرښاغلي منوهر سنګهـ بتره سره معرفي کړ. منو هر سنګهـ بتره ورنه څوپوښتنې وکړې او ملهوتره صاحب ورته د کوزې پښتونخوا دیوسفزیو په لهجه چې د ده مورنۍ اوپلرنۍ لهجه وه د هغه د پوښتنو ځوابونه ورکړل، خو منوهر سنګهـ بترا ورته وویل ، چې د افغانستان لهجه به کاروې .
نږدې اووه میاشتې وروسته ملهوتره په دې بریالی شو، چې د افغانستان لهجه زده کړي او د ۱۹۶۹ ز کال د می پر ۲۲ نېټه یې د لومړي ځل لپاره د یوه انانوسمېنټ په لوستلو د ال انډیا راډيو له څپو څخه غږ خپور شو. هغه مهال په پښتو څانګه کې پر منوهرسنګهـ بتره سربېره کشوري لال تلواړ، ولي محمد بابر، غلام غوث خیبری، هربګوان ملهوتره، تري بیني لال کپور، چکرورتي کپور او رګوناتهـ پوري کار کاوه ، خو روشن لال ملهوتره تر دوی ټولو په عمر کشر و.
په رسمي ډول ښاغلي روشن لال ملهوتره د ال انډيا راډيو په پښتو څانګه کې د پښتو شعبې د مرستیال په توګه د ۱۹۷۱ز کال په فېبرورۍ میاشت کې کار پیل کړ . د ۱۹۷۲زکال د دېسمبر له لومړۍ نېټې څخه یې د دایمي ژباړونکي او ویاند په توګه کار پيل کړ .
پر۱۹۸۰ زکال چې کله د پښتو څانګې د هغه مهال مشر پرمانند تقاعد شو، نو د یوې ازموینې په پایله کې ښاغلی ملهوتره د ۱۹۸۲ز کال د اګېست میاشتې پر ۲۰ نېټه د پښتو څانګې سوپر وایزر یعنې د ټولې پښتو څانګې مشر وټاکل شو او د ۲۰۰۹ ز کال د دېسمبر تر ۳۱ نېټې پورې یې دغه دنده ترسره او له یادې نېټې وروسته تقاعد شوی دی .
د آل انډيا راډیو په پښتو څانګه کې د ندې تر څنګ یې خپلو لوړو زده کړو ته هم ملا وتړله او پر۱۹۷۲ز کال یې له ډيلي پوهنتون څخه په (English, Hindi, Political Science, History) کې د B.A سند تر لاسه کړ او بیا وروسته یې له میرټ پوهنتون څخه پر ۱۹۷۵ زکال په انګلیسي ادب کې د ماسترۍ سند هم واخیست .
اوس د ډيلي په شالیمار باغ کې اوسېږي او خپل شخصي کاروبار کوي . په ال انډيا راډیو کې د څلوېښت کلن ژورنا لیستي ژوند په بهیر کې د پښتو او پښتنو په اړه مطالعې، له پښتو او پښتنو مشرانو او ادیبانو سره د مرکو، ناستې پاستې، د هغوی پر سیاسي او ادبي ژوند، لیکنو او راډیوي پرو ګرامونو جوړولو له ښاغلي روشن لال ملهوتره نه د یوه حساس ژورنالیست تر څنګ یو هڅاند ادیب هم جوړ کړ ، په پښتو ژبه یې ادبي ، سیاسي، ټولنیزي، اقتصادي او فرهنګي لیکنې وکړې، قلم یې تاند شو اوورو ورو یې هنري لیکنې هم پيل کړې . د هنري ادبیاتو په بېلابېلو څانګو کې یې د فکر نیلي وزغلول ، اثار یې تخلیق کړل، ژباړې یې وکړې او اوس هم لګیا دی د ژوند یوه برخه یې د پښتو ژبې خدمت ته وقف کړې ده ، چې همدغو کارونو ښاغلی روشن لال ملهوتره د پښتنو ادیبانو په کتار کې راوست او نوم به یې د تل لپاره د پښتو ادب په تاریخ کې ژوندی وي .
“په هند کې د پښتو ژبې او ادبیاتو د ایجاد او ودې پړاوونه” اثر کې د ښاغلي ملهوتره په اړه راغلي چې :” د ال انډیا راډیو ډهلي د پښتو څانګې اوسنی مشر د پښتو ژبې ځوان لیکوال او مترجم روشن لال ملهوتره هغه څوک دی، چې په هندوستان کې يې پښتو ژبې او ادب ته ډېر د درناوي وړ کارونه کړي دي .
پښتانه که احساس ولري او خپله ژبه او ادب پر ګران وي، نو به د ملهوتره کارونه ستايي”. (۱) په همدغه اثر کې بل ځای راغلي چې : ” د روشن لال ملهوتره کارونه د هند د مرکزي راډیو په پښتو څانګه کې محسوس دي، دا په دې معنی چې تر ډېرو د ده کارونه ډېر خوندور او با ارزښته دي مګر په وروستیو کلونو کې د ده په فرهنګي فعالیتونو کې څه لږوالی ليدل کېږي، موږ له دغه فعال او با انرژي ليکوال څخه هیله لرو ، چې پښتو او پښتانه هېر نه کړي ، یو وخت به يې دکارونو قدر او درناوی وشي “. (۲) د محترم استاد هېوادمل صاحب دا وړاندوینه دا دی انشا الله تر یوه بریده پوره شوه ، د روشن لال ملهوتره پر ژوند او پښتو ژبې ته يې د خدمتونو په پار یو پښتون د ماسترۍ تیزس وليکه او که خدای کول دا اثر چاپ شي ، نو به ډېر پښتانه د پښتو ژبې دغه د قدر وړ ليکوال او خدمتګار وپېژني او د تل لپاره به يې پښتانه په درناوي یادوي .
په خپله دنده کې د ډېرې بوختیا او قسمت له امله روشن لال ملهوتره ډېرو بهرنیو هېوادونو ته سفرونه نه دي کړي ،یوازې د ۱۹۸۹زکال په جون کې د یوه ځل لپاره د پښتونخوا سوات، یعنې خپلې پلرنۍ او مورنۍ سیمې ته له خپلې کورنۍ سره تللی او تر دې دمه یو ځل پر ۲۰۰۷ زکال په کابل کې د رحمان بابا په یاد جوړ شوي سیمینار ته راغلی، چې په دغه سیمنار کې یې ” عبدالرحمن ( رحمان بابا) یو صوفي زبرګ” تر سرلیک لاندې یوه مقاله هم لوستې وه .
د یادونې وړه ده ،چې پر ۲۰۰۸ز کال هم یوه سیمنار ته لافغانستان د راتګ بلنه ورته ورکړل شوې وه او پر ۲۰۱۱ زکال د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د خان عبدالصمد خان اڅکزي د څلوېښتم تلين په مناسبت جوړېدونکي سیمنار ته رابللی و، خو د ځينو کورنیو ستونزو له امله يې په دغو سیمنارونو کې ګډون ونکړای شو .(۳) د ښاغلی ملهوتره ځينې آثار چاپ شوي او ځینې يې ناچاپ دي، ناچاپ آثار یې هم ځينې بشپړ دي دچاپ لار څاري او ځينې نور يې تر دې دمه نیمګړي دي .
له موضوع سره په اړیکه کې به يې لومړی چاپ او بیا ناچاپ اثار له پوره جزیاتو سره معرفي کړو : ۱ – بدلون بدلون له هندي ادب څخه د پنځلسو ژباړل شوو کیسو هغه ټولګه وه ، چې د ۱۳۷۰هـ ل کال په جریان کې په کابل کې چاپ شوه او له چاپ سره سم چې په کابل کې کورنۍ جګړې پيل شوې نو دغه مجموعه په چاپخونه کې د چاپخونې له سوځېدو سره وسوځېده .
له بده مرغه د بدلون ټولګې د ژباړل شوو کیسو له ډلې اوس ان یوه کیسه یې پخپله له ملهوتره صاحب سره هم نشته . د همدغې ټولګې په اړه ښاغلی استاد هېوادمل په خپل اثر” په هند کې د پښتو ژبې د ودې او ایجاد پړاوونه” کې داسې وايي : ” د خپلو ځينو نورو لنډو کیسو ترجمې يې د يوې مجموعې په بڼه د افغانستان د لیکوالو انجمن ته استولې دي او دوی د (بدلون) نوم پر ایښی دی او د چاپ لپاره مطبعې ته تللي دي ، دا مجموعه په مطبعه کې چاپ شوه، خو دمطبعې له سوځېدو سره سمه وسوځېده”. (۴) ۲ – د آمر مېلمستیا دا د ښاغلي روشن لال ملهوتره هغه اثر دی، چې پر ۱۳۹۰ هـ ل – ۲۰۱۱ م کال په زرو ټوکو کې په ۱۳۲ مخونو کې د افغانستان ټایمز د مطبعې له لوري په کابل کې د Indian – Afghan Foundation په مالي لګښت او سرپرستۍ چاپ شوی دی . په دې ټولګه کې ټول ټال ۱۳ لنډې کیسې دي، چې د هندي ادب د بېلابېلو لیکوالو او له بېلابېلو ژبو څخه یې راژباړلي او په دې ډول دي : له لومړي نه تر لسم مخ پورې د ( پرده) په نامه کیسه ده ،چې یشیال لیکلې او د ( پرده کهاني) کیسې ژباړه ده . له یوولسم نه تر نولسم مخ پورې د (مشره ) په نامه کیسه ده ، چې د ( چهوټې اپا) په نامه کیسې ژباړه ده .
له شلم نه تر دېرشم مخ پورې د (اواره ګرد) په نامه کیسه ده ،چې د قرة العین حیدر د ( روشني کي رفتار) نومې کتاب څخه د اواره ګرد کیسې ژباړه ده . له یو دېرشم نه تر څلوردېرشم مخ پورې د ( ادې) په نامه کیسه ده ، چې سیارام شرن ګپتا لیکلې ده . له پنځه دېرشم نه تر شپږ څلوېښتم مخ پورې د آمر مېلمستیا په نامه کیسه ده، چې دا اثر هم په همدغه نوم نومول شوی دی، د دې کیسې لیکوال بهیشم ساهني دی .له اووه څلوېښتم نه تر شپږ پنځوسم مخ پورې د ( اصل ) په نامه کیسه ده چې دا د هندوستان د مشهور کیسه لیکونکي رابندرناتهـ ټاګور کیسه ده .
له اووه پنځوسم نه تر دوه شپېتم مخ پورې د ( ټارچ پلوري) مشعل فروشان په نامه کیسه ده، چې لیکوال یې هري شنکر پارسای دی . له دریشپېتم نه تر یو اویایم مخ پورې ( دجامن ونه ) په نامه کیسه ده ، چې کرشن چندر یې لیکوال دی . له دوه اویایم نه تر دري اتیایم مخ د ( اناابۍ) په نامه کیسه ده ، چې منشي پرېم چندلیکلې ده.
له څلور اتیا نه تر دري نوي یم مخ پورې ( په ډيلي کې یو مرګی) په نامه یوه کیسه ده،چې لیکوال یې کملېشور نومېږي . له څلور نوي نه تر یوسلو دویم مخ پورې د ( بوی ) په نامه کیسه ده، چې لیکوال یې امریتاپرېتم نومېږي .له یوسلو درېیم نه تر یوسلواتلسم مخ پورې د(هغې ویلي وو) په نامه کیسه ده،چې لیکوال یې چندر دهرشماګولیري دی او د دې اثر وروستۍ کیسه (د کافرانو خدای) نومېږي،چې دا پخپله روشن لال ملهوتره لیکلې یعنې ژباړه نه ده ، دا اثر سریزه اونور څه نه لري . (۵) ۳ – هندي – پښتو قاموس ” هندي – پښتو قاموس” په پښتو او هندي ژبه کې لومړنۍ لیکل شوې ډکشنري ده ،چې دولس نیم زره لغات لري . دا اثر پر ۲۰۰۳ ز کال په ۴۲۱مخونو کې د لیزر کمپیوټر سرویس له لوري په ډيلي کې چاپ شوی دی . د اثر په پيل کې په نهو مخونو کې یوه سریزه لیکل شوې ، چې دنثر لیکنې له مخې د ادبي نثرونوپه کتار کې شمېر ل کېږي .
دا ډکشنري په اصل کې هندي ژبو ته د پښتو ژبې د زده کړې د یوه لارښود کار ورکوي، چې تر ډېره پورې د ورځنیو خو لومړنیو خبرو اترو د زده کړې یو قاموس دی . د یادونې وړ ده ، چې تر دې دمه روشن لال ملهوتره لومړنی لیکوال دی، چې د هندي – پښتو ژبې ډیکشنري یې لیکلې ده .(۶) او ناچاپ اثار يې په لاندې ډول دي : ۱ – ګودان (د غوا خیرات ) ” دا د منشي پرېم چند دمشهور ناول ( ګودان) پښتو ترجمه ده ، چې روشن لال ملهوتره له هندي ژبې نه پښتو ته را اړولی دی .
دغه ترجمه مترجم په دوو برخو کې بشپړه کړې ده ،چې اوله برخه يې ما وليدله او بشپړه پاکنويس شوې وه ، دوهمه برخه يې ما ونه ليدله “.
(۷) د ګودان د دویمې برخې ژباړه هم اوس بشپړه شوې او له نېکه مرغه ډيلي ته زما د سفر پر مهال ښاغلي روشن لال ملهوتره د ګودان دټولې بشپړې شوې ژباړې یوه کاپي ماته راکړه او له ځان سره مې راوړه ، چې ټول ټال په ۱۸۹ مخونو کې په لاس لیکل شوی دی .
۲- د لنډو کیسو ټولګه دا هم د روشن لال ملهوتره د تخلیقي ناچاپو کیسو ټولګه ده ، چې د فحاشه، دکافرانو خدای، پرتوګاښ، خدايي خدمتګار، غټې غټې سترګې، بوډا، سوالګر، زمونږ پردې ، مور او ذکات که سوغات په نومونو کیسې لري . د یادو کیسو له ډلې بوډا، پرتوګاښ او خدايي خدمتګار کیسې په افغانستان کې د کیسه ډایجست په نوم د لنډو کیسو په مجله کې خپرې شوي دي او د کافرانو خدای په نوم کیسه د روشن لال ملهوتره په یوه چاپ شوې د لنډو کیسو ټولګې ” دآمر مېلمستیا” کې خپره شوې ده .ملهوتره صاحب اوس هم لګيا دی،لنډې کیسې لیکي ښايي ددغې ټولګې د چاپ پر مهال يې د کیسو شمېر له یادو کیسو ډېر شي .
۳- د هندي کیسویوه ګلدسته د هندي کیسو یوه ګلدسته د روشن لال ملهوتره هغه اثر دی، چې په کې د هند له بېلابېلو ژبو څخه د وتلو کیسه لیکوالو کیسې پښتو ژبې ته راژباړل شوي دي . تر اوسه پورې په دې ټولګه کې د نااشنا وژنه ، ورپسې، ازادي رد شوه، ایکي یو سګرت، منتر ، کابلي والا او نجومي په نومونو کیسې ځای پر ځای شوي دي ، د دې لپاره چې ملهوتره صاحب اوس هم لګیا دی، د څو نورو هندی کیسوژباړې ته يې ملاتړلې ده ، نو ښايي د دې ټولګې د چاپ پر مهال يې د کیسو شمېر ډېر شي . (۸)
۴ – انګلیسي – پښتو قاموس پر”انګلیسي – پښتوقاموس” باندې ښاغلي ملهوتره له ډېر پخوا راهیسې کار پيل کړی دی ، نږدې شل زره لغات يې بشپړ کړي یعنې د انګلیسي د A توری پای ته رسېدلی او پر څو نورو تورو يې هم لږو ډېر کار کړی ، خو ملهوتره صاحب راته وویل ، چې دانګلیسي پښتو ډکشنري د بشپړولو لپاره پر دوه دونیم لکه لغاتو باندې کار کول پکار دي، چې دا ډېر دروند کار دی او له دې سره په څنګ کې یې د چاپ لپاره هم اندېښنه درلوده، نو د دغې ډکشنرۍ کار اوس پر ټپه ولاړ دی ، که څه هم ما ترې د دغه اثر د بشپړولو غوښتنه وکړه ،خو له دې امله چې ليکوال اوس د زړه له ناروغۍ هم رنځيږي ، ښايي سرته ونه رسېږي .
۵ – انګلیسي – پښتو متلونه ” په دې مجموعه کې روشن لال ملهوتره ۳۲۶ انګريزي متلونه مردف راوړي دي ( A-Z) او بیايې په څنګ کې ورسره د هر انګریزي متل پښتو انډول پيدا کړی او ورسره يې کښلي .د نسخې انګريزي برخه ټایپ شوې او پښتو برخه يې روشن لال ملهوتره په خپل خط ليکلې ده “.
(۹) ارواښادکاندید اکاډیمیسن محمد صدیق روهي هغه مهال چې د پښتو ټولنې رییس و په خپل یو لیک کې، ښاغلي ملهوتره ته د دغې ټولګې په اړه داسې ويلي دي :” ستاسې له خوا د انګلیسي – پښتو متلونو مجموعه له بیو ګرافۍ سره راورسېده . زه ستاسو د دې زیار او زحمت ډېره مننه کوم . د پښتو ټولنې له تعامل سره سم د متلونو مجموعه یوې کمېټې ته وسپارل شوه ،چې دچاپولو په باره کې يې نظریه ورکړي .
زما شخصي نظر دادی چې دا مجموعه د پښتو ژبې او افغاني کلتور له معرفي کولو سره پوره مرسته کوي او ګټور اثر دی . خدای دې تاسې ته توفیق درکړي چې په دې لاره کې نور کار هم وکړئ”.
(۱۰) خو د ملهوتره صاحب دا اثر د پښتو ټولنې له لوري نه دی چاپ شوی . د انګلیسي – پښتو متلونو دا ټولګه ټول ټال ۲۴ مخونه لري ، متلونه په کې د انګلیسي د A له توري پيل کيږي ،ورپسې B او نور توري تر Z پورې راځي . په هر توري کي داسې متلونه راغونډ شوي،چې په عین معنا يې په پښتو ژبه کې معادل متل وي . د متلونو په دې ټولګه کې ټول ۳۲۴ انګلیسي متلونه دي،چې په عین شمېر پښتو ملتونه ورسره راوړل شوي دي .
۶ – پنځوس میلیونه پنځوس میلیونه د ښاغلي عبدالوکیل سوله مل شینواري د لنډو کیسو ټولګه ده ،چې په پښتو ليکل شوې، انګريزي ته هم ژباړل شوې او اوس ښاغلي ملهوتره په هندي ژبه ،خو په دیوناګري رسم الخط ژباړلې ده، د یادې ټولګې ژباړه بشپړه شوې او د چاپ لار څاري .
۷ – د قبر جرګه د قبر جرګه د ښاغلي ملهوتره هغه ناچاپ اثر دی، چې په کې دپښتو ژبې دبېلابېلو لیکوالو یوه یوه لنډه کیسه په هندي ژبه په دیوناګري رسم الخط ژباړل شوي دي . دا ټولګه د ښاغلي احسان الله ارینزي د یوې لنډې کیسې ( د قبر جرګه ) په نوم نومول شوې ده .
په دې اثر کې د نور محمد ترکي یوه کیسه، د زرین انځور یوه کیسه ( تروږمۍ)، د عبدالوکيل شینواري یوه کیسه ( زړه کلا)، له افغان جريدې نه یوه کیسه ( وړوکی اختر) چې ليکوال يې معلوم نه دی، داحسان الله ارینزي یوه کیسه ( د قبر جرګه)، د اکبر کرګر یوه کیسه ، د کشوري لال تلواړ یوه کیسه، دبريالي باجوړي یوه کیسه (لمر پلو)، د عبدالخالق رشيد یوه کیسه (د قبر چينجی) ،دصفیه حلیم یوه کیسه ( د آوازونوکلا)، د امین افغانپور یوه کیسه ( د څپو په وزرو)، د بلقیس مکېز یوه کیسه (جال )، د علم ګل سحر یوه کیسه ( غنیمت)، د غلام محمد کامه وال یوه کیسه ( خانه کابل زما دی ) ، د روشن لال ملهوتره یوه کیسه ( دکافرانو خدای)، د اسدالله غضنفر یوه کیسه (ماته ونه ) او د رفيع الله نیازي یوه کیسه (ولور) په کې شاملې دي . دا اثر شاوخوا په A4 سایز کې یوسلو لس مخه لري ، ژباړه، کمپوز او ډیزاین يې بشپړ شوي او چاپ ته چمتو ده .(۱۱)
۸ – د بوراګانو جرګه د بوراګانو جرګه د ارواښاد استاد خليل الله خليلي هغه اثر دی ، چې په دري ژبه لیکل شوی بیا انګلیسي ژبې ته ژباړل شوی او بیا ښاغلي ملهوتره صاحب پښتو ژبې ته راژباړلی دی . دا اثر نظم دی او په نظمي ډول پښتو ژبې ته راژباړل شوی دی . ژباړه یې بشپړه ده ، خو تر دې دمه نه دی چاپ شوی .
۹ – بهګوت – ګیتا بهګوت – ګیتا د هندوانو یو دیني اثر دی او نږدې د دنیا په ټولو ژبو کې ژباړل شوی . دا د رب النوع ” شري کشن” د خولې ویل شوې بیانیې دي، چې تر دمه يې نیمايي په پښتو ژبه ژباړل شوی او نور پاتې دی ، ښاغلی ملهوتره وايي ، چې په نژدې راتلونکې کې به يې پاتې برخه هم وژباړل شي .
۱۰ – پښتو- هندي قاموس تاسو د ښاغلي ملهوتره دچاپو آثارو په برخه کې ولوستل ، چې “هندي – پښتو قاموس” یې لیکلی او چاپ شوی هم دی . او س یې دې ته هم ملا تړلې چې “پښتو– هندي قاموس” ولیکي، پدې برخه کې يې کار پيل کړی، نږدې درې زره لغات يې راټول کړي او د بشپړو لو هوډ يې لري . دیادونې وړ ده چې دا قاموس هم د هندي – پښتو قاموس په څېر بڼه لري او په هماغه ډول يې بشپړوي په دومره توپير چې هندي – پښتو قاموس هندوانو ته د پښتو ژبې د زده کړې یو قاموس او پښتو- هندي قاموس پښتنو ته د هندي ژبې د زده کړې یو قاموس دی .
لغات پکې داسې اوډل شوي چې یو هندي کلیمه هم د دیوناګري رسم الخط بڼه لري او د همدغه لغت تلفظي بڼه په عربي رسم الخط په پښتو کې هم لیکل شوې ، همدا راز یوه پښتو کلمه په خپله بڼه کې لیکل شوې بیا د همدغې کلمې تلفظ په دیوناګري رسم الخط هم لیکل شوی دی .
۱۱ – ثنا ثنا د سېکهانو د مذهب د سهارني عبادت د سترو دعاګانو یوه مجموعه ده،چې د” ګورو نانک” یا ” ګورو بابا نانک” د اصل “جپ جي” پښتو ژباړه ده، چې د A4 سایز په ۵۰ مخونو کې په پشپړه توګه ژباړل شوی او د چاپ لار څاري . د یادونې وړ ده چې دا اثر په اصل کې نظم دی ، خو پښتو ژبې ته په نثر کې راژباړل شوی دی .
۱۲ – خر ماغزه نه لري روشن لال ملهوتره پښتنو ماشومانو ته لنډې روزنیزې کیسې هم لیکلې، چې یوه ټولګه ترې جوړېږي . په دې ټولګه کې د رحیم سخاوت، سپېره سړی، بغض، دوه پیشوګان، زمری او سویان، خر ماغزه نه لري، دوه سری مارغه، خړ پړانګ، فیل او مېږی، ښامار او مېږی، شوم ګيدړ، ښکاري او چڼچڼه، کارغه، تنکی نولی، اړی مار خر، احمق دوست، هوښیار توب، ډینګ، لېوه د ګيدړ په جامه کې، د سرو زرو هګۍ او مېږی او کوتره کیسې شاملې دي . دملهوتره صاحب د ماشومانو لپاره د دې ټولګې ټولې کیسې کمپوز شوي ډیزاین شوي او د افغانستان قلم ټولنې ته مې ورکړي دي، چې ډېر ژر به چا پ شي . (۱۲)
۱۳ – کشمیر کشمیر، کشمیر ته د ښاغلي ملهوتره د سفر یونلیک( سفر نامه) ده . پدې یونلیک کې دکشمیر د بېلابېلو سیل ځایونو په اړه په زړه پورې معلومات شته .
۱۴ – پښتنو ته د هندي د زده کړې لارښود دا لارښود نږدې نوي سلنه بشپړ شوی ، له الف – ب نه نیولې تر ګرامره پورې په ډېرو برخو کې جوړشوی لارښود دی او د پښتو او هندي دواړو ژبو په رسم الخط ليکل شوی دی. پر یادو آثارو سربېره روشن لال ملهوتره دخپل ژورنالیستي او ادبي ژوندپه بهیر کې د آل انډیا راډیو په پښتو څانګه کې د خپل وظیفوي مسوولیت او ادبي ذوق له مخې لس ګونه او سلګونه ادبي ، سیاسي ، ټولنیزي، فرهنګي او هنري لیکنې کړي ، چې د آل انډيا راډیو له څپو خپرې شوي او ځينې يې د افغانستان په یو شمېر پښتو مجلو کې چاپ شوي هم دي، خو تر دې دمه يې د بېلابېلو لیکنو کومه ټولګه نه ده چاپ شوې .
اخځونه :
1. هېوادمل، زلمی : ۱۳۷۳هـ ل . په هندکې دپښتو ژبې اوادبیاتودایجاداو ودې پړاوونه . لاهور : شرکت پرنټنګ پرېس،۶۰۸ مخ .
2. پورتنی اثر ، ۶۰۸ مخ .
3. له روشن لال ملهوتره سره مرکه ، نیو ډیلی، شالیمار بارغ، دملهوتره کور، دسهار له ۹نه تر ۴ بجو پورې، د ۲۰۱۲ ز کال د سیېپتمبر۵ – ۱۰نېټې
4. هېوادمل، زلمی : ۱۳۷۳هـ ل . په هندکې دپښتو ژبې اوادبیاتودایجاداو ودې پړاوونه . لاهور : شرکت پرنټنګ پرېس،۶۰۹ مخ .
5. ملهوتره، روشن لال : ۱۳۹۰ هـ ل . د امرمېلمستیا . کابل . افغان – هند فونډېشن : افغانستان ټایمز مطبعه، بېلابېلو مخونه .
6. ملهوتره، روشن لال : ۲۰۰۳ز . هندي-پښتو قاموس . ډيلی : لیزر کمپیوټر سرویس، بېلابېل مخونه .
7. هېوادمل، زلمی : ۱۳۶۳هـ ل . د هند د کتابخانو پښتو خطي نسخې . کابل . د افغانستان د علومو اکاډمۍ . د ژبو او ادبیاتو مرکز : د پوهنې مطبعه،۱۹۷-۱۹۶ ،مخونه .
8. ملهوتره، روشن لال : دهندي کیسو یوه ګلدسته، ناچاپ اثر.
9 هېوادمل، زلمی : ۱۳۶۳هـ ل . د هند د کتابخانو پښتو خطي نسخې . ۱۷۷-۱۷۶مخونه . 10.
روهي، محمد صدیق : ۱۳۵۵هـ ل . ملهوتره ته لیک .
11. ملهوتره ، روشن لال : دقبر جرګه ، ناچاپ اثر .
12. ملهوتره ، روشن لال : خر ماغزه نه لري ،قلم ټولنه ، میوند خپرندویه ټولنه ۱۳۹۱ هـ ل، ناچاپ اثر. [email protected]