تاند(سې شنبه، د حمل ۲۶) د روغتیا نړیواله (WHO) اداره وايي، د ټولو هغو کسانو، چې کورونا یې تېره کړې، د بدن دفاعي سیستم یا انټي باډي داسې پیاوړې شوې نه ده چې بیا ځلي په دې ناروغۍ اخته نه شي.
د روغتیا نړیوالې ادارې دا خبره پرون (دوشنبه) وکړه او ورسره دا اندېښنه زیاته شوه چې له کوویډ ۱۹ څخه تر ښه کېدو وروسته د دې وایرس په وړاندې د انسان معافیتي یا دفاعي سیستم ممکن پیاوړی نه شي.
د روغتیا د نړیوالې ادارې اجرايي رييس ډاکتر مایک رېن د دوشنبې په ورځ په جینیوا کې یوې خبري غونډې ته وویل«د ښه کېدو او بیا په دې وایرس د اخته کېدو په اړه زغرد ځواب نه لرو. دا لا معلومه نه ده.»
ډاکترې ماریا وان کرخوف، چې د روغتیا په نړیواله اداره کې د کووید۱۹ د پوهانو د ډلې مشري په غاړه لري، وویل، په شانګهای کې د ناروغانو په اړه په لومړنیو څېړنو کې څرګنده شوه چې د ځینو په انټي باډي کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.
دې په عین حال کې وویل چې ممکن د ځینو، چې له پیله یې هم دفاعي سیستم ښه و، د کورونا له ناروغۍ وروسته د دغه وایرس په وړاندې مقاومت نور هم ښه شوی وي.
د روغتیا د نړیوالې ادارې مسوولانو وویل چې دوی نورې څېړنې ته اړتیا لري څو معلومه کړي چې له کورونا څخه روغ شوي کسان تر څه حده د دې وایرس په وړاندې معافیت ترلاسه کوي.
تر نن (سې شنبې) پورې نژدې ۲ ملیونه (یو ملیون، ۹ لکه ۴۰ زره ۲۲۰) انسانان په کورونا وایرس اخته شوي او یولکو ۲۰ زره ۹۰۸ تنه ورڅخه مړه شوي دي. په عین حال کې ۴ لکه ۵۹ زره ۶۸۴ تنه ښه شوي دي.