محمد عزيز پردېس
۱۳۷۷ کال د شپږمې مياشتې په څلورمه نيټه، د يو ضروري کار لپاره بلخ ته تللى وم يو مزاری ملګری چې زموږ کوربه و، چا ورته «۵۰۰» امريکايي ډالر د کوم هيواد نه راليږلي وه، چې د روضي په ملنګانو يې وويشي، مزاري ملګري «۲۱۷» لکه دولتي افغانۍ د «۵۰۰» ډالرو معادل ماته راکړې، چې زه يې دخپلو نور ملګرو په مرسته، د روضې په ملنګانو وويشم، ما هم د ملګرو په مرسته، د يو مهال ويش پر بنسټ، د پيسو ويش پيل کړ، ماګرو ته مې دنده ورکړه.
چې په روضه کې يو معيوبه سائل په ناسته د روضي ميدانونه او پياده رونه چارو کوي، تاسو به د روضي د مختلفو دروازونه راننوزئ، په خپلو منځوکې به شناخت سره نه کوئ، او معيوبه سائل سره به مرسته کوئ، که نورو سائلانو تنګولۍ.
ورته ووايئ، چې تاسو هم د روضي په پاکوالي کې دغه سائل سره مرسته وکړئ، کيداى شي تاسو سره هم نغدي مرسته وشي، زه په روضه کې د معيوب سائل سره نيږدي په يوه چوکۍ کيناستم، ملګري يو د بل پسې راغله.
د پلان مطابق يې، معيوب سائل ته پيسې ورکولې، نورو سائلانو به يې مخه نيوله، او دوى به ورته د کار توصيه کوله،
پيسې به يې نه ورکولې، زموږ پلان په ډير کم وخت کې نتيجه ورکړه، ملګري به په ورځ کې دوه ځلې روضې ته راتلل،
او هغه سائلانو ته به يې پيسې ورکولې، چې د روضې پاک کاري به يې کوله، په درې څلورو ورځو کې د روضي ټول ګدايګران، په کار مشغول شوه، د روضي بڼه بدله شوه.
چمنونه،پارکونه، لارې داسې پاکې شوې، چې يو خاشاک به هم په سترګو نه ليدل کېده.
کابل شاه شهيد

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *