تاند، پنجشنبه، د حوت ۲۳مه: د روغتیا نړیوال سازمان سرمنشي وايي، د کوویډ ۱۹ یا کورونا ویروس ټولې نړۍ ته خپور شوی او اوس دا ناروغي په نړیواله وبا اوښتې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان سرمنشي تدروس ادهانم ګیبریسوس په جنیوا کې یو خبري کنفرانس ته ویلي، د ناروغۍ په شد سره خپرېدو او نه کنټرو اندېښنه ور اچولې له همدې کبله دا ناروغي په یوه نړیواله وبا بدله شوې ده.
ښاغلي ادهانم ویلي، ټول هیوادونه کولی شي چې په ګډه د دغې ناروغۍ د مخنیوي روشونه بدل کړي، ځکه دا ناروغي د لږې بې احتیاطۍ له امله هم لویه صدمه او مرګونه اړولی شي.
کورونا داسې مهال نړیواله وبا اعلان شوې چې دغه ویروس تر اوسه ۱۱۵ هیوادونو ته رسېدلی، ۱۲۲ زره کسان پرې اخته دي او له ۴ زرو زیات کسان یې مړه کړي دي.
افغانستان کې هم د کورونا ۱۶۵ مشکوکې او ۷ مثبتې پېښې تر اوسه ثبت شوې دي.